103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2022

Новости за 03.10.2022

سیند کې تر بارانونو وروسته د اورګاډي پټلۍ بیارغول کېږي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې وروستیو بارانونو د سړکونو تر څنګ د اورګاډو پټلۍ هم زیانمنې کړې دي او په وروستیو کې سیند کې د پټلیو بیارغونه پیل شوې ده. چارواکي وايي، ښايي پټلۍ د اکتوبر تر پینځمې ورغېږي. د اورګاډو له تمځایونو سره د یوشمېر کسانو روزګار هم تړلی دی چې د تګ راتګ بحالېدو ته سترګې پر لار دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

پر طالبانو د هشت صبح ورځپاڼې د انټرنېټي پاڼې د ډومین بندېدو ادعا شوې

Pa.azadiradio.com 

د هشت صبح ورځپاڼه ادعا کوي چې د انټرنېټ پاڼې ډومین یې د طالبانو له خوا بند شوی دی. هشت صبح ورځپاڼې نن په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د مخابراتو وزارت خلکو ته د دغې شبکې له لارې د معلوماتو رسېدو انټرنېټي صفحه بنده کړې ده. په بیان کې د دې ورځپاڼې د یوه کارکونکي له خوا ویل شوي چې د طالبانو حکومت دا کار د سیاسي انګېزې له مخې کړی دی. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تعلیم پر دوام د وژل شوې یوې افغانې نجلې د خور ټینګار

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د چاودنې له امله د یوې وژل شوې نجلۍ خور وايي، هیڅکله به خپل درسونه پرېنږدي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي چې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي او۱۱۰ نور ټپیان دي. نور په دې ویډیو کې:



کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستو نوې بسته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وایي، د نړیوالې ټولنې د بشري نغدو مرستو په ترڅ کې یې نن ۴۰ میلیونه امریکایي ډالره ترلاسه کړل او هغه د افغانستان نړیوال بانک ته ولېږدول شول. د افغانستان بانک په یوه ټویټ کې د نړیوالې ټولنې له خوا د قانوني او منل شویو میتودونو له لارې هېواد ته د بهرنیو اسعارو د راتګ د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کوي چې دا ډول مرستې دې د بانکي سکتور له لارې اداره شي.

د لاریونونو دوام؛ بلخ کې محصلانو پر کاج ښوونیز مرکز برید وغانده

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې د بلخ پوهنتون یو شمېر محصلانو نن دوشنبه لاریون وکړ او د عدالت غوښتونکي شول. د بلخ پوهنتون یو شمېر محصلانو چې ډېری یې نجونې وې د دوشنبې په ورځ په مزار شریف ښار کې د هغه برید په غبرګون لاریون وکړ، چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د کاج په ښوونیز مرکز وشو. لاریون کوونکو د عدالت او زده کړه زموږ حق دی شعارونه ورکول او په کابل کې یې پر کاج ښوونیز مرکز برید وغانده. دوی غوښتنه وکړه چې د یادې پېښې عاملان دې خپلې سزا ته ورسېږي. د ازادي راډیو خبریال... Читать дальше...

د معاشونو کمېدو له امله د پوهنتونونو یو شمېر استادانو دندې پرېښي

Pa.azadiradio.com 

د دولتي پوهنتونونو استادان وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې معاشونه کم شوي او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دولتي پوهنتونونو یو شمېر استادان ادعا کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د دوی معاشونه کم شوي او په اوسني معاش یې د ژوند اړتیاوې نه پوره کېږي. دوی وايي، ډېری استادان له کوره لرې په نورو ولایتونو کې تدریس کوي چې په اوسني معاش یې د تګ راتګ، هلته د اوسېدو او ورسره د خپلې کورنۍ مصارف نه شي پوره کولای او له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د یوه دولتي پوهنتون استاد چې د... Читать дальше...

