Добавить новость
103news.com
World News
Февраль
2021

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې عادلانه او تل‌پاتې سیاسي روغه جوړه غواړو

0
په امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ د نوي حکومت له راتګ وروسته، د افغانستان او متحده ایالاتو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ ټیلیفوني خبرې زیاتې شوي. د دې خبرو د سر موضوع د افغانستان سوله وي.


د دې اړیکو په دوام تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره غږېدلی.


له دې خبرو وروسته، ښاغلي بلېنکن په خپله ټویټرپاڼه ولېکل، له ښاغلي عبدالله سره‌یې د افغانستان د‌ سولې پر موضوع ښې خبرې کړي.


هغه زیاته کړې، "متحده ايالات په افغانستان کې د عادلانه او تل‌‌پاتې سیاسي روغې جوړې او هر اړخیز اوربند په برخه کې له هر ډول پرمختګ ملاتړ کوي".




ښاغلي بلېنکن له عبدالله عبدالله سره خبرو کې د اوربند په برخه کې له هر ډول پرمختګ د امریکا د ملاتړ خبره هم کړې.


په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د امریکا د‌ بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې.


دا شورا وايي، انتوني بلېنکن له عبدالله عبدالله سره په خبرو کې ویلي، په داسې حال کې چې حکومت‌یې د افغانستان د وضعیت په ارزونه بوخت دی، امریکا د سولې بهیر د چټکوالي او د تل‌پاتې سولې لپاره د یوې هوکړې غوښتونکې ده.


د دې شورا ویاند فریدون خوځون وايي: "په دې ټیلیفوني خبرو کې انتوني بلېنکن په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د نه‌زغم وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او سیاسي توافق ته لاره هواره شي."


د ښاغلي خوځون په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره خبرو کې عبدالله عبدالله تل‌پاتې سولې ته د رسېدو په موخه د سولې په مذاکراتو کې د چټکتیا راتلو لپاره د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.




دا په داسې حال ده کې چې په قطر کې بیا د افغانستان د سولې روان مذاکرات له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.


که څه هم د‌ دوهم پړاو مذاکراتو له پیل ۴۶ ورځې تېرېږي، خو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو پلاوي، د اجنډا په ګډون هېڅ ډول یوې هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.


دوهم پړاو خبرې د جنورۍ په شپږمه په دوحه کې پیل شوې.


بل‌خوا د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان د دولت مذاکره کوونکی پلاوی لا هم په قطر کې دی او پر خپلو داخلي غونډو، ځینو مېکانیزمونو جوړولو بوخت دی او دغه‌شان د ملاتړو هېوادونو له استازو سره یوځای کار کوي.


د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، مقابل لوری یې لا هم د وسلې خبرو ته نه‌دی حاضر شوی.


اغلې انوري زیاتوي: "د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوی به تر هغه وخته هلته وي، تر هغې چې د افغانستان خلک، د ملي مصالحې عالي شورا او د افغانستان حکومت‌یې د بېرته ورتګ غوښتنه ونه‌کړي، همدلته به پاتې وي."




له دې وړاندې افغان دولت ویلي و، طالبان نه‌غواړي د سولې معنی لرونکې خبرې وکړي.


هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر له ځان سره ولرو، خو د هغوی ویاندویان خبرو ته حاضر نه‌شول، مګر له دې وړاندې یې ویلي و، دوی په خپل‌منځي خبرو بوخت دي.


دا په داسې حال ده چې امریکا هم له طالبانو غوښتي دي چې د سولې رغوونکو خبرو ته حاضر شي او تاوتریخوالی پای ته‌ ورسوي.


امریکا همدا ډول له طالبانو سره د سولې شوی تړون چې د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو، له سره ارزوي.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России