103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 06.06.2023

په هرات کې طالبانو د ږیرو په خریلو بندیز لګولی

Mashaalradio.com 

د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو چارواکو امر کړی دی چې نایان دې خلکو ږیرې نه خروي. دوی ویلي چې دا اقدام یې د شریعت له مخې کړی دی خو نایانو او اوسېدونکو ویلي چې باید طالبان خپله دا پرېکړه بیرته واخلي. انیسه اجمل په دې اړه د ایسوشېټېډ پرېس او رویټرز خبري اژانسونو له ویډيوګانو دا راپور جوړ کړی دی

طالبان: په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۷ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د ۱۰۶ مثبتو پېښو د ثبت او په دغه ناروغۍ د ۷ اخته کسانو د مړینې خبر ورکوي. سید رحمان چې د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د څارویو کاروبار کوي وايي، تر ۵۰ ډېرې غواګانې او پسونه لري. هغه ازادي راډيو ته وویل چې مېرمن یې څو ورځې وړاندې د غوا د شیدو پر مهال د غوا په بدن کې د کنې په واسطه وچیچل شوه او له هغې وروسته د کانګو په تبې اخته شوه. سید رحمان زیاته کړه، له هغې وروسته دغه ناروغي د دې د کورنۍ ۷ غړو نور ته هم سرایت وکړ. نوموړی وايي... Читать дальше...

په عربستان کې د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې نن د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو. دا خبر د سعودي رسنیو ورکړی دی. په ریاض کې د ایران سفارت څو میاشتې وروسته له هغې پرانستل کېږي چې دغو دواړو سیمه ییزو سیالانو د چین په منځګړیتوب د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د بېرته ټینګېدو په اړه موافقه وکړه. ایران او سعودي عربستان له څو کلونو تربګنۍ وروسته چې په منځني ختیځ کې یې ثبات له خطر سره مخ کړی او د یمن، سوریې او لبنان په ګډون یې سیمه ییزو شخړو ته لمن وهلې وه، په تېره مارچ میاشت کې په خپلو دوه اړخیزې اړیکې بېرته ټینګې کړې. Читать дальше...



افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو د تمدید طرحه د امریکا کانګرس ته وړاندې شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس درېیو غړو د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا 'ایس آی وي' پروګرام د غځولو طرحه د دغه هېواد کانګرس ته وړاندې کړه. تازه د امریکا د کانګرس درېیو جمهوریت غوښتونکو او ډیموکراتو غړو د دغه هېواد کانګرس ته یوه طرحه وړاندې کړې او د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو یا 'ایس آی وي' ویزو د پروګرام د غځولو غوښتنه یې ترې نه کړې. له افغانو متحدینو څخه د ساتنې قانون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې تصویب شو او له مخې یې هغو افغانانو ته د ځانګړو ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرولې چې په... Читать дальше...

د بدخشان لپاره د طالبانو سرپرست والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې طالب چارواکي وايي، نن سهار د دې ولایت په مرستیال او سرپرست والي نثاراحمد احمدي موټر بم برید شوی چې په پایله کې هغه له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای وژل شوی دی. په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د فیض‌اباد ښار د محکمې څلور لارې سیمه کې شوې چې په کې شپږ تنه ټپیان شوي هم دي.

ایران په کور دننه لومړنی جوړ شوی بالسټیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نن سې‌شنبې په کور دننه جوړ شوی لومړنی داسې بالسټیک توغندی وښود، چې تر غږه چټک ځي. د ایران دولتي رسنیو د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د چارواکو له قوله ویلي چې د فتاح په نوم دغه هایپرسونیک توغندی له هر ډول دفاعي چتر څخه تېرېږي، خو د دغې ادعا په اړه شواهد نه‌دي وړاندې شوي. د راپورونو له مخې د دغې نوي توغندي د ښودلو په مراسمو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قومندانانو او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسې چې نوم یې ده پخپله غوره کړی، ګډون کړی و. Читать дальше...

اقلیمي شرایط او وچکالي؛ ایف اې او: سږ کال به په افغانستان کې د غلو دانو د حاصلاتو کچه کمه وي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا 'ایف اې او' وړاندوینه کړې، چې سږ کال به په افغانستان کې د غلو دانو د حاصلاتو کچه له منځنۍ کچې ټیټه وي. په افغانستان کې یو شمېر کروندګر، سږ کال د دوی حاصلات د تېرو کلونو په پرتله نیمايي اټکلوي. د بامیان ولایت د مرکز د سر اسیاب کلي اوسېدونکي زمان علي ازادي راډيو ته وویل: "له کرنې څخه به مو عاید اخیست، مثلاً د لس خرواره تخمونو څخه به مو درې خرواره غنم اخیستل، خو سږ کال شاید درې خرواره غنم هم ونه‌شي. وچکالي او د اوبو کمښت مونږ ته ډېر زیان رسولی. زمونږ ګاونډیان،... Читать дальше...

اروپايي ټولنې د افغان نجونو زده‌کوونکو مسموميت یو بوږنونکی جنابت وباله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ماموریت شارژدافېرې رافایلا یودیچې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځي له شپېتو د زیاتو زده‌کوونکو مسمومېدل یو بوږنونکی جنایت بللی دی. نوموړې په یوه ټویټ کې یې ټولو ته د عاجلې روغتیا د هیلې ترڅنګ ویلي چې هر ماشوم د زده‌کړې او ښه خوندیتوب لپاره د خوندي ځای مستحق دی او ښوونځي باید امن ځایونه وي. د راپورونو له مخې دا پېښه وړمه ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې رامنځته شوې او ویل شوي چې شاوخوا اتیا نجونې او د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په ګډون نهه تنه نور هم مسموم شوي دي. Читать дальше...



د هلمند ځینې اوسېدونکي: د کجکي د بند اوبه ایران لوري ته پرېښودل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ځینې اوسېدونکي وايي، د کجکي د بند اوبه د ایران لوري ته پرېښودل شوي دي. دوی ازادي راډيو ته دا هم وویل چې د طالبانو لوړپوړو مشرانو تازه د کجکي د بند څخه لیدنه هم کړې ده. د سیمې خلک زیاتوي، طالبان اوسمهال د کجکي بند شاوخوا خلکو او خبریالانو ته د تګ اجازه هم نه ورکوي. ځايي خلک وايي، د کجکي بند کاسه له اوبو نه، بلکې له خاورو ډکه ده. دوی له واکمنو طالبانو غوښتنه کوي چې له ايران دې اوبه راوګرځوي او د یاد بند کاسه دې پاکه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د غويي پر ۲۸مه نېټه د ایران ولسمشر ابراهیم... Читать дальше...

پاکستاني پولیسو د جوجیستو افغان ورزشکاره 'ارزو احمدي' نیولې

Pa.azadiradio.com 

د جوجیستو افغان ورزشکاره ارزو احمدي چې تازه یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی اسلام اباد ته په لاره پاکستاني پولیسو نیولې ده. ارزو احمدي وايي د پاکستان په کراچۍ کې د څلورو هېوادونو په سیالیو کې د ګډون لپاره دغه ښار ته تللې وه، خو د اسلام اباد ته د بېرته راتګ پر مهال د سند پولیسو ونیوله. دې چې په دغه سیالیو کې یې لومړی مقام او د سرو زرو مډال وګاټه وايي، پاکستاني پولیسو د خپلې خوښۍ نمانځلو ته پرې نه‌ښوده. هغې نن سهار ازادي راډيو ته په استولي یو غږیز پیغام کې ویلي: "پولیسو نیولې یم. Читать дальше...

سیګار: په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره پاکستاني کډوال ژوند کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره هغه کډوال ژوند کوي چې اکثره یې په ۲۰۱۴ م کال له پاکستانه دې هېواد ته کډه شوي دي. سیګار نن سې شنبې په یوه ټویټ کې د دې خبرې تر څنګ کډوال تر ټولو زیانګالي خلک بللي چې د ملګرو ملتونو په وینا ۹۶ سلنه یې خوړو او ۵۹ سلنه یې سرپناه ته اړتیا لري او ۴۹ سلنه یې هم روغتیایي خدمتونو ته. اکثره دغه کډوال د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د وزیرستانونو اوسېدونکې دي چې هغه مهال په سیمه کې د سخت دریځو وسله والو په... Читать дальше...

کرکټ؛ سبا افغانستان او سریلانکا درېيمه سيالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به سبا چهارشنبه د جون ۷مه درېیمه یو ورځنۍ سیالي ترسره شي. دغه لوبه به د کابل پر وخت سهار نهه بجې پيل شي. د دې لوبلړۍ په ترڅ کې لومړۍ سیالۍ افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر ګټلې وه، خو په دویمې سیالۍ کې بیا سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه. د سریلانکا کرکټ بورډ د دې لوبلړۍ تر پیل وړاندې د خپلې ۱۶ کسیزې لوبډلې د اعلانېدو پرمهال ویلي وو، چې دا یې یوازې دوه لوبو ته اعلان شوې لوبغاړي دي؛ ښايي سبانۍ سیالۍ ته په لوبډله کې ځینې تغیرات رامنځته کړي. Читать дальше...

په سیف الله کلا کې د واک د لومړۍ غونډې حال

Mashaalradio.com 

تېره میاشت د بلوچستان په کلا سیف الله کې د ښځو د سیاسي، کلتوري او ادبي غورځنګ "واک "له اړخه یوه تېره میاشت د بلوچستان په کلا سیف الله کې د ښځو د سیاسي، کلتوري او ادبي غورځنګ "واک " له اړخه یوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د سیمې نجونو پر خپلو مسلو خبرې او بحثونه وکړل. دا په سیف الله کلا کې د واک غورځنګ لومړۍ غونډه وه. په دې پروګرام کې د دغه غوڼدې په اړه تاسو ته معلومات درکوو. د پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده..

ټېسټ کرکټ؛ سبا د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ټېسټ اتلولیو د پيل شویو سیالیو پایلوبه سبا چهارشنبه د جون ۷مه د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ پیلېږي. دغه سیالي به د انګلستان په 'اوول' لوبغالي کې په ځايي وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې پيل شي. دواړه لوبډلې له یوې اونۍ راهیسې لندن ته راغلي او په تمریناتو بوخت دي. په دې پایلوبه کې به د یادو لوبډلو په ۱۱کسیز ترکیب کې د کرکټ د نړۍ مشهور ستوري ویرات کولي، روحیت شرما، سټیف سمېټ، مېچل سټارک، ډیوېډ وارنر، شبمن ګېل، محمد شامي او نتن لاین لوبه وکړي. د ویلو ده چې د دې پایلوبې ګټونکې... Читать дальше...

کندهار کې د درملو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولایت کې د سنو فارما په نوم د درملو د تولید فابریکه پرانیستل شوه. دغه فابریکه د ۷۱ پانګه‌والو له‌خوا د یوه سهامي شرکت په مټ د شپږو کلونو په موده کې جوړه شوې، چې شاوخوا پنځوس میلیونه ډالر پانګه‌ونه پرې شوې. د يادې فابریکې پانګه‌وال وايي، فابریکه یې د 'ډبلیو ایچ او' او 'جي ایم پي' په نړیوال سټنډرډ برابره ده، چې دا مهال په اتو ساعتونو کې د ۵۶ لکه ټابلېټونو، دوه میلیونه کپسولونو او شپېته زره بوتله شربتو د جوړلو ظرفیت لري. په دې اړه نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو د بدلون بهیر پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وايي چې په هېواد کې له زړو بانکنوټونو سره د نویو هغو د بدلون پروسه پیل شوې. د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي، نن په یوه بیان کې وویل چې د لسو او شلو افغانیو زاړه بانکنوټونه له نن څخه له نویو بانکنوټونو سره بدلېږي. بیان زیاتوي چې خلک کولی شي زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک څانګو کې او نورو سوداګریزو بانکونو ته وروړي او پر ځای یې نوي هغه ترلاسه کړي. د هېواد مرکزي بانک وايي، د بانک‌نوټونو د بدلون لپاره هېڅ کمېشن نه اخلي. له دې مخکې ډېرو خلکو د زړو بانک‌نوټونو له چلند... Читать дальше...

يو ښوونیز بنسټ: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان یو ښوونیز بنسټ وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د جدي سرغړونو ډېرې پېښې په کې ثبت شوي دي. که څه هم د یوې ویډیو د ثبت او ځای کره نېټه معلومه نه‌ده، خو په کې یو شمېر نجونې د ټولګي دننه د خپل زړه درد د شعر په ژبه بیانوي. له دوی یو شمېر نورې یې بیا ژاړي. په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیوو خپرونکو لیکلي، دا ویډیو د شپږم ټولګي د نجونو ده چې سږ کال له زده‌کړو فارغېږي او باید راتلونکی کال اووم ټولګي ته ولاړې شي، خو دا چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته... Читать дальше...


Музыкальные новости
Олег Митяев

Олег Митяев отменил концерты в Тюмени и Тобольске





Rss.plus
Татьяна Рязапова

АИРР на Стартап-туре 2024




Синоптик Позднякова рассказала, когда в Москве начнет активно таять снег

«До конца жизни проведут в гробу»: Стало известно, в каких условиях будут жить террористы, осужденные за теракт в «Крокусе»

Тема дня: К 2030 году в РФ подготовят более 1 млн специалистов по IT

Доходы от продажи билетов восьми матчей РПЛ передадут пострадавшим в теракте




د ماشومانو يوه ټولنه: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري

Pa.azadiradio.com 

د 'تعلیم انتظار نه‌شي کولای' په نوم د ماشومانو د ملاتړ ټولنه وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو تر ټولو زیات مستند موارد لري. د ملګرو ملتونو دې اړوندې موسسې، چې په بېړنیو حالاتو او اوږدمهالو کړکېچونو کې د ماشومانو د زده‌کړې لپاره بسپنه راټولوي په یو بیان کې ویلي، پر ماشومانو حملې باید سمدستي بندې شي. دې ټولنې د نړۍ له مشرانو هم غوښتي چې د ماشوم د حق د کنوانسیون او د خوندي ښوونځيو د نړیوالې اعلامیې د سپارښتنو په اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي او نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو انډول امکانات برابر کړي. Читать дальше...

د امريکا د بهرنيو چارو وزير سعودي عربستان ته روان شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د جون ۶مه سعودي عربستان ته خپل سفر پیل کړ. د بلېنکن د سفر هدف به د واشنګټن او ریاض د ترینګلو اړیکو بیا جوړول وي. د دې دوو هېوادونو اړیکې، له تېرو څو کالو راهیسې د ایران او د سیمې د امنیتي پالیسیو پر سر سړې شوي دي. تمه ده چې بلېنکن به په پلازمېنه ریاض او ساحلي ښار جده کې له سعودي چارواکو او احتمالا ولیعهد محمدبن سلمان سره چې د سعودي رښتینی واکمن بلل کېږي وګوري. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان هم د مې په اوومه په سعودي عربستان کې و.

اوکرایني چارواکي: روسیې د دنیپر برښنا بند الوزولی

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو پر روسیې تور لګولی چې د دې هېواد په اشغال شوي جنوب کې پر دنیپر سیند جوړ د برښنا بند یې الوزولی دی. د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په وینا دې کار د دنیپر سیند میلیونونه لیټره اوبه د سیمې پر لور ورخوشې کړې دي. زیلینسکي دا یو تروریستي عمل بللی. اوکرایني چارواکي وايي، نن سهار له دې برید وروسته له خرسون څخه چې سیمې یې اوبو لاندې کړي، لسګونه زره کسان له کورونو وایستل شول. د چارواکو په وینا، د روسیې د حملې په نتیجه کې د اوبو سطح تر لسو مترو پورې لوړه شوه. په داسې حال کې چې احتمالاً... Читать дальше...

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت سرپرست والي ووژل شو

Mashaalradio.com 

د افغانستان په بدخشان ولايت کې د طالبانو حکومت سرپرست والي ملا نثار احمد احمدي نن (د جون پر شپږمه) په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي مشال راډيو ته وويل چې ملا احمدي په فېض اباد ښار کې د محکمې په څلور لارې کې په موټر بم برید کې په نښه شو. د هغه په خبره په دې حمله کې يو بل تن هم وژل شوی او ۶ نور ژوبل شوي دي.‌ تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې خو په بدخشان کې داعش وسله واله ډله فعاليت لري. دې ډلې تر دې مخکې د دغه ولايت د امنيې قوماندان عبدالحق عمر د وژلو ذمه واري‌هم منلې وه. Читать дальше...

له وکیلۍ تر خیاطۍ؛ نویده افضلي: خياطي چې کوم ژاړم

Pa.azadiradio.com 

د ژوند په سفر کې کله کله داسې څه پېښېږي، چې چا یې اټکل هم نه وي کړی، لکه له وکالته د خیاطۍ ماشین ته کېناستل. نویده افضلي همداسې یوه مېرمن ده. له نوموړې سره ثنا کاکړ خبرې کړي او دا راپور یې پرې چمتو کړی دی. د راپور اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:



Москва

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал важнейшие проекты социальной поддержки москвичей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Татьяна Рязапова

АИРР на Стартап-туре 2024




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Трехкратный обладатель Кубка Гагарина уволил тренера и назначил нового

В хоккейном ЦСКА сменился главный тренер

Отставка Кудашова и уход Гусева и Уила: кого «Динамо» рискует потерять после вылета из Кубка Гагарина


WTA

Александрова обыграла первую ракетку мира на турнире WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

КОМПАНИЯ LG НАЗВАНА ПАРТНЕРОМ ГОДА ENERGY STAR 2024



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России