سوړ ژمی او په کابل کې د برېښنا دوامداره نشتوالی
سړې هوا او په کابل کې د برېښنا دوامداره نشتوالي په افغانستان کې د بېوزله کورنیو ژوند تیاره کړی دی. د برېښنا د نشتوالي له امله ان د دکاندارانو کاروبار زیانمن شوی دی. افغانستان خپل د اړتیا وړ نږدې ۷۰ سلنه برېښنا له خپلو ځینو ګاونډیو هېوادونو واردوي.