افغان هلک په جرمني کې په اتو کلونو بند محکوم شو
د هغه افغان هلک چې په جرمني کې د یوې نجلۍ پر وژلو تورن دی، مدافع وکیل وایي چې د مؤکل په اړهیې د محکمې فیصله پر ځای ده.
د دغې قضیې څارنوالانو تورن ته چې (عبدل دي) نومول شوی، د ۱۰ کلونو بند سزا غوښتنه کړې وه، خو محکمې هغه په اتو کلونو بند محکوم کړ.
د عبدل نومي افغان مدافع وکیل مکسي میلان د دوشنبې په ورځ وویل چې د مؤکل په اړهیې د محکمې له نهایي حکم سره موافق دی.
ښاغلی میلان زیاتوي:
"فکر کوم چې دا حکم درست و. دغه حکم وروسته له هغې صادرېږي چې موږ ټولو هڅه وکړه چې دغه تیاره جنایت یو څه روښانه کړو او فکر کوم چې په دې کار کې بریالي شوي یو."
عبدل دي چې د افغانستان تبعه دی، د تېر کال په ډسمبر کې یې خپله ۱۵ کلنه ملګرې د جرمني په کاندل ښار کې د چړو په ګوزارونو وژلې وه.
د یوه بل خبر له مخې، د هالند محکمې د هغه افغان ځوان په اړه چې د دوو امریکایانو د ټپي کولو په تور توقیف شوی، فیصله کړې چې هغه دې دوه نورې اوونۍ هم په توقیف کې پاتې شي.
د جاوید په نوم دغه افغان په دې تورن دی چې د تېرې جمعې په ورځیې د امستردام د اورګاډي په مرکزي تمځای کې دوه امریکایان د چړې په ګوزارونو ټپیان کړي و.
محکمې په توقیف کې د هغه د پاتې کېدو فیصله هغه اندېښنو ته په پام سره چې ښایي نوموړی وتښتي کړې ده.
له دې مخکې د جرمني پولیسو ویلي چې ۱۹ کلن جاوید په جرمني کې د اوسېدو اجازه لري.