د ځینو طالبانو د تایید شویو حسابونو په اړه 'ایلون ماسک' ته خبرداری ورکړ شوی
د امریکا یو شمېر جمهوریپالو وکیلانو د ټویټر اجراییه رییس ایلون ماسک ته د طالبانو د ځینو چارواکو د تایید شویو حسابونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د استازو جرګې غړو پات فالون، کیت سیلف، روني جکسن او جیمز مویلان په یوه لیک کې ماسک پوښتلی دی چې ټویټر څنګه د دوی په وینا د شریرو عناصرو له خوا د دې ټولنیزې شبکې د ناوړه کارولو مخه نیسي او د ابي رنګه علامې په وسیله د حسابونو د تایید په بهیر کې د حساب لرونکو هویت څنګه چک کوي.
ماسک وروسته له دې چې د ټویټر اجراییه رییس شو د شخصي حسابونو د تایید لپاره بیه وټاکله چې ورسره د طالبانو ځینو چارواکو هم د خپلو ټویټر حسابونو لپاره د تایید ابي علامه وپېرله.
دې کار ځینې خلک اندېښمن کړل چې ښايي له ټویټر څخه د نفرت د خپرولو لپاره کار واخیستل شي.