د کابل ښار ټکسي چلوونکي د کاروبار له نشتون شکایت کوي
د کابل ښار ځینې ټکسي چلوونکي وايي، افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په خرابېدو سره یې عاید څو برابره کم شوی او خلک لږ له ټکسي استفاده کوي.
د کابل ښار ځینې ټکسي چلوونکي وايي، افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په خرابېدو سره یې عاید څو برابره کم شوی او خلک لږ له ټکسي استفاده کوي.
د کوربه هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ درېیمه شل اوریزه سیالي هند د ۱۶۸ منډو په توپیر وګټله. هند د شوبمن ګیل د سلیزې پر مټ د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه، چې نیوزیلنډ یې په ځواب کې یوازې ۶۶ منډې وکړې. د هند په توپ وهونکو کې شوبمن ګېل په ۶۳ توپونو ۱۲۶ منډې وکړې چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې یې دا لومړۍ سلیزه وه. د نیوزیلنډ توپ وهونکو د هندي توپ اچونکو پر وړاندې ښه لوبه ونه کړای شوه او یوازینی مخکښ توپ وهونکی یې ډیري مېچل و چې ۳۵منډې یې وکړې. د هند لوبډلمشر هاډیک پانډیا په دې لوبه کې ۴، ارشدیپ سینګ، عمرام ملک او شېوام ماوي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
د ایران د مشهد ښار په شمال لوېدیځ فردوسي پوهنتون کې د محصلانو له اعتراضونو وروسته له لسو زیات څخه استادان له دندو ګوښه شوي دي. په ایران کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې ۲۲ کلنې مهسا امیني د ایران د ګشت ارشاد پولیسو په توقیف کې د تېر کال سپمټبر میاشت کې ساه ورکړه. د راپورونو پر بنسټ، د محصلانو د حقونو او د هغوي نه د ملاتړ په وجه تر یولسو زیات استادان له دندو لرې شوي دي.
د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت د هغو څه باندې ۴۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی چې ګمان کېږي د ایران د جاسوسۍ د شبکې غړي دي. ویل شوي چې دې شبکې د مذهب په نوم د ایران په ګټه تبلیغ کاوه. د اذربایجان د کورنیو رسینو د راپورونو پر بنسټ، یاد کسان په باکو او نورو ښارونو کې نیول شوي دي. تهران تر واوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په یوه خبرپاڼه کې د هغو دېرشو ځوانانو نوملړ خپور کړی دی چې د دوی په وینا تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله به ترې وټاکل شي. کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لومړنی تمریناتي کمپ بشپړ شو او د دویم کمپ لپاره یې ۳۰ غوره لوبغاړي غوره کړي دي. د خبرپاڼې د جزیاتو له مخې چې په ټاکل شویو لوبغاړو کې احمدالله، اکرم، علي احمد، اصف محمد، بشیر احمد، فهیم، فرهاد عثماني، فریدون، ګلزار، حمزه، حسن عیسی خېل، هدایت، حزب الله درانی، جمشېد،... Читать дальше...
د افغانستان د پکتیا انځورګران، خطاطان او نور هنرمندن په هغه ولایت کې د هنرونو پرمختیا ته د پاملرنې غوښتنه کوي. هلته په پکتیا کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، د هنر د ودې هڅې کوي. ویډيويي رپورټ.
د افغانستان کرکټ د شلو اورونو لوبډلمشر راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې درجه بندۍ کې لا هم په لومړي مقام کې دی. خان چې ډېره موده دا مقام له لاسه ورکړی و، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو تر ټولو توپ اچونکو مخکښ دی. د نوموړي د درجه بندۍ نومرې ۶۹۸ دي او د سریلانکا له توپ اچونکي وانیندو هسرنګا څخه یې یوازې درې نومرې زیاتې دي. په دې درجه بندۍ کې د افغانستان بل ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن بیا په اتم مقام کې ځای لري. د یادونې وړ ده چې راشدخان اوسمهال د نړۍ په کچه دویم... Читать дальше...
