Добавить новость
103news.com
World News
Январь
2022

د وژل شوې زینب کورنۍ: طالبانو زینب ووژله او د غم په ټغر یې کینولو

0
د کابل په لویدیځ کې د یوې ځوانې نجلۍ کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو هغه وژلې ده. 


د دوی په خبره زینب کله چې د پنجشنبې په شپه نهه بجې له خپلې کورنۍ سره د خپل د همکار له واده ته راتلل، د کابل ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند د طالبانو د چک پواینټ له لوري په ډزو کې ووژل شوه. 


فاطمه د ۲۵ کلنې زینب خور ده وایي چې خور یې د پنجشنبې په شپه نهه بجې د کابل په لویدیځ کې «ګولایي» سیمه کې وژل شوې ده او ادعا کوي چې خور یې د طالبانو له لوري وژل شوې ده. 


زینب د یو بانک کارکوونکې او خپلې کورنۍ ته ډودۍ ګټونکې وه. 


فاطمه وایي، دا او زینب له خپلې یوې بلې همکارې سره یې د خپل همکار واده ته تللې وې چې په خوشحالۍ کې یې ځان شریک کړي، خو کور ته د بېرته ستنېدو پر مهال طالبانو یې د خور په وژلو دوی د غم په ټغر کېنول. 


د زینب د دغې خور په خبره، د موټر چلوونکی یې اوښی و چې د طالبانو په امر په یوه چېک پواینټ کې یې موټر ودراوه ، د پوښتنو او څېړنو وروسته کله چې موټر یې روان کړ طالبانو یې پر موټر ډزې وکړې. 


فاطمې ازادي راډیو ته وویل:"یوازې څلور قدمه مخکې لاړو چې د موټر پر شا د مرمیو باران او ډزې پیل شوې چې دوه مرمۍ د موټر له ټول بکس لوري مستقیم مې د خور په زړه ولګېدې او خور مې ځای پر ځای شوه، موټر ودرېده طالبان هم بېرته موټر ته راغلل ما ورته وویل چې دا ده خور مې دې ووژله، هغوی وویل چې نه خور دې وېرېدلې ده." 


فاطمه وایي، د پېښې پر مهال ماشومان هم په موټر کې وو. 


د نوموړې په خبره، دغې ناڅاپه پېښې او غم یې د زینب پلار، مور، یو خور او د دې ماشومان ان د روغتون کړي دي. 


خو د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق په یوه لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته د دغې کورنۍ ادعا ردوي. 




هغه لیکلي چې "دغه ادعا هېڅ حقیقت نه لري." 


زینب ۵ میاشتې کېدې چې کوژده یې کړې وه او د کوژدن په خبره یې ټاکل شوې وه تر راتلونکې یوې میاشتې واده وکړي. 


د زینب کوژدن عبدالمجید بشریار د طالبانو چلند په ځانګړي توګه له ښځو سره "وحشتناکه او د نه زغملو وړ " بولي. 


هغه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه د دوی چلند له موږ سره لومړی داسې و چې دا پېښه یې په غاړه نه اخېسته چې موږ نه ده کړې، بیا موږ شپږمه، دیارلسمه او اتلسمه حوزه چې د کابل د لویدیځ موبوط کېږي خبره کړه چې دا پېښه تاسو نه منئ نو چا کړې؟ وروسته دیارلسمې حوزې پړه ومنله او ویې ویل چې موږ بښنه غواړو چې دا پېښه موږ کړې بس همداسې دا موضوع د بښنې تر حده پاتې ده." 


زینب یوازېنۍ قرباني نه ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوی په یو امنیتي چېک پواینټ کې له یوه نړۍ هیلو سره یې هدف ګرځول کېږي بلکې شااوخوا یوه میاشت مخکې هم ورته ادعا شوې وه او ویل شوي وو چې طالبانو په کابل کې په امنیتي چېک پواینټ کې یو داسې ځوان وواژه چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ زوی و. 


د طالبانو ناسم او غیر مسلکي چلند موضوع هغه تور دی چې ډېر ځله مطرح شوی، خو طالب چارواکو په ډېریو مواردو کې دغه تورونه رد کړي دي. 






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России