کابل کې د سولې کپ په نوم د پاور لیفټنګ سیالۍ پیل شوي
د طالبانو د حکومت د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې یادې سیالۍ به د کابل، خوست، نیمروز، پروان او هرات ولایتونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شي.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، دا لوبې د تنکيو ځوانانو، ځوانانو، مشرانو او تجربه لرونکي ورزشکاران په کټګوریو کې ترسره کېږي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د خبر له مخې، دغه لوبې د دوو ورځو لپاره د بدني روزنې او ورزش رياست په ورزشي لوبغالي کې ترسره کېږي.
د دې لوبو هدف په افغانستان کې د پاور لیفټنګ ورزشکارانو هڅول په ګوته شوي.
