Добавить новость
103news.com
World News
Февраль
2022

طالبان: مخابراتي شرکتونو سره د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک پلان شریک شو

0
د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د کابینې له لوري د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک طرحې له تایید وروسته، اوس د دغه چارې د سرته رسولو لپاره یې هڅې پيل کړي دي.


د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک طرحه له مخابراتي شرکتونو سره شریکه کړې ده: "د مخابراتو وزارت پرېکړه کړې چې سیم کارټونه ثبت او بایومټریک کړي، کابینې طرحه تایید کړې او د مخابراتو وزارت او د احصایې ملي ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې دا طرحه په تدریجي توګه پلي کړي، موږ هم دا طرحه له مخابراتي شرکتونو سره شریکه او د هغو نظرونه مو واخېستل."




که څه هم نوموړي د دې طرحې په اړه نور جزییات شریک نه کړل، خو ویې ویل چې دا چاره د ناسمې کارونې د مخنیوي او له فعالو سیم کارټونو د ۱۰ سلنې مالیانو د کره راټولولو لپاره ترسره کېږي.


د طالبانو د حکومت کابینې د روان کال د سلواغې میاشتې په ۱۸مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دا طرحه تایید کړې وه.


د طالبانو د حکومت کابینې، د مخابراتو وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته لارښوونه کړې چې د یوې جامع طرحې له مخې د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک برخه کې اقدام وکړي.


د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، دې برخه کې د بشپړې همکاري کولو لپاره چمتو دي.


د دې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع ازادي راډیو ته وویل: "هغه معلومات چې د برېښنایي پېژندپاڼو په چاپ کې شته، له هغو معلومات اخلو چې د کس نوم، د پلار نوم ، پته او د اوسېدو اصلي او فعلي ځایونو په کې وي، په دې معلوماتو کولی شو سیم کارټونه تایید کړو."


ښاغلي رافیع وویل، دا لومړي معلومات دي ځکه تراوسه طرحه وروستۍ شوې نه ده، کېدای شي نور موارد هم په کې اضافه شي.


دا هغه هڅې دي چې د تېر جمهوري حکومت چارواکو هم څو ځلي یې د پلي کولو لپاره کړې وې خو کومه پایله یې ور نه کړه.


دا چې ولې؟ ازادي راډیو د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان وپوښت، هغه وویل: "د سیم کارټونو د ثبت او راجسټر لپاره په کافي اندازه بودجه نه وه، ځکه چې د دې بهیر مخته وړلو لپاره په منځني ډول  شااوخوا ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا وه، نو دې بهیر کې له تخنیکي اړخه ستونزه نشته، خو د بودجې موضوع مهمه ده."




ښاغلی مرجان په داسې حال کې په تېر نظام کې د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک لپاره د بودجې د نشتوالي خبره کوي چې هغه مهال ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو  افغانستان ته میلیونونه ډالره مرسته استوله.


خو اوس چې طالبان د تېر جمهوري حکومت پرتله ډېره بودجه هم نه لري دا کار څنګه ترسره کړي؟


ازادي راډیو هڅه وکړه، په دې اړه د مخابراتو وزارت د ویاند نظر ولري، خو د دې راډیو پوښتنو ته یې ځواب ونه وایه.


خو د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو وزارت پخوانی مرستیال ایمل مرجان یې په اړه وایي: "د انتخاباتو کمېسیون شااوخوا دوه میلیونه ماشینونه د بایومټریک لپاره پېرلي وو او د مخابراتو وزارت، د اترا اداره او د مرکزي احصایې اداره کولی شي له هماغو ماشینونو ګټه واخلي."


افغانستان کې مخابراتي شرکتونو د خپل فعالیت له پیل وروسته، د ناثبت شوېو سیم کارټونو د مخنیوي برخه کې مهم ګامونه نه دي پورته کړي.


اوس مهال د هېواد ټولو برخو کې له ثبت پرته سیم کارټونو موندلو ته لاس رسی شته ان دا چې په بازارونو کې د کراچیو پرسر هم پلورل کیږي.


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال ټول هېواد کې د سلام دولتي شرکت په ګډون پنځه مخابراتي شرکتونه فعال دي.


افغان بیسیم، روشن، اېم. ټي. اېن او اتصالات غیر دولتي مخابراتي شرکتونه دي چې له کلونو راهیسې خلکو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو برخه کې په افغانستان کې فعالیت کوي.


د اتصالاتو مخابراتي شرکت چارواکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له دې اقدامه هرکلی کوي او د مخابراتي خدماتو د قانوني کېدو برخه کې یې مهم ګام بولي، خو دا نه وایي چې ولې دوی تر اوسه دا کار نه دی عملي کړی؟




د دې مخابراتي شرکت د اړیکو څانګې مسوول کفایت الله نبي خېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ډېر ښه اقدام دی چې سیم کارتونه راجسټرېږي په دې سره به د ناسمو او خلاف کارونو مخنیوی وشي."


عام خلک هم په بازارونو کې د ناثبت شوېو سیم کارټونو د پلور او پېر باندې نیوکې کوي او وایي، خلاف کاروونکي کسان د همدې سیم کارټونو په کارولو د خلکو امنیت د ګواښلو او کورنیو ته د مزاحمت هڅې کوي.


د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو نسیم او صبور په دې اړه وویل: "د دغو ناثبت شوېو سیم کارټونو پلور په ټولو بازارونو کې زیات شوی، هر څوک چې وغواړي چا ته پرې مزاحمت وکړي له همدې سیم کارټونو کار اخلي.


-موږ خوښ یو چې دا سیم کارټونه ټولېږي او د شرکتونو له لوري د خلکو د پېژندپاڼو او د هغوی د پېژندنې کارټونو له مخې ورته وېشل کېږي."


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد ۲۲ نیم میلیونه فعال سیم کارتونه موجود دي چې له دې شمېر له ۱۰ میلیونه زیات کسان یې له انټرنیټ لپاره هم کاروي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России