103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 02.02.2023

په پېښور کې د خونړي برید د څرنګوالي په اړه شکونه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر یوه جومات له برید درې ورځې وروسته، د دغه برید د څرنګوالي په اړه شکونه په ډېرېدو دي. په دې راپور کې صفي الله ستانکزي همدې موضوع ته پام کړی او د دغه برید په اړه چې تر سلو زیات کسان په کې ووژل شول، وروستي جزییات راټول کړي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال فدراسیون د هغو نارینه او ښځینه لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل چې د ۲۰۲۲ کال جایزو ته نوماندان دي. د دې فدراسیون د اصولو له‌مخې د هر زېږدیز کال په پیل کې هغه لوبغاړي او روزونکي ټاکل کېږي چې په بېلابېلو لوبو کې يې ښې لاسته راوړنې درلودلي وي. یاد فدراسیون نن (د فبرورۍ دویمه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې، د مینه‌والو د رایو پر اساس به د تېر(۲۰۲۲) کال غوره نارینه اوښځینه فوټبال لوبغاړي، روزونکي، ګول ساتونکي، غوره ګول او غوره مینه‌وال وټاکل شي. دې پروسې ته یوه ورځ ټاکل شوې او د فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه به پای ته رسیږي. Читать дальше...

ملنګ زين الله جان خوښ دی چې حکومت "تمغه امتياز" ورکوي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نومیالی چترالی سيتار غږوونکی ملنګ زين الله جان دی. نوموړی د چارسدې د عمرزیو دی او له تېرو ۴۵ کلونو راهيسې د پاکستان په سرکاري ټېلېوېژن کې سيتار غږوي. زين الله جان خوښ دی چې د راتلونکې مارچ مياشت پر ۲۳مه به د خيبر پښتونخوا ګورنر ورته "تمغه امتياز" په نوم يوه حکومتي جايزه ورکړي. نوموړی البته اندېښمن دی چې د پښتنو حجرې د سيتار منګي له محفلونو خالي شوې دي. د زين الله جان دا خبرې او ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.



د پښتنو په اړه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي څرګندونو غبرګونونه پارولي دي

Mashaalradio.com 

منیر اکرم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ویلي ول، "په افغانستان کې پر ښځو لګولي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه‌ لري بلکې د پښتنو د کلتور برخه ده چې ښځې په کورونو کې ساتي."

مارټين ګريفيټس: طالبان دې د ښځو د کار په برخه کې خپلې ژمنې پراخه کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي د ښځو د کار کولو په برخه کې باید طالبان خپلې ژمنې پراخه کړي. يوه مېرمن چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهسې بېرته خپلې دندې ته ځي. نوموړې چې د خپل کار ځای نوم هم نه اخلي ازادي راډیو ته وویل، له هغې وروسته چې ورته ویل شوي بېرته خپل کار ځای ته لاړه شي په ویره کې ده. نوموړې وايي: "زه خپلې وظیفې ته ډېر په ډار سره ځم د دې لپاره چې اوس وظیفې په ټول افغانستان کې بندې دي، چې کله هم ځم نو یا مې خاوند سره ځم او له یو بل چا سره،... Читать дальше...

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی

Pa.azadiradio.com 

اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بنديز د اعتراض په پار خپل تحصیلي اسناد څيرلي وو. هغه په دې وروستیو کې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی و او غوښتل یې په کابل کې ۲۱زره ټوکه شخصي کتابونه ووېشي. د استاد اسماعیل مشعل د دفتر مسوول استاد فرید ازادي راډيو ته وویل، طالبانو ښاغلی مشعل د کابل ښار له درېیمې ناحیې څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.

کندهار کې د سوځېدو پېښې ډېرې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار میرویس روغتون ته په روان کال کې ۸۱۳ سوځېدلي کسان ور وړل شوي چې له دې جملې ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی. ډاکټران وايي، د سوځېدو دغه پېښې زیاتره د یخ پر مهال رامنځته کېږي چې خلک د اور څخه ډېره استفاده کوي، چې ځیني وخت بې احتیاطي رامنځته کېږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

خبري ګړۍ ۲

Mashaalradio.com 

د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، رسنیو ته کتنې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.



معظم جاه انصاري وايي د پېښور برید کې د ککړو وسلوالو نیولو ته نېږدې شوی دی

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی او پکې تر ۲۱۵ زیات کسان ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

د ښځو د حقونو افغانه فعاله 'محبوبه سراج' د سولې نوبل جايزې ته نومانده شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتيوت (PRIO) وایي، د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د هغې د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پار، د ۲۰۲۳ کال د غوره کاندیدانو په لړ کې راغلې ده. د ایران د بشر د حقونو فعاله نرګس محمدي هم دې جایزې ته کانده شوې. د روانې فبرورۍ په لومړی نېټه د دغه انستیتيوت ریس هنریک اوردال د لېست د خپرېدو پر مهال وویل، چې تېر کال په افغانستان او ایران کې د زورواکو رژیمونو له امله د جنسیتي نابرابرۍ پر ضد اعتراضونو او دغه شان پوهنتونو ته د افغان ښځو د نه پرېښودو له امله بشری حقونه تر پښو لاندې شوي دي. Читать дальше...