د افغانانو د ژوندي پاتې کېدو په موخه ۳ میلیونه ډالره مرسته شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي چې د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق روان کال بشري مرستندویه شریکانو ته نږدې درې میلیونه ډالره ورکړي چې هغو میلیونونو افغانانو ته چې د ژوند ژغورلو لپاره پر بشري مرستو متکي دي، د ژوندي پاتې کېدو لومړنۍ مرستې ورسوي. اوچا په یوه بل ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق د امریکا د بسپنې ۱۰۷ میلیون ډالره د ژمنیو مرستو لپاره ازادې کړي دي. اوچا ویلي چې دغه مرستې به مخکې له دې چې سخت ژمۍ پیل شي، د خلکو د کورونو د ترمیم،... Читать дальше...



زابل کې لسګونه کسان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې لسګونه کسان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي چې له کبله یې لږترلږه یو تن مړ شوی دی. د زابل د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د زابل ولایت مرکز کلات ته په نږدې سیمو او سیوري ولسوالۍ کې هم د نس ناستې پېښې ډېرې شوي دي. د حکیمي په خبره ټولو سیمو ته روغتیایي ځانګړې ټیمونه استول شوي چې د درملنې، څېړنو او د حفظ الصحې لارښوونو په ګډون خلکو ته له ناروغیو د مخنیوي په هدف پوهاوی ورکړي.

هلمند کې يوې ژورې څاه ته لويدلې نجلۍ ژغورل شوې ده

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې چارواکي وایي، یوه نجلۍ چې یوې ژورې څا ته لویدلې وه، ژغورل شوې ده. دغه پېښه تېره ورځ د دې ولایت په واشېر ولسوالۍ کې رامنځته شوې. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستيال مولوي محمد قاسم ریاض وايي، دغه لس کلنه نجلۍ د واشېر ولسوالۍ د لر په حوزه کې یوې نوې وهل شوې ۶۰ متره ژورې برمې ته لویدلې وه چې تر ډېرو هڅو وروسته وژغورل شوه. په هلمند کې څاته لویدلې دغه نجلۍ داسې مهال ژغورل کېږي چې له دې مخکې په ډېرو دا ډول پېښو کې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سره له دې چې طالب امنیتي چارواکو... Читать дальше...

پر کاج ښوونيز مرکز د بريد په غبرګون کې نجونو محصلانو مزار شريف کې لاريون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د کابل په لویدیځ کې د وروستۍ خونړۍ حملې په وړاندې د اعتراضونو په دوام نن په مزارشریف کې په لسګونو محصلو نجونو مظاهره وکړه. په هغو ویډیو ګانو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، ښکاري چې معترضانې د عدالت غوښتنې شعارونه ورکوي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما نن د دغه برید د قربانیانو شمېر۴۳ او د ټپیانو ۸۳ تنه وښود. مخکې یوناما د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۵ تنه ښودلی و. پر کاج ښوونیز مرکز د دغه برید چې مسؤلیت یې تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی، د قربانیانو ډېری یې نجونې او ښځې دي. Читать дальше...

طالبانو کندهار کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د ږيرې د پرېښودو ژمن‌پاڼې وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د پوهنې ریاست هغه ښوونکي چې نوي دنده پیلوي، مکلف کړي چې د دوی د اصولو پر بنسټ، خپله ظاهري قیافه برابره کړي. له دې ښوونکو یوه تعهدپاڼه اخستل کېږي چې باید ورته ژمن اوسي. ازادي راډیو ته یوې سرچینې د خپل هویت د پټ ‌ساتلو په شرط دا تعهدپاڼه را لېږلې. په دې تعهدپاڼه کې چې د تعهد کوونکي او د پوهنې ریاست د یوه چارواکي د لاس‌لیک سربېره په کې د پوهنې ریاست مهر هم لګېدلی او لیکل شوي: "زه ...... د ....... زوی تعهد کوم چې ږیره په سنت طریقه د برابرولو ترڅنګ، ځان په ټولو شرعي اصولو برابرولو ته ژمن... Читать дальше...

د اوکرايين پوځ: دونيڅک سيمه کې پرمخ‌تګ ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د اوکرایين پوځ وایي، ځواکونه یې په دونیڅک سیمه کې پرمخ‌تګ ته دوام ورکوي. یوه ورځ مخکې اوکرايیني ځواکونو د دې سیمې پر ستراتېژیک ښار لیمان بشپړه ولکه وروسته له هغې ټینګه کړه چې د اوکرایيني چارواکو په وینا په ختیځو سیمو کې روسي ځواکونو ته په جګړو کې ډېر تلفات واوښتل. د اوکرایين د ختیځې برخې لپاره د دې هېواد د وسله‌والو ځوکونو ویاند سیرهي چیریواټي وویل اوکرایيني ځواکونو لیمان ته نژدې د تورسکې ښارګوټی پرون آزاده کړ او د لوهانسک سیمې په کریمینا کې هم د روسیې له پوځي جزوتامونو سره جګړه مخته وړي. د... Читать дальше...

