امنيت شورا: طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړې نه دي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې نوی راپور ښيي چې طالبانو د القاعده او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې نه دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل نوي راپور کې ویلي، طالبان له القاعده او پاکستاني طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري او تر څنګ یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.
دا راپور چې د جون په لومړۍ نېټه چمتو شوی او تازه خپور شوی پهکې راغلي، طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دې تړون کې کړې ژمنې نهدي عملي کړي.
د دې راپور پر بنسټ، ترهګرې ډلې له دې فرصت ښه ګټه اخلي او له همدې امله په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ مخ په زیاتېدو دی.
د امنیت شورا په راپور کې راغلي، داسې نښې نښانې شته چې ښېي القاعده خپله عملیاتي وړتیا بیا رغوي، ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بریدونه کوي، بهرنیو ترهګرو ډلو د افغانستان په پولو کې ګواښ رامنځته کړی دی او ترڅنګ یې د داعش بریدونه زیات او پېچلي شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې راپور په اړه غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې وړاندې یې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې رد کړي او دا یې هم ویلي، اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل راپور کې دا ادعا هم شوې چې د ملا هبتالله په مشرۍ د طالبانو اوسني رژیم د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر استبدادي، پښتونمحوره او حذفي سیاست ته مخه کړې ده.
په دې راپور کې د طالبانو ترمنځ اختلاف ته هم اشاره شوې، خو زیاتوي، ورځ تر بلې د طالبانو د مشر واک ډېرېږي.
د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، د طالبانو مشر ملاهبتالله د خپلو پالیسیو د عملي کېدو لپاره د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت کړی او ترڅنګ یې هیڅ داسې نښه نهشته چې وښيي چې کابل مېشتي طالب مشران دې؛ د دې پالیسیو په بدلون کې اغېز ولري.
خو طالبانو بیا له وړاندې د خپلو مشرانو ترمنځ اختلاف رد کړی، مګر په ځلونو د دوی د چارواکو ترمنځ د نجونو د زدهکړو او په حکومت کې د نورو لوریو د مشارکت په اړه اختلافي نظریات اورېدل شوي دي.
په دې راپور کې له نشهيي موادو سره د مبارزې اړوند یادونه هم شوې چې د طالبانو یو شمېر مشران د کوکنارو په کښت او قاچاق کې لاس لري او دا هم له وخته مخکې ده چې د طالبانو د مشر لهخوا د کوکنارو د بندیز په اړه د فرمان د عملي کېدو د اغېزو په اړه قضاوت وشي.
په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د نشهيي موادو بیه لوړه او د متامفتامین تولید زیات شوی.
د طالبانو مشر تېر کال د کوکنارو او نشهيي توکو کښت او قاچاق منع اعلان کړ، خو راپورونه ښيي چې د افغانستان په یو شمېر سیمو بیا هم کوکنار کرل شوي دي، هغه چې طالب چارواکي وايي، دوی یې د لهمنځه وړو لپاره کمپاین کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او تحلیل کمېټې په طالبانو د امنیت شورا لهخوا لګول شويو بندیزونو ته په اشارې لیکلي، دې بندیزونو د ملا هبتالله په پرېکړو اغېز نهدی لرلی او تر خوا یې یو شمېر هېوادونو چې له طالبانو سره یې تعامل کړی، د دې بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق له قوله، اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې د طالبانو ۵۸ لوړپوړي چارواکي قرار لري چې نهشي کولای ان بهرني سفرونه هم وکړي.