103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 05.02.2023

د یوه پوځي واکمن د لوړو، ژورو ډک ژوند پای

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن متقاعد جنرال پرویز مشرف په جلاوطنۍ کې ومړ. پرویز مشرف د ۱۹۴۳ کال د اګست په ۱۱ د هغه وخت د برتانوي هند په ډهلي کې زیږیدلی وو. ده چې له لوړو ژورو ډک ژوند درلود. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

زابل کې په دوو ترافيکي پېښو کې ۲ کسان مړه او لس ټپيان شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په زابل کې نن مازیګر په دو جلا جلا ترافیکو پېښو کې دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي. د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادي رادیو ته وویل، چې لومړۍ پېښه د دې ولایت په ډبرو پله سیمه کې د کرولا او لوکسل موټر ترمنځ شوې او دوهمه پېښه هم‌مهاله د مرکز کلات اړوند په مغلېزو سیمه کې د بابوجې اوفلډر موټر ترمنځ شوې. د نوموړي په وینا په دواړو پېښو کې دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي. د کندهار - کابل عمومي لاره چې تر ډېره ويجاړه ده، ډېری وخت ترې د ترافيکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.

پاکستان د افغان طالبانو او ايران له چارواکو سره د "ترهګرۍ پر مخنيوي" غږيږي

Mashaalradio.com 

اې اېف پي اژانس د خيبر پښتونخوا د پوليسو د يوه لوړپوړي چاوراکي په حواله، چې نوم يې نه دی ښوول شوی، ويلي چې کابل ته تلونکی پاکستانی پلاوی به د افغان طالبانو له مشرتابه سره خبرې کوي. هغه پوليس افسر زياته کړې چې د افغان طالبانو له مشرتابه څخه "د ده مراد د هغوی مشر هبت الله اخوندزاده" دی.



په خوست کې د کبانو د ساتنې کاروبار په کمېدو دی

Pa.azadiradio.com 

په وروستیو کالونو کې چې په خوست کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د مادي او معنوي همکارۍ پر مټ د کبانو د ساتنې او پالنې کاروبار ډېر ښه شوی وو، اوس په کمېدو دی. له پخوا کلونو څخه د افغانستان په محدودو سیمو کې خلکو کبان نیول او پخول به يې، خو په دې وروستیو کې یو شمېر مؤسساتو د ماهیانو د ساتنې او پالنې لپاره فارمونه عام کړل، چې په دې سره د ماهیانو تازه غوښو ته د خلکو لاس‌رسی ډېر شو. په اوس وخت کې د کبانو فارم لرونکي د دې برخې د کمېدو لاملونه وروستي سېلابونه، وچکالۍ او په هېواد کې سیاسي بدلون په ګوته... Читать дальше...

کابل کې يوه ځوان وړيا ښوونيز مرکز او کتابتون پرانيستي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې افغان هدایا پلس وړیا کتابتون او ښوونیز مرکز، چې چارې یې د نوید الله نیکزاد په نوم یو ځوان پر مخ وړي. نوید الله نیکزاد چې خپله یو محصل دی، یو کال د مخه یې یو کتابتون اداره کاوه، چې په دې کتابتون کې شاوخوا دوه زره کتابونه موجود وو او دا کتابونه خلکو ته وړیا او د نورو کتابونو په بدل کې یعنې د تبادلې په ډول د مطالعې لپاره ورکول کېدل. د ښاغلي نیکزاد په وینا وروسته له‌هغې چې د طالبانو حکومت له‌خوا پر ښځو او نجونو د زده‌کړو بندیزونه ولګول شول، د کتابتون فعالیت کم شو ځکه ډېری مراجعین یې نجونې وې او دی دې ته اړ شو، چې کتابتون بند کړي. Читать дальше...

د پخواني پوځيانو د وژنې دوام؛ د تېر نظام د ځانګړې قطعې د سرتېري 'ستار سيرت' د وژنې ادعا شوې

Pa.azadiradio.com 

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه کس د ټوټه شوي جسد یوه ویډیو خپره شوې، چې ادعا کېږي د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړې قطعې پخوانی سرتېری، ستار سیرت دی. په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، ستار سیرت د ځانګړو کومانډو ځواکونو یو پخوانی سرتېری و، چې دوه اوونۍ وړاندې د مزارشریف – سرپل له لارې تښتول شوی و او وروسته یې جسد په همدې سیمه کې وموندل شو. ویل کېږي چې نوموړي د کابل ښار په یوه رستورانت کې کار کاوه. هڅه مو وکړه چې د ستار سیرت له کورنۍ سره خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شو. دا په داسې حال کې... Читать дальше...

