103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 02.06.2023

پېښور کې د معذوره ماشومانو لپاره د لوبو مېله جوړه شوې

Mashaalradio.com 

د پېښور ضلعي انتظاميې او د خيبر پښتونخوا د لوبو څانګې د جون پر لومړۍ نېټه د معذوره ماشومانو لپاره د لوبو يو ورځنۍ مېله جوړه کړې وه. د لوبو په دې سياليو کې د کرکټ، رسه کشۍ او فوټبال په ګډون ځينې نورې لوبې هم شاملې وې. د لوبو منتظمين وايي په هغو ساليو کې د نهه سکولونو تر ۲۵۰ زياتو زده کوونکو برخه اخيستې وه چې زياتره يې نجونې وې. نور حال په ويډيويي راپور کې وګورئ.

پر افغان ښځو لګېدلي بندیزونه؛ دا ځل معترضو ښځو یې پر ضد متفاوت اعتراض وکړ

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر معترضو ښځو او د افغانستان د ځواکمن غورځنګ غړو دا ځل په یو متفاوت ډول د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون اعتراض وکړ، داسې چې چادرۍ په سر د طالبانو ترانو ته نڅا کوي. هغه ویډیو چې معترضو ښځو ازادي راډيو ته استولی، لیدل کېږي چې د 'ناامیدۍ نڅا' په نوم په یوه ننداریز حرکت کې دا کار کوي. ازادي راډیو ته په رالېږل شوې دې ویډیو کې لیدل کېږي، څلور ښځې چې شنې او سپینې چادري یې اغوستي، د طالبانو ترانو ته نڅا کوي او بله ښځه چې د نارینه‌وو په جامو کې د طالبانو رول لوبوي، قمچینه په لاس دوی وهي. Читать дальше...



قرغزستان د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د دویمې ناستې کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

نن قرغزستان د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د دویمې ناستې کوربه دی. د ازادي راډیو د قرغزي برخې د راپور پر بنسټ، د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا اوسنۍ اړیکې او سیاسي، تجارتي، اقتصادي، فرهنګي او بشردوستانه مسایل د دې ناستې د بحث مسایل دي. په دې ناسته کې د اروپا د شورا مشر او د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو هم ګډون کړی دی. ناسته د چلپون اتا په ښار کې پیل شوې ده.

طالبانو په ننګرهار کې د داعش د دوو غړیو د وژلو ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ننګرهار ولایت کې یې د داعش د یوه قومندان په ګډون دوه کسان وژلي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د داعش دغه دوه غړي د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ د وچ تنګي په کلي کې ووژل شول. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې عملیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "داعش ډله اوس په افغانستان کې د نابودۍ مرحلې ته رسېدلې ده. په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د اغېزناکو عملیاتو په ترڅ کې د دوی پټنځایونه له منځه... Читать дальше...

کرکټ؛ افغانستان د ۶ وېکټو په توپير سریلانکا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړنۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې خپل کوربه سریلانکا ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. دغه سیالي چې نن جمعه د جون ۲مه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. کوربه لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۶۸ منډې جوړې کړې. سریلانکا ته چاریت اسلانکا او دننجایا دیسلوا په ترتیب سره ۹۱ او ۵۱ منډې وکړې. په افغان توپ اچونکو کې بیا فریداحمد او فضل حق فاروقي ۲ـ۲، عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمن، نوراحمد او محمدنبي یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه. Читать дальше...

ننګرهار کې د پولیو د څلورمې پېښې ثبتېدل؛ چارواکي: د نورو پېښو د پېښېدو کېدو امکان هم ډېر دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د څلورمې پېښې په ثبت سره د پولیو د له منځه وړلو عملیاتي مرکز خبرداری ورکوي چې ښايي د یاد ویروس پېښې په راتلونکې کې زیاتې شي. په تېرو ۱۸ ورځو کې د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې د ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوي چې تازه یې د پنجشنبې په ورځ د همدغه ولایت په بهسودو ولسوالۍکې وه. د طالبانو د عامې ورغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف د پولیو پروګرام څانګې دې پېښې د ثبت پخلی کړی او ویلي چې ګوزڼ وهلی ماشوم څلور کلن دی.... Читать дальше...



