په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شوی
کابل کې روانه اونۍ یو نندارتون جوړ شوی چې په کې نجونو او ښځو خپل هنري کارونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.
د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې د نندارتون موخه د دغو تولیداتو لپاره د خرڅلاو زمینې برابرول او ښځو ته د کار فرصت پیدا کول دي.