Добавить новость
103news.com
World News
Январь
2022

افغانستان ته د پاکستانیانو لېږلو په اړه د عمران خان څرګندونو ته تُند غبرګونونه

0
د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلو چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې هېواد ته په طبي، معلوماتي ټکنالوژۍ، مالي او د حسابدارۍ په برخه کې روزل شوي کسان ولېږي، د دې بحران مخنیوی وشي.


هغه دا خبرې د افغانستان په اړه د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو په ګډه کمېته کې چې ایپکس نومېږي کړي.


خو لا یې له څرګندونو ساعت نه و تېر شوی چې افغانانو یې په اړه پراخ، سخت او تُند غبرګون وښود.


افغانانو د پاکستان د صدراعظم دا خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان بربنډه لاس‌وهنه بللې.




خالد سنګر چې تر ماسټرۍ لوړې زده‌کړې لري او د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې یې کار کړی د پاکستان د صدراعظم څرګندونې د طالبانو د حکومت له خوا د افغان ځوانانو له پامه د غورځولو پایله بولي.


هغه وايي، د پاکستان صدراعظم دا څوم ځل دی چې د افغانستان په اړه غیر منطقي څرګندونې کوي او د خپلو خبرو په اړه دقیق نه دی.


ښاغلی سنګر د طالبانو له حکومت په دې اړه د غبرګون غوښتونکی دی: "افغانستان اوس‌ د هغو هېوادونو په ډله کې نه دی چې د بشري قوې له کمښت سره مخ وي. موږ اوس‌مهال ډېر مسلکي ځوانان لرو او کولی شي چې د افغانستان په ادارو کې په کار کولو سره خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي."


عبدالله احمدزی بیا د بشري قوې او ځوان کادرونو له اړخه افغانستان پر ځان بسیا بولي او د عمران خان په ځواب کې وايي، افغان ځوانان کولی شي د خپل وطن خدمت په خپله وکړي.


دی وايي: "موږ کولی شو افغانستان پر مخ بوځو، له افغانستانه ساتنه وکړو، افغانستان ته لاس ورکړو او له شته ستونزو یې خلاص کړو. په هره برخه کې مسلکي کسان لرو او همدا مسلکي کادرونه به وشي کولی چې ټول دولتي سیسټم په حرکت راولي."


د عمران خان خبرو په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه را پورته کړي او سیاسیون هم پرې تبصرې کړي.


د ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امراالله صالح په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي: "د افغانستان په دولتي ادارو کې د پاکستان د ملکي او کادري کسانو ګمارنه په دې معنی ده چې د طالبانو نیمګړی او ورک شوی وجود بشپړ شي."




هغه د دې لیکنې په دوام زیاته کړې، طالبان د افغانستان په ملکي ادارو کې له افغان کادرونو او کارکوونکو سره د کار ګډ دلیل نه لري او همدا لامل دی چې د افغانستان په نیمه فلج ادارو کې کړکېچ اوج ته ورسېږي.


د جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې غړې ناهید فرید هم تُنده نیوکه کړې او غبرګون یې ښودلی.


نوموړې لیکي: "پاکستان کلونه-کلونه افغانستان د بنسټ‌پالو د رالېږلږ او ښکاره لاس‌وهنې له امله نړیوال قوانین او د ښه ګاونډیتوب نړیوال اصول تر پښو لاندې کړي دي."




هغې د پاکستاني صدراعظم څرګندونې په افغانستان کې د شته کادرونو حاشیې ته د استولو په معنی بللي او زیاتوي، دا نړیواله سرغړونه ‌باید د نړۍ له‌خوا پټه پاتې نه شي.


طالب چارواکو د عمران خان د څرګندونو په اړه زموږ پوښتنې ته ځواب و نه وايه، خو له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې په مالیې وزارت کې د پاکستاني متخصصانو د شتون په اړه ویلي، داسې څه نه‌شته او د دوی حکومت کافي ظرفیت لري.


له دې وړاندې هم د پاکستان د صدراعظم څرګندونې چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو محدودیت یې د افغان کلتور برخه بللې وه، له پراخ غبرګون سره مخ شوې وې.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России