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ډېرېدل؛ خلک يې اندېښمن کړي دي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ پر ډېرېدو د خلکو اندېښنې! ۲۴ کلنه سهیلا د هرات ولایت اوسېدونکې ده، چې په دې وروستیو کې په کرونا ویروس اخته شوې ده. سهیلا وايي، نه پوهېږي چې په دې ناروغۍ څنګه اخته شوه، خو په خبره یې ډاکټر ته د تګ ځنډ یې د دې لامل شوی، چې دوه ماشومانو یې هم پرې اخته شي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زه پخپله هم په دې وروستیو کې د کرونا په ناروغۍ اخته وم، فکر مې کاوه چې ساده زکام دی، ما درمل لکه پاراسټامول وخوړول، وروسته مې ولیدل چې د شپې مې سینه هم نیسي او سهار به مې بیا ساه نه شوه اخیستلی. Читать дальше...

د پاکستان پخوانی پوځي مشر په ۷۹کلنۍ کې مړ شو؛ ايا په خپل سياسي ژوند کې بريالی و؟

Pa.azadiradio.com 

د مشرف ناروغي: د پاکستان پخواني پوځي مشر، جنرال پروېز مشرف، چې د یوې سپینې کودتا په نتیجه کې واکمن شوی و، نن یکشنبه (د فبروري میاشتې پر ۵مه) تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر د دوبۍ په یوه روغتون کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. مشرف له کلونو راهیسې د ایمالایډوسېس (Amyloidosis) په نوم په یوه ناروغۍ اخته وو. د برېتانیا د روغتیا ملي اداره، دا یوه داسې "کمسارې او جدي" ناروغي ده چې په‌کې د وجود "په غړو او بافتونو کې د ایمالایډ په نوم غیرعادي لحمیات یا پروټینونه" جمع کېږي. د يادې ادارې په خبره،... Читать дальше...



د پاکستان د پخواني پوځي مشر پروېز مشرف سياسي ژوند او د واک ترلاسه کول

Pa.azadiradio.com 

د ۱۹۹۹ز کال د اکتوبر د دولسمې ماښام مهال پاکستاني عسکر د دولتي ټلوېزیون پي ټي وي په تړلیو دروازو ور وختل. ساعت وروسته د هغه وخت د پوځ واکمن مشر جنرال پروېز مشرف په ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د صدراعظم میا محمد نواز شریف حکومت یې ړنګ او ځان یې د پاکستان اجرایوي مشر ټاکلی. هغه پاکستانیانو ته ډاډ ورکړ چې وضعه تر کنټرول لاندې ده. نوموړي هغه مهال وويل: "زه یوازې غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې په هېواد کې وضعیت په بشپړ ډول ارامه، باثباته او تر کنټرول لاندې دی، هیڅ بهرنی ځواک دې فکر نه‌کوي چې له اوسني وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي. Читать дальше...

د سرې مياشتې ټولنه: شاوخوا لس مليونه افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په افغانستان کې شاوخوا لس ملیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د کاپیسا يوه بې‌وزله اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم يې ياد شي وايي، په دې ولایت کې د هوا د سړېدو له امله له سختو ستونزو سره مخامخ ده. نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، خاوند یې بې روزګاره دی او په سړه هوا کې د خونو د ګرمېدو د وسایلو د نه درلودلو له امله یې ماشومان ناروغان شوي دي. ياده مېرمن وايي: "موږ په کرایي کور کې ژوند کوو، خاوند مې بې روزګاره دی، تر... Читать дальше...

خان جان الکوزی: په تېرو ۲ مياشتو کې کابل او يو شمېر ولايتونو کې ۱۳سوداګر تښتول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو دوه میاشت کې دیارلس تنه سوداګر په کابل او نورو ولایتونو کې تښتول شوي دي. يو کس چې کابل کې د موټرو سوداګري کوي او نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې واخيستل شي وايي، د تښتونکو له‌خوا د کابل په پنځمه ناحیه، میرویس میدان (کوټې سنګي) کې وتښتول شو او له پنځه ویشت ورځو وروسته د پنځه لکه ډالرو په بدل کې بېرته خوشې شو. ده ازادي راډيو ته وویل: "لاس یې راواچاوه، کوم شی یې راباندې بوی کړل او بیا زه پوهېدلی نه یم. کله چې دو ساعته وروسته په... Читать дальше...