په کندهار کې د انارګل دودیزه مشاعره شوې

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه کندهار کې د انارګل دودیزه مشاعره ترسره شوه. په سږنۍ مشاعره کې د طالب چارواکو ترڅنګ ، شاعرانو، فرهنګپالو او عامو خلکو ګډون کړی وو. د مشاعرې ګډونوالو په خپلو شعرونو کې د کندهار د سياسي ارزښت ترڅنګ، له نړۍ او ګاونډيانو سره پر ښو اړيکو ټينګار درلود او دغه راز یې تر ډېره د طالبانو په پلوۍ شعرونه او ترانې وویلې. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر شاعرانو او فرهنګپالو د طالبانو حکومت تورن کړی چې دغه ډول ولسي مشاعرې یې انحصار کړي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له خوښۍ پرته انتقادي شعرونه ووايي. Читать дальше...

چادریو کې د ښځو اعتراضي نڅا د طالبانو له ترانې سره

Pa.azadiradio.com 

ځینو ښځینه اعتراض کوونکو پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې د 'په ناهیلۍ کې نڅا' تر نامه لاندې خپل اعتراض څرګند کړ. په دغو ويډیوګانو کې چې معترضو ښځو رسنیو ته استولي لیدل کېږي چې ځینو ښځو چادري اغوستې او د طالبانو له ترانې سره نڅا کوي.

یوې افغانې مېرمنې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو ماشومانو ته ښوونځی جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

یوې افغانې مېرمنې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې افغان کډوالو ماشومانو ته ښوونځی جوړ کړی دی. فرشته هاشمي چې خپله هم په کډوالۍ کې لویه شوې ده وايي، موخه یې له دې کار دا ده، چې دغه ماشومان له زده کړو پاتې نه شي. افغان کډوال ماشومان هم د دغه ښوونځي په جوړېدو خوښ دي. فرشته له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم ته پام وکړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

عدالت له پښتونخوا مېپ څخه جلا شوې ډله د ګوند له نوم او بیرغ کارولو منع کړې

Mashaalradio.com 

عدالت په خپله پرېکړه کې دا هم وويل له پښتونخوا مېپ څخه بېله ډله دې د پښتونخوا لايرز فورم او پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن نومونه هم نه کاروي. بل خوا د هغې ډلې مشرانو ته دا هم ويل شوي چې برېښنایي او چاپي رسنیو ته دې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له نامه څخه خبرپاڼې نه ورکوي.

چارواکي: د کییف پر فضا ۱۵ میزاییل او ۲۱ بې پېلوټه الوتکې ویشتل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي وايي، د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د پلازمېنې کییف پر فضا ټول ۱۵ توغول شوي میزاییل او ۲۱ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي. روسي پوځیانو د مې میاشتې له پیله پر اوکراین په ځانګړي ډول کییف خپلې حملې شدیدې کړې دي. روانه میلادي میاشت کییف ښار، د روسیې د هوايي حملو په ۱۹ څپو کې په نښه شوی دی. د اوکراین چارواکي وايي، د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د پلازمېنې کییف پر فضا ټول ۱۵ توغول شوي میزاییل او ۲۱ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي. د کییف پوځي چارواکو ویلي، چې پرون د توغندیو د ټوټو د لوېدو له... Читать дальше...

اوکراین د کییف پر فضا د لسګونه توغنديو او بې پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي وايي، د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د پلازمېنې کییف پر فضا ټول ۱۵ توغول شوي میزاییل توغندي او ۲۱ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي. دا شپږمه پرله پسې ورځ ده، چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه خپلو حملو ته دوام ورکړی دی. د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر وايي، په نننیو حملو کې چې له څو استقامتونو د استوګنې پر سیمو کې شوي، یو ۶۸ کلن سړی او ۱۱ کلن ماشوم ټپیان شوي دي. روسي پوځیانو د مې میاشتې له پیله پر اوکراین په ځانګړي ډول کییف خپلې حملې شدیدې کړې دي.

