خلک: د پخوا په پرتله غزني کې صحرايي محکمو ته د خلکو مراجعه زیاته شوې
د غزني ولایت اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وايي، د پخوا په پرتله په اوس وخت کې زیات خلک خپلې قضیې...
د غزني ولایت اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي وايي، د پخوا په پرتله په اوس وخت کې زیات خلک خپلې قضیې...
د پکتيا ولايت چارواکي وايي، په پوځي عملياتو کې د حقاني شبکې د استخباراتو مسؤل وژل شوی دى. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن د چهارشنبې په ورځ وويل، دغه عمليات په سيدکرم ولسوالۍ کې شوي دي. ښاغلی حسرت زیاتوي: "د دغو عملياتو په ترڅ کې په کوسين سيمه کې د حقاني شبکې ځايي استخباراتي مسؤل شېر زمان چې په محمد عمر مشهور و، وژل شوى." د والي وياند وايي، په پوځي عملياتو کې چې پرون شوي، درې نور وسلهوال ټپيان شوي دي. د دولت کومې مخالفې ډلې پهدې اړه څه نهدي ويلي.
په افغانستان کې د کارګر له نړېوالې ورځې پهداسې حال کې لمانځته کېږي چې د کارګرانو ملي ټولنه او یو شمېر کارګران د روغتیايي بیمې...
د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا د مرستو سرپلټونکی جان سوپکو وایي، دغه هېواد کیدای شي تر سولې وروسته مرحلې لپاره تیارۍ ونهلري.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، امریکايي او طالب استازي د سولې په شپږم پړاو مذاکراتو کې په اوربند او بینالافغاني خبرو بحث کوي.
په پام کې ده د امريکا د متحده ايالاتو او وسلهوالو طالبانو استازي په قطر کې بيا مذاکرې پيل کړي. راپورونه وايي، ذبيحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي ويلي، د طالبانو او امريکا د استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې نن په دوحه کې پيلېږي. تر دې مخکې واشنګټن ويلي و، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد روانه مې مياشت له طالبانو سره د مذاکرو په هدف قطر ته ځي. وسلهوالو طالبانو لا هم د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړى دى. زلمى... Читать дальше...
په هلمند ولايت کې د ګوزڼ يا پولیو یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوې ده.
نن د افغانستان د سولې د لویې مشورتي جرګې درېیمه ورځ ده. له نن سهاره د دې جرګې ۵۲ کمېټو خپل کارونه پیل کړي او تمه ده چې د بحثونو پایلې د سولې مشورتي لویې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي. د سولې د مشورتي لویې جرګې ۳۲۰۰ غړي د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره حدود او تګلاره ټاکي. افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې حکومت به د تګلارې د پلي کولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي. د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغان ولسمشر لهخوا پرانېستل شوه. اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، ګڼو... Читать дальше...
د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو نن رسماً خپل کار پیل کړ. ۵۹ کلن ناروهیتو له خپل پلار پخواني امپراتور اکیهیتو وروسته د جاپان امپراتوري ته ورسېد چې یوازې سمبولیکه بڼه لري او په چارو کې لاس نه وهي. ناروهیتو نن د جاپان د نوي امپراتور په توګه په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې خپلې دندې به په پوره مسؤلیت ترسره کوي. هغه همدا راز وویل چې د جاپان د خلکو د خوښۍ او پرمختګ او په ټوله نړۍ کې د سولې د ټينګښت هیله کوي. پخوانی امپراتور اکیهیتو په ۱۹۸۹ میلادي کال کې واک ته رسېدلی و او پوره دېرش کاله امپراتور پاتې شوی و. Читать дальше...
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا خاص څارنوال رابرټ مولر د لوی څارنوال ویلیام بار لهخوا د ده د ۴۴۸ مخیز راپور له مختصرې بڼې شکایت کړی دی. مولر ویلي، د رپوټ خلاصه د ده د ټولو نتایجو محتوا، طبیعت او ماهیت په بشپړه توګه نه منعکسوي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي چې د رابرټ مولر د لیک یوه کاپي ویلیام بار ته هم رسېدلې ده. د مارچ په ۲۴مه د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د خاص څارنوال رابرټ مولر د ۴۴۸ مخیز راپور خلاصه په څلورو پاڼو کې وړاندې کړه. خاص څارنوال او ټيم یې د امریکا د ولسمشرۍ په ۲۰۱۶... Читать дальше...
پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هره ممکنه مرسته کوي.
د پاکستان سیاسي ګوندونه وايي، حکومت باید پوځ د کورنۍ او بهرنۍ تګلارو په اړه له بیان ورکولو را وګرځوي.
په تېرو دوو کلونو کې افغانستان په پرلهپسې توګه د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو لپاره خطرناکترین هېواد و او د رسنیو ...
