Добавить новость
103news.com
World News
Февраль
2021

مېلېټري ټایمز: له افغانستانه وتل د امریکا دفاع وزیر لپاره یو کړکېچنه مسئله ګرځېدلې

0
یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې د کابل پر هغو چاودنو مطالب خپاره کړي چې د شنبې په سهار په دې ښار کې وشوې.



ایکانومیک ټایمز
د ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د شنبې په سهار د ۱۵ دقیقو په واټن، کابل ښار کې دوه چاودنې وشوې او له دې دوه ساعته نه‌وو تېره شوي چې درېیمه چاودنه وشوه چې وارخطايي او مرګ‌ژوبله یې رامنځته کړه.


د ورځپاڼې په وینا په قطر کې د سولې د خبرو له پیل راوروسته افغانستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهد دی او هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي.


د دې بریدونو د یو شمېر مسؤلیت په اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې پورې تړلو ګروپونو اخیستی، خو د نورو ډېرو دې بریدونو عاملین ناڅرګند دي. په دې معنی چې بې‌ګناه وکړي وژل کېږي، خو د پېښو د عاملینو په اړه څېړنې ځای ته نه‌رسېږي.



مېل انلاین


مېل انلاین ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې په کابل کې د شنبې ورځې د چاودنې بوږنوونکي عکسونه خپاره کړي چې په‌کې ویجاړ موټرونه او په وینو لړلي سړکونه ښکاري.


په ځینو عکسونو کې د چاودنو وروسته د پېښې شااوخوا چاپېره راټول شوي وارخطا کابل ښاریان لیدل کېږي.


له دې عکسونو څخه په یو کې یو لوی بلدوزر لیدل کېږي چې له چاودنې وروسته د سړک پاکولو لپاره راغلی او د یو ویجاړ شوي موټر ټوټې پورته کوي.



مېلېټري ټایمز


د مېلېټري ټایمز ورځپاڼې د امریکا د دفاع د نوي وزیر لویډ اسټین څرګندونو ته اشاره کړې چې وايي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بریدونو د سمدستي کمېدو غوښتونکی دی.


د ورځپاڼې په وینا د امریکا د دفاع وزیر په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې په روښانه توګه ونه‌ویل چې له افغانستان څخه د مې تر میاشتې پورې د امریکايي سرتېرو د ایستلو ضرب‌الاجل عملي کوي او کنه. پر ځای یې هغه څرګنده کړه چې دوی ضرب‌الاجل ته پام کوي، خو دمګړۍ یې تمرکز پر دې دی چې سم او پر ځای پرېکړه باید وشي.


مېلېټري ټایمز زیاتوي، له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل د امریکا د دفاع د وزیر لپاره په یو کړکېچنه مسئله بدله شوې او په داسې حال کې چې خپله د ښاغلي اسټین په شمول د امریکا د ملي امنیت د شورا په ټیم کې په افغانستان د امریکايي سرتېرو د حضور دوام ته چندان لېوالتیا نه‌ښکاري، خو هغوی له افغانستان څخه د سرتېرو د بشپړه ایستو په صورت کې د طالبانو د پیاوړي کېدو او د ترهګرۍ د بیا راپورته کېدو نه وېره لري.


د امریکا د دفاع وزیر ټینګار کړی چې طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او د افغانستان د سولې خبرې باید مخکې ولاړې شي.


ورځپاڼې همدارنګه د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل له خولې لیکلي، هېواد یې چمتو دی، د اړتیا په صورت کې افغانستان کې خپل مأموریت ته دوام ورکړي.


د مېرمن مېرکل په وینا د سرتېرو ایستل باید په دې معنی نه‌وي چې ناسم ځواک برلاسی شي.


مېلېټري ټایمز ورځپاڼه همدارنګه د ناټو د سرمنشي ینس ستولتنبرګ له خولې لیکلي، د ناټو متحدان هیله لري چې د افغانستان د سولې خبرې به پیاوړي شي او په افغانستان کې د یو دایمي هواري د لومړي ګام په توګه به اوربند اعلان شي.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России