د کراچۍ له زندان څخه ۲۰۰ هندي کب نيوونکي خوشې کړل شوي

Mashaalradio.com 

د جون په لومړۍ نېټه د کراچۍ له زندان څخه د هند ۲۰۰ کب نيوونکي خوشي کړل شوي دي. د هند دغه کب نيوونکي له تېرو څو کلونو راهيسې د کراچۍ په زندانونو کې ول چې د پاکستان په سمندري حدودو کې په ناقانونه توګه د ماهيانو (کبانو) نيولو په تور نيول شوي ول. په دې اړه نور تفصيل په ويډيويي راپور کې وګورئ.

افغانستان په اړه د امنیت شورا جوړېدونکې غونډه؛ نسیبه: د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میلادي میاشتې په پای کې پر افغانستان غونډه کوي. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د متحده عربي اماراتو دایمې استازې چې روانه میاشت د دغې شورا دوره یې مشري هم کوي که څه هم د افغانستان په اړه د جون میاشتې د ۲۱ مې نېټې د جوړېدونکې ناستې ډېر جزییات ورنه کړل، خو وې ویل، چې امنیت شورا به د افغانستان په اړه خپل تمرکز ته دوام ورکړي. لانا نسیبه تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی او د افغان ښځو د حقونو د مسلې په اړه د امنیت شورا ټول غړي هېوادونه یو او واضح دریځ لري. Читать дальше...

کرکټ؛ د سریلانکا لوبډلې افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې پر وړاندې ۲۶۸ منډې جوړې کړې. دغه سيالي چې نن د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې ده، افغان لوبډلې پچه وګټله او سریلانکا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. کوربه لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۶۸ منډې جوړې کړې. سریلانکا ته چاریت اسلانکا او دننجایا دیسلوا په ترتیب سره ۹۱ او ۵۱ منډې وکړې. په افغان توپ اچونکو کې بیا فریداحمد او فضل حق فاروقي ۲ـ۲، عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمن، نوراحمد او محمدنبي یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میلادي میاشتې په پای کې پر افغانستان غونډه کوي. په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو سفیرې لانا نسیبه پرون پنجشنبه په یوه کنفرانس کې وویل، دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه نېټه جوړه شي. متحده عرب امارات روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي. نسیبه وویل، امارات به د امنیت شورا د غړي او دوره يي مشر په توګه هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه د هېوادونو همغږي لا پیاوړې شي. دا چې په دې غونډه کې به دقیقاً پر کومو مسایلو خبرې وشي، زیات توضیحات نه دي... Читать дальше...

امریکا د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو پرون د ایران د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول. پر دغو کسانو تور دی چې غوښتل یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن، ځینو نورو کسانو او د امریکا د حکومت د یوه بل چارواکي د وژلو لپاره په پراخو توطئیو کې همکاري وکړي. د ادعا له مخې د جان بولټن د وژلو دسیسه ښه مستنده شوې او د امریکا څارنوالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو دا د ایران د سپاه پاسداران یوه دوامداره هڅه ګڼلې، چې غواړي د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهال چارواکي په نښه کړي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт группы "Пикник" начался с минуты молчания в память о погибших в "Крокусе"





Rss.plus
Россия

Всем по местам: в России назвали топ благополучных регионов




NYT: США передали РФ не все данные об угрозе теракта из страха сдать источники

«Мне жена подарила обручальное кольцо»: Артем Ткаченко рассказал о самых дорогих презентах

КОМПАНИЯ LG НАЗВАНА ПАРТНЕРОМ ГОДА ENERGY STAR 2024

Полезная химия




لسګونه پناه غوښتونکي د ترکیې له یوروس سیند څخه یونان ته اوښتي

Pa.azadiradio.com 

د یونان سرحدي ساتونکي او ژغورندویې ډلې وايي، د ماشومانو په ګډون په لسګونو پناه غوښتونکي پرون پنجشنبه د ترکیې له یوروس سیند نه د اروپايي ټولنې دغه غړي هېواد ته اوښتي دي. د یونان یوې راډیو راپور ورکړی چې د دغو پناه غوښتونکو شمېر ۱۳۸ ته رسېږي چې د یوروس سیند د یونان د اړخ په یوه کوچني ټاپو کې موندل شوي دي. ریل اف ام راډیو د یونان د سرحدي ساتونکو د ویاند په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، ټول پناه غوښتونکي چې د سوریې وګړي دي، د خوندیتوب لپاره بل ځای لېږدول شوي دي. ویل شوي په دوی کې ۵۲ یې ماشومان دي. Читать дальше...

