د چاپېريال ساتنې نړیواله ورځ؛ بارکزی: پلاستیک د چاپېریال دښمن دی
نن د جون پنځمه د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سازمان په دې اړه په یو پیغام کې ویلي چې ۲۰۲۳ میلادي کال د دې یادونه ده چې پلاستیکې ککړتیا په مخنیوي کې د حکومتونو او خلکو ونډه مهمه ده. د کابل ښار یوه اوسېدونکې ۲۴ کلنه لیدا عدالت وايي، د پلاستیکې ککړتیا د مخنیوي لپاره باید د پلاستیکي کڅوړو پر ځای له کاغذي کڅوړو ګټه واخیستل شي. هغې ازادي راډيو ته وویل: "پلاستیک د طبیعت وژونکی دی، چې له امله یې چاپېریال خرابېږي او ډېری هغه کثافات چې طبیعت ککړوي، هغه دي چې د ټرانسپورټ لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. Читать дальше...