Добавить новость
103news.com
World News
Февраль
2021

د کرونا ضد واکسین تطبیق کې مخکښ هېواد؛ اسرائیل کې فایزر-بایو اېن تیک مؤثریت لرلی

0
په اسرائیلو کې د فایزر-بایو اېن تیک واکسین د 'کووېډ-۱۹' څخه د شدیدې ناروغۍ او مړینو په مخنیوي کې ۹۹ فیصده مؤثر وو.


دا خبره د دې هېواد د روغتیا وزیر د هغو کسانو چې دا واکسین ورته شوي د معلوماتو پر بنسټ کړې ده. اسرائیل غواړي د مارچ تر پای د دې هیواد ټول لویان واکسین کړي.


دغه هېواد هغه سیالۍ کې چې هېوادونه غواړي خپل وګړي د کرونا په وړاندې واکسین کړي، د نړۍ مخکښ دی. د ۹ ملیونه وګړو لرونکي دې هېواد کې نږدې نیمايي کسانو ته د فایزر-بایو اېن تیک واکسین یو دوز ورکړل شوی دی. نږدې درې ملیونه اسرائیلیانو ته بیا دوه دوزه چې د کرونا ویروس په وړاندې د واکسین پشپړ رژیم بلل کېږي، عملي شوي دي.


د دې هېواد د روغتیا وزارت وايي، معلومات‌یې ښيي چې واکسین له کرونا څخه د مړینو په مخنیوي کې ۹۸،۹ مؤثر دي. همدارنګه په هغو کسانو کې چې دوه دوزه واکسین ورته شوي، د 'کووېډ-۱۹' څخه د شدید ناروغه کېدو په مخینوي کې ۹۹،۲ فیصده مؤثر دی.


د اسرائیلو د روغتیا وزارت راټول کړي معلومات ښيي، هغو کسانو کې چې دوه اوونۍ مخکې یې د فایزر-بایو اېن تیک واکسین دوهم دوز اخیستی، د هغو کسانو په مقایسه چې واکسین ورته نه‌دي شوي، په کرونا د اخته کېدو چانس په سلو کې ۹۵،۸ راکم شوی دی.




اسرائیل غواړي د مارچ تر پای پورې خپل ټول هغه وګړي چې عمرونه‌یې له ۱۶ کلنۍ پورته دي د کرونا ویروس په وړاندې واکسین کړي. دا به په نړۍ کې د کرونا د مخنیوي لپاره د واکسین په عملي کېدو کې د یو هېواد له خوا مهم پرمختګ وي.


پر دې سربېره هم د اسرائیلو په هغو وګړو کې چې لا د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې واکسین شوي نه‌دي، دا ناروغي په خپرېدو ده، خو دا چې په دې هېواد کې د واکسین عملي کېدل په پراخېدو دي، چارواکي یې ورو ورو د کرونا په خاطر لګولي بندیزونه کموي.


سر له نن ورځې (فبروۍ ۲۱) څخه په اسرائیلو کې لوی پلورنځایونه، مغازې، جېمونه، یو شمېر متوسط ښوونځي او ځیني نور عامه خدمات د محدودو کسانو لپاره پرانیستل کېږي.


د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د جمعې په ورځ د بندیزونو د کمولو ځیني هغه پلانونه په ډاګه کړل. دا پلانونه هغو کسانو ته چې د کرونا ویروس په وړاندې واکسین شوي اجازه ورکوي چې په کلتوري مجلسونو کې برخه واخلي، له هېواد بهر سفر وکړي او جېمونو او رسټورانټونو ته ولاړ شي.




بل ځای، بریتانیا چې د 'کووېډ-۱۹' څخه‌یې تر اوسه ۱۲۰ زره مړینې ثبت کړي، په چټکۍ په خپلو وګړو کې د واکسین پروسه پر مخ وړي.


د دې هېواد صدراعظم بورېس جانسون د جمعې په ورځ ژمنه وکړه چې ټولو لویانو ته به د جولای میاشتې تر پای پورې د کرونا ضد واکسین وشي.


تر ۱۷ ملیونه زیاتو بریتانویانو ته تر اوسه د کرونا ضد واکسین لومړی دوز ورکړل شوی چې د دې هېواد نږدې هر درېیم لوی (بالغ) کس په‌کې راځي.


تمه کېږي چې د دوشنبې په ورځ به د بریتانیا صدراعظم په دې هېواد کې د کرونا له کبله د بندیزونو د تدریجي کمېدو یو پلان هم اعلان کړي.




 


د بالکان په هېوادونو کې مونته‌نګرو د ګاونډي صربیا په مرسته د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د روسیې د (Sputnik-V) سپوتنیک-وي واکسین عملي کول پیل کړي دي. چارواکي یې وايي چې پلان لري د واکسین نورې بڼې هم ترلاسه کړي.


استرالیا هم نن د 'کووېډ-۱۹' په ضد د واکسین عملي کول پیل کړل او په دې هېواد کې د لومړي کس په توګه صدراعظم سکاټ مورېسن ته واکسین وشو.


دا هېواد په رسمي توګه نورو وګړو ته د دوشنبې له ورځې د فایزر-بایو اېن تیک واکسین پیلوي.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России