د فرهنګي او تاریخي اثارو ساتنې په اړه د طالبانو اعلامیې ته د خلیلزاد غبرګون
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې په خاطر د طالبانو وروستۍ اعلامیه مثبته بللې ده. زلمي خلیلزاد د ازادي راډیو یوه همکار ته په لنډکي پیغام کې لیکلي چې "دا مثبته خبره" ده. د طالبانو ډلې تېره ورځ په یوه مفصله اعلامیه کې له خپلو جنګیالیو او ټولو غړو غوښتي چې په افغانستان کې په تاریخي او فرهنګي اثارو پام وکړي. دې اعلامیه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر خپره کړې راغلي چې هېڅوک د ځمکې لاندې اثارو د را ایستلو، بهر ته د انتقال او پلور اجازه نهلري. Читать дальше...
