فوټبال؛ افغانستان نن له قرغزسستان سره سیالي کوي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له کوربه قرغزسستان سره کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې چې دغه سیالي به نن شنبه د جون ۱۰مه د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي.
یاد فدراسیون وايي، افغان لوبډله په ب ګروپ کې سیالۍ کوي او د دې لوبې ګټونکې لوبډلې ته ۳ نومرې ورکول کېږي.
دغه راز تېره ورځ د یوه خبري ناستې پر مهال عبدالله المطیري په خپلو څرګندونو کې ډاډ څرګند کړی دی چې افغان لوبډله به ډېر ښه فوټبال نندارې ته وړاندې کړي.
د ویلو ده چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د څو اوونیو راهیسې په کابل او سعودي عربستان کې د یادو سیالیو لپاره تمرینات کړي دي.