د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان ووژل او ۲۲۱ ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د ۳۱ ولایتونو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان په نوم دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې. کرکټ بورډ ویلي چې په لومړي پړاو کې د ۱۶ ولایتونو لوبډلې په درې ګروپونو کې په ننګرهار، کندهار او خوست ولایتونو کې سیالۍ کوي. د دې سیالیو په لړ کې د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱ نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ننګرهار ب او میدان وردګو لوبډلو سیالي وکړه او ننګرهار ب لوبډلې وګټله. په دې سیالۍ کې د ننګرهار ب لپاره عابدمحمدي او حزب الله دراني سلیزې جوړې کړې. Читать дальше...
د دوشنبې په ورځ پېښور کې د یوه جومات دننه د یوه ځانمرګي برید له امله له ۹۲ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ نور ټپیان دي.
له فساد سره د مبارزې چارو پوهان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغه پولي سرچینې چې د فساد لامل ګرځي، قطع شوې، د هغو دولتي ادارو خدمات چې هلته د فساد احتمال موجود و ،کم شوي او د خلکو اقتصادي حالت دومره خراب شوی دی چې که په دولتي ادارو کې د دوی کار بند وي، بډې نه شي ورکولای.
په پېښور کې د پولیس لاینز پر جومات په ځانمرګي برید کې د پولیسو او اېف سي سرتېرو په ګډون ۹۵ کسان وژل شوي او تر ۲۲۰ زیات ژوبل شول. د جنورۍ ۳۰مې د برید ښکار شویو پر کورنیو او د جومات د ودانۍ لاندې پر بندو کسانو څه تېر شول؟ د دې ځواب د اې اېف پي له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.
د بشر د حقونو سازمان د ښځو برخې مشرې هیدر بار افغان ښځو ته د پناه ورکونې په برخه کې د ډنمارک له اقدام د هرکلي په ترڅ کې له نورو هېوادونو هم غوښتي چې افغان ښځو ته ورته فرصت برابر کړي.
د ملګرو ملتونو د بشر د مېشت ځایونو پروګرام یا یو ان هبیټاټ وايي، په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ۸۰ سلنه مرګ ژوبله له اقتصادي پلوه په بېوزله خلکو کې رامنځته کېږي.
د امریکا یوه جګپوړې چارواکې وایي چې پر روسیې د لوېدیځ لګول شویو بندیزونو د دې هېواد پر جنګي ماشین ډېر اغېز کړی وړتیا یې کمه کړې ده. دا چارواکې دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په دې اړه چې ایا مسکو د دغو اقداماتو د څنګ ته کولو وړتیا لري، پوښتنې زیاتې شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې رابین ډنیګن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې هغه اقتصادي بندیزونه چې د تېرې فبرورۍ له میاشتې وروسته پر روسیې د اوکراین د یرغل له امله لګېدلي، پر مسکو یې فشارونه راوستي چې راتلونکې میاشتې او کلونه به یې دوی د نتیجو شاهدان واوسي. Читать дальше...
د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم سبا او بل سبا په میدان وردګ، بامیان، غور، دایکندي، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او بدخشان کې واورې او بارانونه وورېږي. په افغانستان کې له تېرو څه باندې درېیو اونیو راهیسې د سړې هوا له امله تر ۱۶۶ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او په سلګونو زره څاروي تلف شوي دي. دغه راز تر سلو ډېر کورونه بشپړ یا یې یوه برخه د ورښتونو له امله تخریب شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید خبرې وشوې او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.
د اغوش په نوم په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې پنځه زره بستره حمایوي مرکز نن په کابل کې پرانیستل شو. پر دې مرکز پنځه اویا میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. طالبان وایي چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه یې شپاړس زره په نشه یي موادو روږدي کسان راغونډ کړي چې پنځه زره یې یوازې له کابله راټول شوي دي. د اغوش په نوم د نشه یي توکو د درملنې د مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو سربېره د ملګرو ملتونو استازیو او په کابل کې د ترکیې، چین او پاکستان د سفارتونو استازیو برخه واخیسته.
