چین کې د اومېکرون ۷ پېښې ثبت شوې؛ ژوهای کې د بسونو تګ راتګ وځنډېد
په ژوهای ښار کې پرون هر لور ته په دې پسې د کرونا ټېسټونه پیل شول چې په ګاونډي ښار کې د اوونۍ په پيل کې د اومېکرون کرونا د یوې مثبتې پېښې خبر خپور شو.
د ژوهای له استوګنو غوښتل شوي دي چې له ښاره به نه وځي. د دوه اعشاریه څلور میلیونه وګړو په دې ښار کې د بسونو تر درېدو مخکې د سلمانیانو د دوکانونو او د سینماوو د بندېدو امر شوی و.
په چین کې راتلونکې میاشت د المپیک ژمنۍ لوبې پيلېږي او په وروستیو کې یې په څو نورو ښارونو کې هم خلکو ته امر کړی دی چې په کورونو کې پاتې شي.
