د بښنې سازمان: د افغانو مېرمنو لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ دي
يادې ادارې پرون په خپل ټويټر کې د تېرو شلو کلونو د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو په اړه يوه ويډيو خپره کړې چې په کې ويل شوي، افغان مېرمنو تحصیل کړی، په سياست کې يې برخه اخيستې او ډېرو يې د خپل هېواد د اقتصاد په وده کې هم ونډه اخيستې ده، خو اوس چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي.
بښنې نړیوال سازمان وايي د افغان مېرمنو دا لاسته راوړنې اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخې دي.
طالبانو په وار وار ویلي چې د اسلام او افغاني کلتور په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی لري او تامین به یې کړي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو له شپږم ټولګي پورته لکونه نجونې له ښوونځیو پاتې کړای شوې.
طالبانو تازه ژمنه کړې چې همدې پسرلي کې به د نجونو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.