خوست کې ۳۷ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

Mashaalradio.com 

د خوست په باک ولسوالۍ کې تر شاوخوا درو میاشتو جرګو او غونډو وروسته د درو خواوو ترمینځ پخوانۍ دښمني ختمه شوه او په دوستۍ بدله شوه. د سېپټېمبر پر ۳۰مه تر جرګې وروسته ښکېلو خواوو مشال راډیو ته وویل چې اوس غواړي چې له دښمنیو ځان لیرې وساتي. دوی زیاته کړه چې دښمني یې په پاکستان کې له لفظي شخړې پیل شوې وه چې پکې په څه د پاسه درې نیمو لسیزو کې د ټولو خواوو ۲۳ کسان ووژل شول. نور په ویډیويي رپورټ کې.

تهران کې امنيتي ځواکونو له لاريون کوونکو محصلانو سره شخړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د ایران څانګې رادیو فردا د معلوماتو له مخې تېر ماښام پولیس په تهران کې له معترضو محصلانو سره په شخړه اوښتي. دغه شخړه د تهران په شریف صنعتي پوهنتون کې هغه مهال وشوه چې د مظاهرې ضد پولیس پوهنتون ته نژدې او یو شمېر یې په شخصي جامو کې د پوهنتون لیلیې ته دننه شول. یوه ویډیو کې ښکاري چې امنیتي ځواکونه د پوهنتون له انګړه د محصلانو د ایستلو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کاروي او له لرې واټنه د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي. په یوه بله ویډيو کې ښکاري چې پولیسو لسګونه محصلان د پوهنتون تر ځمکې لاندې... Читать дальше...

يو شمېر خلک د ډاکټرانو له شفري نسخو شکايت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل او ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې ډاکتران داسې شفري نسخې ورته لیکي چې له ځانګړو درملتونونو پرته یې د نورو درملتونونو کارکوونکي نه‌شي لوستلای او دوی مجبور دي، له هماغه درملتون څخه دوا واخلي چې ډاکتر ور معرفي کړي وي او په شفري نسخه یې پوهېږي. د غزني ولایت يوه اوسېدونکي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "نوم مې جمعه الدین دی، د واغظ ولسوالۍ یم، مخکې دلته (د غزني ښار) ته راغلی وم، ډاکتر صیب نسخه راکړه، په معایناتو ډېرې پیسې ولګېدې، پیسې چې خلاصې شوې، ولسوالۍ ته لاړم، هلته مې په درملتونونو نسخه وګرځوله، څوک نه پرې پوهېدل. Читать дальше...


Музыкальные новости
Александр Розенбаум

Розенбаум высказался о пластических операциях





Rss.plus
Концерт

Концерт "Настроение - весна!"




Названы победители 2-х конкурсов праздника «Чир Ине» в Хакасии

Лолита вернется на ТВ после отмены в связи с участием в «голой вечеринке»

СЗАО впервые с 2022 года вошел в топ-3 по количеству ДДУ в столице

Делегация ГУАП во главе с ректором посетила бизнес-форум в Дубае




افغانستان کې د کابل بريد ضد مظاهرې شوې دي

Mashaalradio.com 

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) د اکتوبر پر درېيمه ويلي چې د کابل په لوېدیځ کې د شوې برید کې د وژل شوو کسانو شمېر ۴۳ ته رسېدلی او ۸۳ نور ټپیان دي.

يوناما: پر کاج ښوونيز مرکز د بريد له امله ۴۳ کسان وژل شوي او ۸۳ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې په افغانستان او له هېواده بهر، په کاج ښوونیز مرکز د برید په اړه اعتراضونه روان دي، یوناما د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې نوې شمېرې خپرې کړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن سهار خبر ورکړ چې د جمعې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې د شوې برید له امله ۴۳ تنه وژل شوي او ۸۳ نور ټپیان دي. د یوناما له قوله، د دوی د بشري حقونو څانګې له‌ خوا په کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو د تایید لړۍ لا هم روانه ده او ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مسؤلينو مو د... Читать дальше...

