د هرات چارواکي: د ګمرګ ریاست ۵ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي
![د هرات چارواکي: د ګمرګ ریاست ۵ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي](https://gdb.rferl.org/0052C485-787A-41D8-9945-DABDB7206533_w800_h450.jpg)
په هرات کې د ملي امنیت ادارې د دې ولایت د ګمرګ ریاست پنځه تنه کارکوونکي د اداري فساد په تور نیولي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پرون دوشنبه ازادي راډیو ته ویلي، پهدې کې درې تنه تر دوه میلیونه د زیاتو افغانیو اختلاس په تور نیول شوي او دوه تنه هم د ګمرګي محصول څخه په تېښه کې په مرسته تورن دي.
نوموړي ویلي چې د تورنو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.