Добавить новость
103news.com
World News
Январь
2022

پخواني چارواکي: له فاریاب وروسته د خلکو پاڅون نورو ولایتونو ته غځېدلی

0
طالبان وايي، دوی په ټول افغانستان واکمن دي، هېڅ ځای کې ناامنیو ته اجازه نه ورکوي او که څوک یې دښمن سره لاس یو کړي، یا هم د نظام پر وړاندې پاڅون وکړي له منځه به یوړل شي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبرې په فاریاب ولایت کې له وروستیو ناکراریو او د غځېدو په اړه یې نورو ولایتونو ته د مخیکني حکومت د ځینو چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وکړې.


مجاهد وویل: "موږ پر ټولو سیمو پوره تسلط لرو، هېڅ ځای کې موږ بې امنۍ لپاره اجازه نه ورکوو، زموږ ځواکونه په ولایتونو کې ډېر منظم او قوي دي، که هر څوک له حالاتو سوًاستفاده کول وغواړي، د دښمن سره لاس یو کړي یا د نظام پر وړاندې د بغاوت هڅه وکړي، مجاهدین یې پر وړاندې قطعې غبرګون لري او په کم وخت کې به له منځه وړل کېږي."


ښاغلی مجاهد وايي، په فاریاب ولایت کې یوه نیونه شوې وه، د عبدالروف په نوم د یو ماشوم د تښتونې د قضیې په تړاو چې څېړنې روانې دي.




د نوموړي په خبره کوم لاریون هم چې شوی و، د نیول شوېو کسانو د خواخوږو له خوا شوی و چې وضعیت اوس کنټرول شوی دی.


په میمنه کې د پنجشنبې په ورځ د مخدوم عالم چې مخکې فاریاب کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر و، د نیونې په تړاو خلکو لاریون وکړ چې ویل کېږي له دې امله په وسله والو نښتو کې دوه کسان وژل شوي هم دي، خو دا خبره رسماً نه ده تايید شوې.


لاریون کوونکو د مخدوم عالم خوشې کول غوښتل چې وروسته بیا د طالبانو د ویاند مرستیال احمد الله وثیق ازادي راډیو ته په وتسپ ولیکل چې نوموړی خوشې شوی دی.


خو د ښاغلي مخدوم یو نږدې ملګري انصارالحق بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې نوموړی نه دی خوشې شوی.


هاخوا د مخکیني حکومت ځینې چارواکي وايي، د خلکو پاڅون نورو ولایتونو ته هم غځېدلی او لېرې نه ده چې خلک په لسو-۱۲ نورو ولایتونو کې هم د طالبانو پر وړاندې راپاڅېږي.


له ډلې یې د افغانستان د ګوښه شوي جمهور رییس مرستیال امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې د فاریاب ولایت د خلکو پاڅون له طالبانو د افغانستان د خلکو د خلاصون د هیلو دریڅه ده.




ښاغلي صالح دا هم لیکلي چې د بادغیس په ابکمریو او قادس ولسوالیو کې هم خلکو د طالبانو پر وړاندې پاڅون کړی او له سیمې یې ایستي دي.


خو ذبیح الله مجاهد بیا دا افوهات ګڼي.


همداراز د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په یو ټوېټ کې ویلي، د طالبانو کړنو او اعمالو ته په پام سره به د دوی پر وړاندې پاڅونونه ډېر ژر له لسو تر دولسو ولایتونو پورې وغځېږي.




په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکې او مخکې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مشره شکریه بارکزۍ هم وايي، که طالبان په خپل سیاست او کړنو کې بدلون رانه ولي ستونزمنه ده چې خپله واکمني وغځوي.


نوموړې زیاتوي: "اوسني امنیتي وضعیت، اقتصادي وضعیت او سیاسي وضعیت ته په کتو زه ویلی شم، که طالبان خپل اوسني چلند ته ادامه ورکړي، طبیعي خبره ده چې دوی او د دوی کړنې به د افغانستان د خلکو له غبرګون سره مخامخ کېږي."




اغلې بارکزۍ وايي، د سیاسي واک د ویش برخه کې هم د طالبانو پر حکومت تورونه موجود دي چې ګوندې د قوم او مذهب پر بنسټ یې انډوال په پام کې نه دی نیولی، هغه ادعاوې چې طالبانو مخکې رد کړي دي.


د یادونې وړ ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اوونۍ ایران کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې له دوو غړو احمد مسعود او محمد اسماعیل خان سره هم کتلي، خو په ملي مقاومت جبهه کې سرچینو رسنیو ته ویلي، د دواړو خواوو تر منځ د یو ټول ګډونه حکومت د جوړېدو پرسر خبرې کوم چې د نړیوالو غوښتنه هم ده نه دي بریالي شوي.


نن د جنوري میاشتې پنځلسمه نېټه ده، طالبان د اګسټ میاشتې په پنځلسمه یعنې پنځه میاشتې مخکې پر افغانستان واکمن شول.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России