په کراچۍ کې وکيل او مدني فعال جبران ناصر "تښتول شوی" دی

Mashaalradio.com 

د نوموړي مېرمنې منشا پاشا پر ټولنیزو رسنیو په خپرې شوې ویډیو کې ویلي چې د جون پر لومړۍ نېټه کور ته د تلو پر مهال يې شاوخوا ۱۵ کسانو لاره ونیوله. "موږ تر ډوډۍ خوړو وروسته کور ته پر لاره وو، چې یوه سپین ډبل کېبين موټر کې شاوخوا ۱۵ وسلوالو لاره بنده کړې وه. زما خاوند يې له ځانه سره بوتلو.''

د اردن وليهعد له سعودۍ مهندسې سره واده وکړ

Mashaalradio.com 

د جون پر لومړۍ نېټه د اردن وليعهد حسین بن عبدالله واده وشو. د هغه واده د سعودي عرب له یوې مهندسې (معمارې) رجوه ال سیف سره وشو. په هغه واده کې شاوخوا ۴،۰۰۰ کسانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

په کندهار کې د تریشل جوړولو یوه فابریکه فعاله شوې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د تریشل د تولید فابریکه فعاله شوې چې ۹۵ سلنه پرزې یې په همدې فابریکه کې جوړېږي. کروندګر هم د دې فابریکې له محصولاتو خوښي څرګندوي او وايي چې د غنمو د حاصلاتو فصل دی او د دې فابریکې جوړ شوي تریشلونه د بهرنیو وارد شویو په پرتله خورا ګټور دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

واشنګټن پوسټ: د اسټرالیا لوړ رتبه سرتېري د 'جنګي جرمونو' قضیه وبایلله

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېري قضیې ته په اشاره لیکي چې د اسټرالیا لوړ رتبه سرتېري د 'جنګي جرمونو' قضیه وبایلله. بین رابرټس سمېت یو له هغو ۱۰۱ اسټرالیایي سرتېرو دی چې د ویکټوریا کراس، د زړورتیا تر ټولو لوړو مډالونو څخه یو يې ترلاسه کړی، او د اتل په توګه ستایل شوی. واشنګټن پوسټ لیکلي چې د سیډني د محکمې پرونۍ د جون لومړۍ پرېکړه د یوې قضیې لپاره ډراماتیک پای دی چې تر سلو ورځو زیاته وخت یې واخیست، تر ۱۵ میلیونه ډالرو زیات لګښت یې درلود او په افغانستان... Читать дальше...

ایف‌ایس‌بي: د روسي ډیپلوماتانو زرګونه آیفونونه تر پراخ سایبري برید لاندې راغلي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې یا 'ایف ایس بي' ادعا کړې چې د دغه هېواد د ډیپلوماتانو په زرګونو آیفونونه تر پراخ سایبري برید لاندې راغلي دي. دې ادارې د پنجشنبې په ورځ د جون په لومړۍ په یوه بیان کې ادعا وکړه چې هکرانو ظاهراً د ناټو غړو هېوادونو، د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو او همدارنګه په چین، اسراییلو او سوریه کې د روسیې په سفارتونو او قونسلګریو کې د روسي ډیپلوماتانو آیفونونه په نښه کړي دي. اعلامیې د دې ادعا جزییات او شواهد نه دي وړاندې کړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د 'اپل' ټکنالوژۍ... Читать дальше...



Москва

Топливному компромиссу между Украиной и Азербайджаном пришел конец?


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Новый путепровод улучшит пропускную способность других трасс



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Любовь Успенская назвала россиян своей семьей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Актера Свиридова госпитализировали из-за инфицирования после операции в Москве

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»

GeekVape в сотрудничестве с Absolute Racing выиграла чемпионат в категории GT3


Дарья Касаткина

«Бомж» Дарья передает всем привет»: Касаткина ответила на слова Винер



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Энергетические поля компенсируют растущие потребности в электроэнергии



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России