پاکستان کې د ویکيپېډیا تړلو د فعالانو او پوهانو غبرګونونه پارولي دي

Mashaalradio.com 

ویکیپېډیا یو داسې انټرنېټي پوهنغونډ دی چې پکې هر کس خپل اکاونټ یا حساب پرانیستی شي او پکې لیکنې کولای او مطالب بدلولای شي. خو هر کس چې دا کار کوي او نوې لیکنه کوي یا یوې لیکنې ته نوي معلومات وراضافه کوي نو د باوري سرچینو لکه مقالو، کتابونو او رسنیو حوالې به ورکوي.

طالبان ولې د نجونو او مېرمنو د حقوقو د ورکړې برخه کې څرګند ځواب نه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري د بشري مرستو له رسونې څخه د ښځو راګرځولو او له ښوونځیو څخه د نجونو د راګرځولو پرېکړې ټوله ټولنه له خوړو او راتلونکې بې برخې کړې. د نوموړې د دې څرګندونو په اړه مرسلین ارسلا، د سیاسي چارو له شنونکي حبیب الله هوتکي سره مرکه کړې. ښاغلی هوتکي د مرکې په پيل کې پوښتل شوی چې، د نړیوالې ټولنې له فشارونو او د افغانانو له غوښتنو سره سره ولې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړی په برخه کې څرګند ځواب نه وایي؟... Читать дальше...

د پوځ له مشرۍ تر ولسمشرۍ پورې د مشرف ژوند ته کتنه

Mashaalradio.com 

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف د فبرورۍ پر پینځمه تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر کې ومړ. پخوانی جنرال پروېز مشرف شاوخوا نهه کاله په واک کې پاتې شوی وو او په خپله واکمنۍ کې یې پاکستان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې ورشامل کړ. مشرف په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پرضد جګړې پر مهال د عملیاتو لپاره پوځ ځای پر ځای کړ. د هغه په واکمنۍ کې په بلوچستان کې هم د بېلتونپالو ډلو پرضد عملیات پیل شول. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

کرن ډېکر: پر نجونو او مېرمنو محدوديت افغاني ټولنه له راتلونکي بې‌برخې کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري له ښوونځيو او کاره د افغان مېرمنو منع کول ټوله افغان ټولنه له خوړو او راتلونکي بې‌برخې کوي. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکرد امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر یو شمېر طالب مشرانو د وېزې وروستیو محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، طالبان د بانکي سکتور د ښه کولو لپاره هیڅ هم نه‌کوي خو له ښوونځیو نجونو او په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي لپاره ډېر څه کوي. اغلې ډېکر... Читать дальше...

د اوکراين په لوهانسک کې وضعيت ناوړه بلل شوی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د لوهانسک سیمې والي سرهی هیدای وايي، اوکرایني ځواکونه لا هم په لوهانسک کې پر بیلو هوریفسکا کلي کنټرول لري. والي نن ویلي، چې وضعیت په دې کلي کې ناوړه دی، خو وضعیت په کنټرول کې دی. هیدای د اوکراین ملي ټلوېزیون ته ویلي: په روسیه کې داسې اطلاعات خپاره شوي وو، چې ګواکې بیلو هوریفکا کلی د روسي پوځیانو له‌خوا نیول شوی او له هغه ځایه د اوکراین وګړي شړل شوي دي، خو په اصلي کې د اوکراین پوځیان لا هم په خپلو سنګرونو کې دي. د ده په وینا هيڅوک نه‌دي نیول شوي او هلته د دوی دښمن حضور نه‌لري. د... Читать дальше...

ټاکل شوې د امريکا ولسمشر پولنډ ته سفر وکړي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پولنډ ته سفر وکړي. د پولنډ د بهرنۍ پالیسۍ یوه سلاکار مارچین پژیداچ (Marcin Przydacz) پرون شنبه یوه ټلوېوزیون ته په خبرو کې ویلي، ولسمشر جو بایډن به د پولنډ د ولسمشر اندژې دودا بلنې ته مثبت ځواب ووايي او پولنډ ته به دا سفر وکړي. د هغه په وینا پر دې موافقه شوې چې امریکايي لوری به په مناسب وخت کې د دې سفر دقیقه نېټه اعلان کړي، خو دا سفر به ډېر ژر ترسره شي. د پولنډ دغه چارواکي ویلي، د دې سفر پر چمتووالي کار روان دی او ده ویلي چې د پولنډ له امنیت د امریکا د ملاتړ دوام خورا مهم دی.