د ښځو یوې کاروباري ډلې، د لومړي ځل لپاره په پروان ولایت کې د جامو وینځلو د خدمتونو سره یوځای یو تولیدي مرکز رامنځته کړی. خو دا مېرمنې شکایت کوي چې د مناسب بازار نشتوالي د دوی کارونه له ستونزو سره مخ کړي. د دې مېرمنو له ډلې یوه هم هدیه ده چې له حکومته د خپل کاروبار د ودې په برخه کې ملاتړ غواړي: "له سیمهییز حکومت څخه مو دا غوښتنه ده چې زموږ ملاتړ وکړي، په پروان کې یو ښځینه مارکیټ جوړ شي، څو ښځې پهکې خپل لاسي کارونه وپلورلی شي." هدیه وايي، پهدې کارځای کې ۲۵ مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وايي، د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره د سیمهییزې اجماع د عملي کېدو وخت را رسېدلی دی. زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ اسلاماباد ته د خپل سفر په پای کې پر خپل ټویټر وویل، دی یې هڅولی چې پاکستان غواړي د سیمهییزې اجماع په جوړېدو کې رول ولوبوي. زلمي خلیلزاد چې په تېرو دوو ورځو کې اسلاماباد کې له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت و، همدارنګه ویلي، پاکستان د بینالافغاني خبرو لپاره د هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو ته ژمن دی. Читать дальше...
له دوه ورځو بحثونو او کار وروسته بالاخره د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د مشرتابه پلاوی بشپړ شو. د لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل د سې شنبې په ناوخته وویل، محمد افضل حدید، محمد عارف نورزی، کمال صافی، حبیبه سرابي او منیره اخندزاده د دې جرګې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي. د ښاغلي امرخېل په وینا، رفیع الله حیدري، موسی رحیمي، عرفان الله عرفان، عاطفه طیب او ګلالۍ اکبري د مشورتي لویې جرګې د منشیانو په توګه انتخاب شوي. پهداسې حال کې چې د څلورو ورځو لپاره د دې پلان... Читать дальше...
د سې شنبې ماسخوتن ناوخته د مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي لپاره د ترسره شویو ټاکنو پایلې اعلان شوې چې پهکې پنځه تنه ...
خو واشنګتن پوسټ څرګندوي چې د دې جرګې د بریالیتوب چانس وروسته تر دې کم شو چې د یو شمېر افغانانو...
په ونزوئلا کې د ولسمشر او د مخالفانو د رهبر ملاتړو د پلازمېنې کاراکاس په کوڅو کې له یو بل سره اخ و ډب کړی. دوی پهداسې حال کې له یو بل سره نښتي چې د مخالفانو مشر خوان ګواېدو له خپلو ملاتړو او همدارنګه د ونزوئلا له پوځ څخه غوښتي چې د نیکلاس مادرو د رژیم د نسکورولو لپاره دې خپلو کې یو موټی شي. ګواېدو وايي، توانیدلی چې د پوځ د یوې برخې ملاتړ ترلاسه کړي، خو خبري رسنۍ راپور ورکوي چې د مخالفانو مشر د محدودو پوځیانو ملاتړ لري. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په ونزوئلا کې د سې شنبې د ورځې نښتې له هغې راهېسې... Читать дальше...
د کندز سیمهییز چارواکي وايي، دوی د خلکو د شکایتونو سره سم د دې ولایت په ښار کې د بېکیفیته، تاریخ تېره او د ...
په روسیه کې یو ځوان د باشقیرستان په سیمه کې پر یو ښوونځي د برید په خاطر د رواني درملنې یو مرکز ته استول شوی دی. پهدې اړه د روسیې د څېړنو کمیټې ویلي، دې اتلس کلن هلک تېرکال له یو چاقو سره پر يو ښوونځي برید وکړ او پر یوه ښوونکې او یوې زدهکوونکې تر برید وروسته یې درسي ټولګي ته اور واچوه. یو بله نجلۍ چې له ویرې یې د ټولګې څخه ځان غورځولی و، پهدې پېښه کې سخته ټپي شوې وه. د کمېټې په وینا ښايي د یو کال په مخه د دې ځوان رواني درملنه وشي. په ۲۰۱۸میلادي کال کې په روسیه کې د وسلو او بمونو په وسیله څو بریدونه ترسره شوي دي. Читать дальше...
د عراق لومړی وزیر وايي، د اسلامي دولت وسلهواله ډله «داعش» تر اوسه هم نړۍ ته یو جدي ګواښ دی. عادل عبدالمهدي د سې شنبې په ورځ د داعش وسلهوالې ډلې د مشر ابوبکر البغدادی د ویډیو له خپریدو وروسته وویل: سره د دې چې د داعش ډلې توان کم شوی، خو دا ډله په بشپړه توګه لهمنځه نهده وړل شوې. د ښاغلي مهدي په وینا، ټول باید په ګډه هڅه وکړي، څو د اسلامي دولت په نوم وسلهواله ډله په بشپړه توګه وځپل شي. تردې مخکې د دوشنبې په ورځ د ابوبکر البغدادي نوي ویډیويي پیغام خپور شو. نوموړی پهدې ۱۸ دقیقهيي ویډیو کې وايي چې غچ به واخلي. Читать дальше...
په غزني کې یو شمېر زده کوونکي وايي، په ښوونځیو کې د کتابونو له نشتون سره مخ دي چې له دې سره یې زدهکړې سختې ټکنۍ شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости