ارام سمندرګي کې پروت هېواد ټونګا د سونامي توپان د راتلو خبرداری ورکړ
پر ټولنیزو شبکو په ویډیويي تصاویرو کې ښکاري چې لویو څپو ساحلي سیمې لاندې کړی دی.
د ټونګا د هوا پوهنې ادارې ویلي، په ټول هېواد کې د سونامي توپان د راتلو خبرداری خپور شوی دی.
پرون تر دې مخکې د ټونګا خبري اژانسونو راپور ورکړی و چې ساینس پوهانو د اورشیندنې ساحې ته څېرمه لویې چاودنې، تالنده او برېښنا تثبیت کړي دي.