د خوړو نړيوال پروګرام ارزګان کې له زرګونه کورنيو سره مرستې پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

یادې مرستي د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د کندهار د کډوالو مؤسسې (KRO)په تخنيکي همکارۍ د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې ۵۴۱۸ کورنيو سره وشوې. د طالبانو ځايي چارواکي وايي، يادې مرستې هغه کسانو ته ورکول کېږي چې په روان ژمي کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. بل‌خوا هغه کورنۍ چې مرستې يې ترلاسه کړي خوشاله دي خو وايي، دا مرستې ورته بسنه نه‌کوي او باید نور کومکونه دې هم ورسره وشي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

پر طالبانو د امريکا تازه بنديزونه؛ طالبان: دا د دواړه لوريو د پرمختګ لپاره خنډ دی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د دوام په اړه د متحده‌ایالاتو په خپل تازه غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل. خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د تازه پرېکړې په غبرګون کې ویلي دي، چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په وړاندې خنډونه جوړوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د انتونیو بلېنکن له قوله لیکل شوي: "زه نن دغه اقدام کوم او د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو... Читать дальше...

استاد اسماعيل مشعل د طالبانو له‌خوا نيول شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د پوهنتون استاد او مدني فعال اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی. اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بنديز د اعتراض په پار خپل تحصیلي اسناد څيرلي وو. هغه په دې وروستیو کې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی و او غوښتل یې په کابل کې ۲۱زره ټوکه شخصي کتابونه ووېشي. د استاد اسماعیل مشعل د دفتر مسوول استاد فرید ازادي راډيو ته وویل، طالبانو ښاغلی مشعل د کابل ښار له درېیمې ناحیې څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی. ښاغلی فرید وايي چې طالبانو له استاد مشعل سره ډېر ناوړه چلند وکړ او هغه یې وواهه. Читать дальше...

د پاکستان استازي ته د فايق غبرګون: پر ښځو د طالبانو بنديزونه افغاني نه، بلکې د طالبانو کلتور دی

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمې استازي منیر اکرم وروستیو څرګندونو په دې سازمان کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق غبرګون راپارولی دی. منیر اکرم ویلي وو، چې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه‌لري او دا یې پښتنو د کلتور يوه برخه بللې خو نصیر احمد فایق پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه طالبانی کلتور بللی دی. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان استازي منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ د ياد سازمان په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه یوې غونډې ته په وينا کې وويل... Читать дальше...

اتریش له خپلې خاورې د څلورو روسي ډپلوماټانو د ايستلو پرېکړه کړې ده

Pa.azadiradio.com 

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت نن دا څلور روسي ډپلوماټان تورن کړي چې د خپلو ډپلوماټیکو دندو خلاف عمل یې کړی دی. دغو څلورو ډپلوماټانو ته د فبروري تر اتمې وخت ورکړل شوی چې د اتریش له خاورې ووځي. دوه ډپلوماټان د روسیې په سفارت او دوه نور هم په ویانا کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د روسیې لپاره کار کوي. مسکو تر اوسه پورې د اتریش د دې پرېکړې په وړاندې غبرګون نه‌دی ښوولی.

ژوبل پولیس سرتېری د پېښور برید د سترګو لیدلی حال بیانوي

Mashaalradio.com 

د مردان محمد شهریار د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور د پولیس لاینز په جومات کې په برید کې ژوبل شوی وو. دی وايي، د ماسپښین لمانځه اقامت روان وو چې چاودنه وشوه. شهریار وايي، دی نه پوهېږي چې په ځانمرګي برید کې د جومات د ودانۍ چت څنګه پرېوت. په هغه برید کې د وژل شویو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی دی او ذمه واري یې لا چا نه ده منلې. نور په ویډیو کې.

طالبانو هلمند کې ۱۶ کسانو ته سزاوې ورکړي دي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکو په هلمند ولایت کې ۱۶ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړي دي. د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې دا کسان په نامشروع اړیکو، غلاو، لواطت او نورو جرمونو تورن کړي دي. طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې سلګونه تورنو کسانو ته د خلکو په مخ کې سزاوې ورکړي دي. پر طالبانو باندې د بشري حقونو ګڼو مدافع بنسټونو نیوکه کړې ده چې تورن کسان اکثر عدالت ته له لاس‌رسي پرته محاکمه او په خپل سر بېلابېلې سزاوې ورکوي.

د پاکستان پوليسو د دغه هېواد د کورنيو چارو پخوانی وزير شيخ رشيد نيولی دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیسو د کورنیو چارو پخوانی وزیر شيخ رشید نیولی دی. په هغه باندې تور لګېدلی چې غوښتل یې د پخواني ولسمشر او پیپلز ګوند د شریک مشر اصف علي زرداري ژوند ته ګواښ پېښ کړي. د اسلام اباد پولیسو په خپل ټوېټر د شیخ رشید د نیولو خبر تایید کړی دی او ویلي یې دي، چې هغه یې د محکمې د حکم پر اساس نیولی. شېخ رشید د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د حکومت پر وخت د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی. عمران خان د شيخ رشید نیول غندلي او اوسنی حکومت په مُغرضانه او غچ اخیستونکو کړنو تورن کړی.


