عربستان: پر مکې ۲ توغندي هدف ته تر رسېدو مخکې خنثی شول
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو یوه وياند ویلي چې دا توغندي د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو د مکې پر لور ويشتلي وو.
حوثي ياغیانو دا تورونه رد کړل چې ګواکې مکه يې هدف ګرځوله.
سعودي عربستان او متحده عربي امارات د لویديځ هېوادونو په ملاتړ د هغه ائتلاف مشري کوي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې يې په یمن کې ځکه مداخله وکړه چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې حوثي ياغيانو په پلازمېنه صنعا کې د یمن حکومت له واکه لېرې کړ.
د توغندیو د خنثی کېدو خبره پهداسې حال کې ده چې د تهران او خلیج عرب هېوادونو تر منځ وضعیت نور هم ترینګلی شوی او په یمن کې څلورکلنې جګړې ته د دواړو لوريو تر منځ د نيابتي جګړې په سترګه کتل کېږي.