د پکتيکا زلزله‌ځپلي: د کورونو د جوړېدو ژمنه راسره نه‌ده عملي شوې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د مرستو د نه رسېدو او دغه شان له ژمنو سره سره زیانمنو ته د کورنو جوړولو د کار نه پیل په اړه د يادې ولسوالۍ  اوسېدونکي شکایت کوي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکی عقل الدین ګیانوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، میاشت وړاندې د طالبانو حکومت له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسؤلین د پکتیکا برمل او سپیرې ولسوالیو کې زلزله ځپلو ته د کورنو د جوړیدو چارې پیل کړي خو تر اوسه په ګیان کې دغه لړۍ نه‌ده پیل شوې. نوموړي وويل: "په ورستۍ زلزله کې د پکتیکا ګیان ولسوالۍ ډېر تلفات ورکړل خو... Читать дальше...

شام کې د سرې جوړولو لپاره چينجي کارول کېږي

Mashaalradio.com 

د شام يو اوسېدونکی حسن خلیفه له چینجو کرهنيزه سره جوړوي. نوموړی وایي دا د تورو زرو غوندې ده ځکه چې ډېرې ګټې لري. خليفه د دې لپاره یو فارم جوړ کړی او په لکونو چینجي پالي او سره ورڅخه جوړوي. نوموړی وایي چې د دې سرې ګټې د کیمیایي سرې پرتله ډېرې زیاتې دي. رویټرز اژانس په دې اړه ويډيويي راپور خپور کړی چې فرخنده اسد يې وړاندې کوي.

د ايران امنيتي ځواکونو تهران کې د پوهنتون له محصلانو سره شخړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ایران امنیتي ځواکونو د پلازمېنې تهران په یوه پوهنتون کې له محصلانو سره شخړه وکړه. دا شخړه د هغو اعتراضونو پر مهال وشوه، چې په توقیف کې د یوې ځوانې ښځې مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوي دي. دغه ښخه د سپټمبر پر ۱۶مه مړه شوه، هغه د ګشت ارشاد پولیسو له خوا د ادعا له مخې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه. د هغې تر مړینې وروسته د ایران په عوامو کې غوسه زیاته شوې او په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه پیل شوي دي. مظاهره چیان وايي مهسا امیني په توقیف کې د شکنجې په نتیجه کې وژل شوې ده.

يوناما: کابل کې پر کاج ښوونيز مرکز بريد کې د وژل شويو شمېر ۴۳ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما وايي، چې د کابل په لویدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې ورځې په حمله کې د وژل شويو شمېر ۴۳ ته ورسېد. دغه دفتر نن سهار په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په دې پېښه کې د ټپیانو شمېر ۸۳ دی، چې ډېری یې نجونې او ځوانې ښځې وې. ملګرو ملتونو تر دې مخکې د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۵ یاد کړی و. یوناما نن زیاته کړې، چې ممکن د مړو شمېر نور هم زیات شي. د جمعې ورځې د حملې مسؤلیت چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې د کابل په لویدیځ کې د دغسې حملو مسؤلیت د داعش ډلې خراسان څانګې منلی دی.



Москва

Она видит ложь: ТВ-3 начал съемки сериала «Лиса» с Олесей Фаттаховой


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: в Москве откроют центры ментального здоровья



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

«Посмотрите на этих губастых. Катастрофа!»: Александр Розенбаум против пластики в угоду моде




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Популярный блогер и боец ММА Саша Стоун выступит на фестивале спорта и контента Yappy x «Наше Дело Россия» в Нижнем Новгороде

8 медалей открытого кубка по самбо завоевали королевские спортсмены

Cуперфинал Кубка России планируют провести в «Лужниках», сообщил источник


WTA

Елена Рыбакина стала чемпионкой турнира WTA-500 в Штутгарте



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Cуперфинал Кубка России планируют провести в «Лужниках», сообщил источник



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России