جلالاباد ښار کې يوې چاودنې ۴ کسان ټپیان کړل
په دې لړۍ کې پرون دوشنبه هم په جلالاباد ښار کې په يوه چاودنه کې څلور کسان ټپیان شول.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان ازادي راډيو وويل، د دوشنبې په ماښام شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار په دوهمه ناحيه کې چاودنه وشوه.
ښاغلي فرید خان پهدې پېښه کې د تلفاتو په اړه جزئیات نهدي ورکړي، خو د جلالاباد مرکزي روغتون مسؤلين وايي، د پېښې له ځایه دوی ته څلور ټپيان ور وړل شوي چې یو يې بستر دی او درې نور تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.
دقيق معلومات نشته چې دا چاودنه چا او څنګه کړې ده؟
د جلال اباد په لومړۍ حوزه کې د شنبې په ورځ هم څلور پرلهپسې چاودنې وشوې چې دوه کسان يې ټپيان کړل.
یوه اوونۍ مخکې په جلال اباد کې د ګڼو چاودونو په نتيجه کې څلور ملکيان وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان شوي وو.
په ننګرهار کې هم طالبان او هم داعش ډله فعال حضور لري.