Музыкальные новости
ГУАП

Финал всероссийского студенческого трека Олимпиады Кружкового движения НТО «Летающая робототехника» 2024





Rss.plus
Владимир Потанин

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию




В Улан-Удэ по мастер-плану проектируют 2 из 9 путепроводов

Новосибирск занял 31 место по уровню зарплат в России

Вопрос сообществу. Поиск автомобиля для межгорода в современных реалиях.

Юрист Феттер: в регионах есть специализированные ОСП по взысканию алиментов




رينا اميري: پر نجونو د محدوديت زياتولو سره طالبان له نړيوالې ټولنې واټن ډېروي

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان پر ښځو او نجونو د محدودیتونو په زیاتولو له نړیوالې ټولنې سره خپل واټن لا پسې ډېروي. هغې دا خبره نن په خپل ټوېټر لیکلې ده. رینا امیري دې ته هم اشاره کړې چې طالبان پخوانیو تګلارو ته ستانه شوي هغه چې په نويمه لسیزه کې حاکم وو. د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وروسته تر هغه دا څرګندونې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر طالب مشرانو د امریکا د ویزو بندیز اعلان کړ. ... Читать дальше...

د پوهنتون يو استاد غواړي د خپل شخصي کتابتون زرګونه ټوکه کتابونه خلکو ته ډالۍ کړي

Pa.azadiradio.com 

د پوهنتون یوه استاد چې څه موده وړاندې یې د افغان نجونو په وړاندې د پوهنتونو د بندېدلو په غبرګون کې خپل تحصیلي اسناد څیري کړل، اوس غواړي د خپل شخصي کتابتون نږدې ۲۱ زره کتابونه لوستو کسانو ته ډالۍ کړي. استاد اسماعیل مشعل غواړي په درې ورځو کې د خپلې شخصي کتابخانې ۲۱ زره کتابونه پر خلکو وویشي. استاد مشعل له دې وړاندې په یو مدني حرکت کې د نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته د یو خصوصي ټلوېزیون په پروګرام کې خپل تحصیلي اسناد څيري کړی وو. ښاغلي مشعل ازادي راډیو ته وویل،... Читать дальше...

د لسبېلې ټرافیکي پېښې اغېزمنې کورنۍ د خپلوانو مړي غواړي

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې له پله د مساپرو د بس پرېوتو او پکې د اور لګېدو په پېښه کې ۴۱ کسان وژل شوي ول. له هغوی څخه یې د ۳۸ تنو جسدونه تر اوسه د کراچۍ د اېدي په مرده خانه کې پراته دي. د وژل شویو د کورنیو غړي او خپلوان وايي، چارواکي دې ورته مړي وسپاري. خو سرکاري چارواکي او اېدي مرده خانې مشران وايي، د سوځېدو له کبله د مړو پېژندګلوي نه کېږي او د ډي اېن اې تر رپورټ وروسته به مړي وروسپاري. ویډیويي رپورټ.

شهباز شریف: ولس پوښتنه کوي چې وسلوال بیا هېواد ته چا وروستي دي؟

Mashaalradio.com 

په همدې حال کې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې دی په هېواد کې د "ترهګرۍ ذمه وار" نه دی. نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه وویل په پاکستان کې حملې امنیت ته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت د توجه نه ورکولو له وجې زیاتې شوې دي.

یو کینیایی د کمپیوټرو په زړو بېټریو موټرسایکل چلوي

Mashaalradio.com 

د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د طبیعیاتو (فېزیک) یو ښوونکی د زړو او خرابو کمپیوټرو بېټرۍ غونډوي او بیا یې په برقي موټرسایکلونو کې لګوي. هغه وايي، د دې ډول موټرسایکلو لګښت کم او مرمت یې اسانه او ارزانه وي. د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.

پر طالبانو د امريکا نوي بنديزونه به اغېز ولري؟

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل. بلېنکن پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌کې دخیل دي، د ویزې یا سفر کولو دغه نور بندیزونه لګوي. نوریاس نوري د سیاسي چارو د پوه او د باور غورځنګ له مشر نجیب ازاد... Читать дальше...



Москва

Пассажир рейса Москва — Пермь попал в реанимацию


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Раньше срока. Собянин: новая развязка улучшит движение для 600 тыс. человек



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Рахманинов

В Югре снимут фильм о жизни композитора Рахманинова




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Федерация бокса России на ВДНХ

Блиц-матч по шахматам между двумя командами провели в павильоне «Спорт для каждого»

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»


Дарья Касаткина

«Бомж» Дарья передает всем привет»: Касаткина ответила на слова Винер



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Алла Пугачёва

«Отрешенность от РФ»: адвокат объяснил молчание Пугачевой о теракте в «Крокусе»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России