اروپايي کمېسيون پر روسيه نور بنديزونه لګوي
اروپايي کمېسیون اعلان وکړ چې دا اتحادیه پر اوکرايین د روسیې د پوځي یرغل په خاطر پر دې هېواد نور بندیزونه تصویب او اجرا کوي.
په نویو بندیزونو کې د پولادو او ډیجټل ټکنالوژۍ په صنعتونو کې له روسیې سره په معاملو کې محدودیت، د روسیې د هغو تېلو د بیې ټاکل چې د سمندر او د اروپايي هېوادونو په بېړیو کې درېیمګړي هېواد ته لېږدول کېږي.
د اروپايي اتحادیې د پرېکړې بله برخه د روسيې د دفاع وزارت د نورو چارواکو او هغو مسؤلينو بایکاټ دی چې د اوکرايین د غصب شویو سیمو په ټولپوښتنه کې یې برخه لرله.
د اروپايي کمېسیون رئیسې اورزلا فون دیرلین د اروپايي اتحادیې د مشرانو د دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وویل: "د پوتین د جعلي ټولپوښتنې نتیجې او یا له روسیې سره د اوکرايین د خاورې یو ځای کېدا هیڅکله نه مني."
که د اروپايي اتحادیې هیڅ غړی تر وروستیو شېبو اعتراض ونه کړي، ټاکل شوې ده چې د نویو بندیزونو متن نن رسماً تصویب او خپور شي.
د اروپايي اتحادیې د بندیزونو تصویب د ټولو غړیو هېوادونو موافقې ته اړتیا لري خو داسې ښکاري ځینې غړي د روسیې په وړاندې لا سخت دریځ لري او بندیزونه کافي نه ګڼي.
پولنډ او د بالتیک جمهوریتونه پر تصویب شویو مواردو سربېره د انرژۍ په برخه کې له روسیې د همکارۍ د بیخي ختمېدو، د روسیې د الماسو د واداتو د تحریم او د روسیې د ارتودوکس کلیسا د مشر د تحریم غوښتنه کوي.