طالبان له روسیې نفتي توکي او غنم واردوي
طالبانو له مسکو سره د تېلو، ډیزلو او غنمو د وارداتو تړون لاسلیک کړی دی. روسیه به د دې په بدل کې له افغانستانه چې پیسې نه لري، څه ترلاسه کړي؟ طالبان له اقتصادي کړکېچ څخه د وتلو لارې چارې لټوي او د دوی حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پېژندلی، روسیه او ایران یې د لېواله شریکانو په توګه موندلي دي. له روسیې او ایران سره د نړیوالو بندیزونو له امله تجارت محدود دی. د طالبانو د تجارت او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي تېره اونۍ ویلي و چې افغانستان به له روسیې سره د نوي تړون له مخې هر کال یو... Читать дальше...