ولسمشر اشرف غني د امریکا له مرستیال ولسمشر سره خبرې کړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس سرهیې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ستراتېژۍ پر اغېزو خبرې کړې دي. ښاغلي غني پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د سې شنبې په ورځ له مایک پنس سره د سیمې لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ سربېره په افغانستان کې د سولې پر بهیر او راتلونکو پارلماني انتخاباتو هم غږېدلی دی. د ښاغلي غني په ټویټ کې وړاندې ویل شوي چې د امریکا مرستیال ولسمشر په دې خبرو کې د افغانستان د حکومت او د دې هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی. Читать дальше...