نامعلومو وسلهوالو د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ یو قومي مشر وواژه
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی پېښه تأییدوي، خو نور جزئیات نهورکوي.
بلخوا د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي محمد نادر ازادي رادیو ته ویلي چې وژل شوی خان محمد د پنجوایي د سپیروان کلي اوسېدونکی او قومي مشر وو.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
