خوست کې طالبانو رسنیو ته د موسیقۍ نه خپرولو ویلي
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د موسیقۍ نه نشرولو پرېکړه رسنیو خپله کړې ده. د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د رسنیو مالي ستونزې لا زیاتې شوې دي ځکه چې د پخوا په څېر ورسره نړیوالې ادارې او بنسټونه مرستې نه کوي.