پاکستاني پوليسو د ټي‌ټي‌پي د دوو قوماندانانو د وژنې خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې يې د تحريک طالبان پاکستان یا (TTP) دوه قوماندانان وژلي دي. د پولیسو یوه افسر محمد علي ګنډاپور پرون شنبه ویلي، چې د طالبانو دغه وژل شوي قوماندانان د پولیسو د پنځو افسرانو د وژنې له کبله تر تعقیب لاندې وو او د دې تر څنګ د امنیتي ځواکونو پر پوستو په حملو کې هم دخیل وو. د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو د دغو دوو قوماندانو پر سر شا و خوا ۷۰۰۰ ډالره جایزه هم اعلان کړې وه. پولیس وايي څلور نور وسله‌وال او یوه اندازه مهمات یې نیولي دي.

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په یوه مانده کې د یوې اتلس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده. په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي، د وژل شوې نجلۍ جسد د سپین بولدک روغتون ته انتقال شوی خو لا یې هم خپل خپلوان نه‌دي موندل شوي. تر اوسه د دې پېښې څرنګوالی نه‌دی معلوم. د والي ویاند دغه راز زیاتوي، تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ د ملا ولي ویالې په سیمه کي د دوو کسانو ترمنځ د ځمکې پر سر په خپل منځي شخړه کې یو کس ویشتل شوی او وژل شوی دی.


Музыкальные новости
Тимати

Тимати показал идеальный пресс: горячее видео от рэпера





Rss.plus
Владимир Путин

Тема дня: Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета




Пьяный москвич попытался дать взятку автоинспектору в пачке сигарет

Прием заявок на Russian Event Awards открыли в Подмосковье

РФ заблокировала резолюцию о ядерном оружии в космосе: что известно

Минжилполитики Подмосковья напомнило о возможностях маткапитала




د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف ومړ

Mashaalradio.com 

د پخواني جنرال پروېز مشرف واکمنۍ یوشمېر لوړې ژورې لرلې او پر مهال یې هغه لومړی په ۲۰۰۶ز کې د بلوچستان د پخواني اعلاوزیر او ګورنر نواب اکبر خان بګټي او تر هغې یو کال وروسته د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د وژنو په مقدمو کې هم ونومول شو، خو هغه دا تورونه رد کړل.

د پاکستان پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف د يوې اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی پوځي مشر، پروېز مشرف په دوبۍ کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو. د پاکستان پوځ نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې د مشرف مړینه خواشینوونکې بللې او په دې اړه یې خواخوږي ښوولې ده. مشرف په ۱۹۹۹م کال کې د یوې سپینې کودتا په نتیجه کې قدرت په لاس کې واخیست او له ۲۰۰۱ څخه یې تر ۲۰۰۸م کاله پورې د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده. د هغه په واکمنۍ کې د افغانستان د تېر حکومت چارواکو دی د افغان طالبانو په ملاتړ تورناوه، هغه تور چې اسلام اباد په وار- وار رد کړی دی. پر... Читать дальше...

کابل کې د قصابانو کاروبار خراب شوی

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر قصابان وایي، د تېر په پرتله یې د غوښې خرڅلاو کم شوی دی. دوی وایي، خلک د کمزوري اقتصاد له امله نه شي کولی چې ان په میاشت کې یو ځل غوښه وپېري.

ټام وېسټ د کډوالو ادارې او د روغتيا نړيوال سازمان له مشرانو سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په جینوا کې یې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې او روغتیا سازمان له مشرانو سره کتلي. وېسټ نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا سازمانونه او نور مرستندویه ارګانونه په افغانستان کې په ژوند ژغورنکو عملیاتو بوخت دي او د مهاجرینو، کډوالو او د ناورینونو له قربانیو ملاتړ کوي. ټام وېسټ وايي، جینوا کې یې له خپلو نورو شریکانو سره هم د طالبانو په وروستیو بندیزونو او هغو سیاستونو بحث کړی چې له امله یې ملیونه افغانانو ته د مرستو رسول له ګواښ سره مخ کړي. Читать дальше...



Москва

Подключение системы отопления в Московской области


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Мэр рассказал о ходе благоустройства на западе города



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

«Где ваши манеры?»: интервью со звездным экспертом по этикету Дианой Булатовой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Кыргызстанцы завоевали медали на международном турнире по танцам в Москве

Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2

RU.TV превращает Русскую Музыкальную Премию в Мюзикл


Мария Шарапова

Первая ракетка России рассказала об общении с Шараповой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Вильфанд спрогнозировал июньскую погоду в Москве в ближайшие дни



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России