د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا سېف د چلډرن وايي، په افغانستان کې بشري حالت په بېسارې ډول کړکېچن شوی دی. د غزني د قره باغ اصلي یوه اوسېدونکې چې اوس کابل کې اوسي له ګڼو ستونزو شکایت کوي. دې مېرمنې چې ویې نه غوښتل نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، پخوا به په ګرځنده روغتیايي ټیمونو کې ښځینه کارکوونکې ګرځېدلې او د خلکو ستونزې به یې هوارولې، خو له کومې ورځې چې د طالبانو د حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې د میرمنو په کار بندېز لګېدلی دی، له ګڼو ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...
د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتېدو سره سم په دې صوبه کې د تحریک انصاف شاوخوا نهه نيم کلنه واکمنۍ پای ته ورسېده. د مشال تر رڼا لاندې کې دا پوښتنه بحث شوې ده چې د دې ګوند واکمني څنګه وه.؟ بشپړ بحث وګورئ
د اوکراین پوځ وایي، روسیې د اوکراین ختیځ سنګرونو ته نوي ځواکونه استولي خو د پام وړ پرمختګ یې نهدی کړی. د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن وویل، چې دښمن په لیمان او باخموت سیمو کې خپل یرغلیز بریدونه نهدي درولي. د اوکراین پوځ همدارنګه ویلي چې روسي ځواکونو د دونیڅک سیمې په اودیاوکه او نوو پاولیوکه باندې هم بریدونه کړي چې نتیجه یې نهده ورکړې بلکې خپله دې ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي. روسیې دغه بریدونه داسې مهال زیات کړي چې واشنګټن اوکراین ته د نورو۲،۲ ملیارډ ډالرو پوځي تجهیزاتو استولو ته تیاری نیسي. Читать дальше...
په اروپایي ټولنه کې تېر ۲۰۲۲ کال د برښنایي موټرو پلور بېساري کچې ته لوړ شوی دی. د اروپا د موټر جوړونکو د اتحادیي په وینا تېر کال په دې ټولنه کې د ټولو نویو پلورل شویو موټرو څه باندې ۱۲سلنه یې برښنایي موټرو وو، چې وړم ۲۰۲۱ کال دا اندازه څه باندې ۹ او لههغې مخکې کال یوازې څه کم دوه سلنه وه. د دغو موټرو چې پر بټرۍ چلیږي، پلور داسې مهال لوړ شوی چې اروپایي ټولنې موافقه کړې چې له ۲۰۳۵ کال وروسته به نور پټرولي او ډیزلي موټر نه تولیدوي. د اروپایي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه هڅه کوي تر۲۰۵۰ کال پورې پر کاربن ولاړ اقتصاد صفرته ورسوي. Читать дальше...
د افغان نجونو او مېرمنو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د اندېښنو دوام. په داسې حال کې چې په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د طالبانو له لوري په افغان مېرمنو لا هم د کار محدودیت نهدی لرې شوی، ملګري ملتونه وايي هڅه کوي شته وضعیت ته حل لاره ومومي، چې افغان نجونې او ښځې د رامنځته شویو محدودیتونو په لومه کې بندې پاتې نهشي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغانستان ته يې د خپل وروستي سفر په لړ کې په کندهار کې د حاکم نظام له چارواکو او د علماو شورا له غړو... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغان ښځې او نجونې چې په کور کې بندیانې دي او نهشي کولای ازادانه تګ راتګ وکړي یا زدهکړې ترلاسه کړي، له خورا ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي. ټام وېسټ بیګا په څو ټویټونو کې ویلي، چې له یو شمېر زړهورو افغان ښځو سره یې کتلي او مهمې غوښتنې او مشاهدې یې اورېدلي. هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي له کړاونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د دوی اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي. په هغې اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...
د سيند پولیسو د ۲۰۲۲ز کال پر مهال د صوبې له بېلابېلو برخو کې څخه تر ۱،۵۰۰ زیات افغانان د پاسپورټونو او ویزو نه لرلو په تور نیولي دي. له هغوی څخه دوه افغانان تېر کال په دوو بېلابېلو زندانونو کې مړه شول.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости