Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 07.06.2023

دولت احمدزی: له سریلانکا سره لوبې ته سم نه و چمتو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلی پخوانی غړی او روزونکی دولت احمدزی په دې اند دی چې افغان لوبډله له سریلانکا سره د یو ورځنیو لوبو لپاره هغسې نه وه چمتو شوې چې پکار و. افغانستان د پنځوس اورونو د دریو لوبو د لړۍ په ترڅ کې یوه لوبه خپله کړه دوې یې بایلودې.

د لوبو له میدانه؛ افغان لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله. دغه راز افغان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړی دی. د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پیل شوې ده. د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لوبې کړي چې ۲۹ مقام ته رسېدلي او د سعودي عربستان په پرولیګ سیالیو کې فرانسوي فوټبالر کریم بینزیما له الاتحاد لوبډلې سره تړون کړی دی. په... Читать дальше...

د بند ړنګېدو له کبله ګڼ اوکراینیان بېکوره شوي دي

Mashaalradio.com 

د اوکراین په خېرسون سیمه کې د جون پر شپږمه د نووا کافوخکا بند یو یوه برخه ونړېده چې له کبله یې سېلاب راغلی او د اوکراین او روسیې تر واک لاندې سیمو کې خلک کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. اوبو د خېرسون یوشمېر برخې، لارې، کوڅې، کورونه او سړکونه لاندې کړي دي. کییف او مسکو پر یو بل د بند ړنګولو تورونه پورې کوي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.



مرستندویه بنسټونه په کمې شوې بودیجې ۲۲.۳ میلیون اړو افغانانو ته مرستې رسوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، روان ۲۰۲۳ کال د بشري چارو شریکان هڅه کوي، په کمه شوې بودیجې سره په افغانستان کې ۲۲.۳ ميلیون وګړو ته مرستې ورسوي. د اوچا د افغانستان څانګې دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او افغانستان یې د نړۍ یو تر ټولو ناوړه بحران بللی چې په وینا یې د دې هېواد د وګړو دوه په دریمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو دې ادارې د کمې شوې بودیجې اندازه ۳،۲ ميلیارډ ډالره ښودلې، حال دا چې مخکې یې روان کال په افغانستان کې د بشري چارو لپاره د څه باندې ۴،۶ ميلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.

آی او ایم: په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې ۳.۶ میلیونه افغانان کډوال شوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له درې نیم میلیونه ډېر افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي. پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له دې هېواده نورو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی. یو افغان کډوال چې اوسمهال په ایران کې ژوند کوي وايي، امنیتي وضعیت او د طالبانو له لوري د نجونو په زده کړو بندیز دی کډوالۍ ته اړ کړی دی. هغه وویل: "زه دلته زده کړو پسې راغلی یم. څوک چې زما غوندې په قانوني ډول... Читать дальше...

خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې راتلونکې سیاسي منظرنامه څه کېدای شي؟

Mashaalradio.com 

په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا اوونۍ له تحریک انصاف څخه د سیاستوالانو استعفاګانو، د ګوند د غړو پر ضد مقدمو او سلګونو ګرفتاریو ته په کتو د خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر ممکنه سياسي او انتخاباتي منظرنامه بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.

یو شمېر هېوادونو په سرپل کې د نجونو زده کوونکو د مسمومېدو پېښې څېړنه غوښتې

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې اروپايي ټولنې او د امریکا متحده‌ایالاتو په سرپل کې د افغان نجونو د مسمومېدو پېښه وحشتناکه بللې او د څېړنې غوښتنه یې کړې، د طالبانو حکومت وايي، په جدي ډول دا پېښه څېړي. اروپايي ټولنې او د امریکا متحده‌ایالاتو د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې په دوو ښوونځیو کې د څه باندې ۸۰ نجونو مسمومېدل وحشتناکه پېښه بللې او د جدي څېړنې غوښتنه یې کړې. اروپايي ټولنې پرون یوه اعلامیه کې په دې پېښه خواشینې ښودلې او زیاتوي: "دا یو وحشناک جرم دی چې باید سرپرست چارواکي یې وڅېړي او د نړیوالو قوانینو پر... Читать дальше...

د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کولو کمپاين پيل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمن الکساندرا مستوفایا وايي، چې نن د جون په ۷مه نېټه یې د طالبانو له بند څخه د بهبودي د خوشې کولو لپاره ټویټري کمپاین پیل کړ. نوموړې وايي: "له دې دردونکي رنځ څخه پنځه میاشتې تېرېږي، چې زه د خپل افغاني الاصله فرانسوي مېړه مرتضی بهبودي، چې لا هم د خپلو ژورنالېستیکو فعالیتونو له امله په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا زنداني دی کړېږم." مرتضی بهبودي پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو له‌خوا ونیول شو. د نوموړي مېرمن وایي، په پنځو میاشتو کې یې د خپل مېړه له‌خوا... Читать дальше...



د چرګانو ساتنه او کورنۍ اقتصاد؛ د وحيدې فقيري د چرګانو فارم او کاروبار کيسه

Pa.azadiradio.com 

د چرګانو او چرګوړو ساتل د ښځو لپاره څه نوې خبره نه‌ده، ډېری دوی په ځانګړي ډول په کليو او بانډو کې دوه درې چرګې لري، چې ګرځي په ډېران خو هګۍ بیا په خپلې کوډلو کې اچوي. خو وحیده فقیري بیا داسې ښځه ده، چې د چرګانو فارم لري. د وحیدې کار او ژوند ته مو په دې راپور کې کتنه کړي، چې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

جرمني د هوايي ځواک تر ټولو لویو تمريناتو ته تیاری نيسي

Pa.azadiradio.com 

جرمني د هوایي ځواکونو تمرینونو ته چې د ناټو په تاریخ کې تر ټولو لوی تمرینونه بلل شوي، تیاری نیسي. جرمني او امریکایي چارواکو ویلي، د دغه ځواک له ښودلو یې هدف پر متحدینو او احتمالي دښمنانو لکه روسیې د اغېزو شیندل دي. د هوایې مدافعې په دغو تطبیقاتو کې به چې راتلونکې اوونۍ پیلېږي، لس زره پرسونل او د ۲۵ هېوادونو دوه‌ نیم سوه الوتکې د ناټو پر یوه غړي حملې ته ورته یوه ننداره کې ګډ غبرګون ښکاره کړي. ياد تطبیقات مخکې له دې چې روسیه پر اوکراین یرغل وکړي، له ۲۰۱۸ م کال راهیسې پلان شوي وو. د روسیې یرغل... Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ د افغان ادبي بهير غونډې او لندن کې د یو کتاب مخکتنه

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډيويي مجلې په دې پروګرام کې د افغان مېرمنو د ادبي بهير د غونډو حال درکول کېږي. په خپرونه کې له کندهار او بغلانه هم د ادبي غونډو او مشاعرو په اړه مالومات را اخيستل شوي دي. دغه راز د خپرونې په دوام به نظم واورئ او له دې به هم خبر شئ چې لندن کې د کيسو د يو کتاب مخکتنه وشوه. د مشترۍ سپوږمۍ ته پر تلونکې بېړۍ يو ليکل شوی شعر به هم واورئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

پکتیاوالو د ګردېز ښار پاکولو کیمپېن کړی دی

Mashaalradio.com 

په پکتیا کې د چاپېریال ساتنې اوونۍ لمانځلو په پار د ولایت اوسېدونکو او فعالانو د ښار پاکولو کیمپېن کړی دی. فعالان وايي، د دې کار موخه د چاپېریال ساتنې په اړه اګهي پیدا کول دي. ویډیويي رپورټ.

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له‌ منځه وړلو لپاره د تګلارې نقشه جوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د پولیو اړوند تخنیکي مشورتي ډله یا 'ټي اې جي' وايي، راتلونکې شپږ میاشتې به په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پروګرامونو په تاریخ کې تر ټولو مهمه دوره وي. داسې مهال چې روانه میاشت په افغانستان کې د پولیو څلورمه مثبته پېښه ثبت شوه، د پولیو اړوند تخنیکي مشورتي ډلې یا 'ټي اې جي' په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له‌منځه وړو په برخه کې د ګړندي تګلارې نقشه جوړه کړې ده. د پولیو د واکسینونو بشپړ تطبیق، د راتلونکې لپاره د اغېزمنو پروګرامونو تطبیق او عامه پوهاوی په افغانستان کې د 'ټي اې جي' ډلې د ګړندۍ تګلارې برخه ده. Читать дальше...

افغان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړه چې ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی. په اعلان شوې لوبډله کې نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحیمزی او اظهارالحق نوید داسې لوبغاړي دي چې په لومړي ځل چانس ورکړل شوی دی. راشدخان بیا په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی. کرکټ بورډ په دې تړاو د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د مهالوېش له مخې به دغه ټېسټ سیالي د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نیټې پورې به دوام وکړي. Читать дальше...

د خطاطۍ او انځورګرۍ د کورسونو مسوولان: ورځ تر بلې مو د زده‌کوونکو شمېر کمېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د انځورګرۍ او خطاطۍ د کورسونو یو شمېر مسوولان وايي، د هرې ورځې په تېرېدو یې د زده‌کوونکو شمېر کمېږي. فاطمه احمدی اته کېږي چې انځورګري کوي. دا چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په یو کورس کې نورو ته انځورګري ور زده‌ کوي وايي، انځورګري په زړه پوری هنر دی خو ورځ تر بلې یې زده‌کوونکې کمېږي. د نوموړې په خبره، د کورس په لومړیو کې یې زده‌کوونکي ډېر وو. هغه وايي: "په لومړیو کې تر ۵۰ زده‌کوونکو زده‌کړې کولې، خو اوس یې شمېر ۳۰ ته راښکته شوی دی او ورځ تر بلې دا شمېر کمېږي. د انځورګرۍ مینه‌وال... Читать дальше...

اوکرايني چارواکو د خيرسون لسګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځايه کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو په خیرسون سیمه کې په لسګونو زره کسان له خپلو اصلي ځایونو وروسته له هغې بې‌ځایه کړي چې د دنیپرو پر سیند ودان د لوی بند د نړېدو په نتیجه کې په سیند کې د اوبو کچه لوړه شوې او تمه کېده چې نن سهار به یې کچه په لاندنۍ برخه کې نوره هم لوړه شي. کییف او مسکو د کاخوفکا د بند چې د شوروي په وخت کې د اوکراین د خیرسون په جنوبي سیمه کې جوړشوی و، د ویجاړولو پړه پر یو بل اچوي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي دا پېښه د روسیې له‌خوا په قصدي توګه د ویجاړۍ یو عمل او د ډله‌ییزې وژنې چاپېریالي بم یاد کړی دی. Читать дальше...

کرکټ؛ سريلانکا له افغانستانه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

Pa.azadiradio.com 

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر له افغانستانه لوبه وګټله. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې۱۱۶منډې کړې وې او د سریلانکا لوبډلې ته یې د ۱۱۷منډو هدف ټاکلی وچې دې ډلې په ۱۶م اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې. په دې سره افغانستان د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وبایلله. افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې وه، او دویمه او درېیمه بیا د سریلانکا لوبډلې وګټلې.

کرکټ؛ افغانستان سريلانکا ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه لوبه روانه ده. پچه افغانستان ګټلې او د بېټېنګ پرېکړه یې کړې وه چې په پنځوسو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړې او د سریلانکا لپاره یې د ۱۱۷ منډو هدف ټاکلی. سریلانکا تر اوسه په اتم اور کې ۶۶ منډې کړي او هېڅ لوبغاړی یې نه‌دی سوځېدلی. افغانستان او سریلانکا د جون په دوهمه نېټه د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه. لومړۍ مسابقه افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر وګټله، خو په دویمه لوبه کې سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه.

وېسټ د افغانستان په اړه د يو شمېر هېوادونو له استازو سره خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي چې په لندن کې یې په بهرنیو چارو، کامنولټ یا ګډو ګټو او پرمختیایي چارو کې د بریتانیا د دولت له وزیر او د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د بریتانیا د صدراعظم له ځانګړي استازي طارق احمد او د افغانستان او پاکستان د څانګې له رییس اندریو مک کوبرې سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي. دا خبره ویسټ نن په یوه ټویټ کې کړې، خو په اړه یې نور جزییات نه‌دي ورکړي. نوموړي د امریکا  بریتانیا د ځانګړي اتحاد ستاینه کړې. د افغانستان لپاره د امریکا... Читать дальше...


Музыкальные новости
Борис Гребенщиков

Борис Гребенщиков сообщил, что не знает, кто такой Богомолов





Rss.plus
Владимир Путин

«Путин готовит свой удар»: Хазин объяснил, кого скоро «зачистят» в России




Тендер на ремонт дорог объявили в Солнечногорске

Морской кокос во благо красоты

"Фонтанка": в Петербурге пенсионер получил тяжелые травмы, упав с голубятни

Четверо полицейских стали фигурантами дела о незаконной миграции в Подмосковье




ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې خوراکي توکي له وېش مخکې څېړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډيلیو ایف پي' وایي، له هغو کسانو سره چې په افغانستان او د نړۍ په نورو ځایونو کې د خوړو مرسته کوي، هغوی ته خوندي خواړه رسول یې د پروګرام اساسي جز دی. د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې دا خبره نن د جون د اوومې د خوړو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې کړې ده. د دې پروګرام چارواکي وایي، کابل ته د خوراکي موادو له رسېدو سره سم هغه څېړل کېږي تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې زیانمن شوي او خراب شوي نه وي او وروسته د وېش لپاره په ځانګړو ګدامونو کې زېرمه کېږي. Читать дальше...

کابل کې د اوبو کموالی په يو 'کړکېچ' بدل شوی

Pa.azadiradio.com 

ځينې کابل مېشتي د لرې لارو مزل کوي ترڅو له ژورو څاګانو د خپل اړتيا وړ اوبه ترلاسه کړي. د افغانستان پلازمېنه کې د اوبو کچه دومره ټيټه شوې چې کارپوهان په دې باور دي چې وضعيت کړکېچن دی.

ساینسپوهانو د یو شل سړي کامیاب علاج کړی دی

Mashaalradio.com 

په سوېټزرلېنډ کې د اعصابو ساینسپوهانو او جراحانو د هغه سړي علاج کړی دی چې ۱۲ کاله وړاندې په یو حادثه کې شل شوی وو. دوی وايي، هغه سړي تر هغې وروسته ولاړېدل او تګ پیل کړی دی چې دوی یې حرام مغز د بلوټوت له لارې له مغزو سره وصل کړ. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

ټام وېست په سرپل کې د نجونو زده کوونکو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست وايي، په سرپل ولایت کې د یو شمېر نجونو مسمومېدو سخت اندېښمن کړی دی. وېسټ نن سهار وختي پر ټویټر ولیکل چې د دې پېښې د څېړنې لپاره باید هر راز لازم اقدام وشي، څو په نتیجه کې یې د ماشومانو خوندیتوب یقیني شي. د وېسټ په وینا افغانان دا حق لري چې له وېرې پرته زده‌کړې وکړي. د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په سرپل کې د شاوخوا اتیا نجونو زده‌کوونکو د مسمومیت په اړه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ ویلي و، چې... Читать дальше...

انټوني بلېنکن عربستان ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون سعودي عربستان ته ورسېد او تمه ده چې نن به له جګ‌پوړو سعودي چارواکو سره وګوري. د انټوني بلېنکن د سفر هدف دا دی چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ایران، سیمه‌يیزو امنیتي مسایلو او د تېلو د بیو پر سر له څو کلونو راهیسې ترینګلي شوي اړیکې بیا ورغوي. بلېنکن به د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون چې د سعودي عربستان اصلي واکمن بلل کېږي د سعودي عربستان له چارواکو سره وګوري. بلېنکن دویم امریکايي چارواکی دی چې په یوه میاشت کې سعودي عربستان ته سفر کوي. له دې مخکې د سپینې ماڼۍ د... Читать дальше...

کرکټ: د افغانستان او سريلانکا ترمنځ درېيمه يوه ورځنۍ لوبه پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه لوبه پیل شوې. د لوبې پچه افغانستان وګټله او د بېټېنګ پرېکړه یې وکړه. تر اوسه چې د لوبې دولسم اور روان دی افغانستان ۷۲ منډې کړي او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلې دي. افغانستان او سریلانکا د جون په دویمه نېټه د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه. لومړۍ مسابقه افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر وګټله، خو په دویمه لوبه کې سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه.



Москва

Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: С 29 апреля по 1 мая парковаться на улицах Москвы можно будет бесплатно



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Михаил Кутушов

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Депутат Московской областной Думы провела осмотр ФОКа в Волоколамске

RU.TV превращает Русскую Музыкальную Премию в Мюзикл

Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни


Анастасия Потапова

Потапова всухую обыграла Шнайдер в 1-м круге турнира в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Врач Пылев: склонность к получению солнечных ожогов связана с риском рака кожи



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России