Добавить новость
103news.com
World News
Февраль
2023

د طالبانو له‌خوا د نويو ولسواليو پر ايجادولو نيوکې راپورته شوي دي

0
د طالبانو له لوري د نویو ولسوالیو د جوړېدو په اړه انتقادونه.


د تېر جمهوري حکومت د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې یو شمېر پخواني کارکونکي وايي د ولسوالیو جوړېدل د اړتیا پر بنسټ رامنځته کېږي.


د دغه ادارې پخواني فرهنګي سلاکار وفا سمندر ازادي راډیو ته وویل: "له اوسنیو واکمنو ددې انتظار سخت دی، چې کارونه دې د ولس د اړتیاو یا علمي- ټولنیزو غوښتنو له‌مخې مخته بوځي، ځکه نو شک پېښېږي، چې که دوی دا کار کوي هم؛ نو پایلې به یې علم نه‌وي او نه به هم په ټولنیزو او اقتصادي ارزښتونو ولاړ وي. بلکې ددوی خپل فکري لیدلوری به وي چې غواړي د خپل د حکومت د ستنو د پياوړي کولو لپاره یې سرته رسوي؛ نو ځکه زه اوسني وخت کې د دې ډول اداري بدلون، چې پرته له علمي او ټولنیزو ارزونو سرته رسېږي، پلوی نه یم."


په ورته وخت کې د سیمه‌ییزو اورګانونو پخوانی د نظارت او ارزیابي ریس سمیع‌الله پيوند ادعا کوي چې طالبان نوې ولسوالۍ یوازې خپلو ملګرو ته د څوکیو د وېش په هدف رامنځته کوي.


دی وايي، د ولسوالیو اداري جوړښتونه د سیمې د اړتیاو، امنیتي او اقتصادي مسایلو په پام کې نیولو سره را منځته کېږي.




نوموړي وويل: "بدبختانه اوسني نظام چې په افغانستان باندې حاکم دی، دوی د دغه ټولو فکټورونه په نه پام کې نیولو سره د امتیاز اخيستلو او خپلو ملګرو ته د دندې ورکولو او ځای پر ځای کولو له کبله ورته اداري واحدنه جوړوي، دوی نه‌شي کولای چې پخوانیو ولسوالیو ته تعمیرونه او اداري خدمات، پرسونل او معاشات پوره کړي نو څنکه به وکولای شي چې دوی نوی تشکیلاتو ته اسانتیاوې برابرې کړي."


خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا ادعاګانې رودې او وایي نوې ولسوالۍ د اړتیا پر بنسټ جوړې شوي دي.


دی دغه شان وایي، یادې ولسوالۍ واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې د دوی په جهادي تشکیل کې موجودې وې.




نوموړی وايي: "ځینې ولسوالۍ وي چې اشرف غني"پخواني ولسمشر" اعلان کړې وې، تایید شوې نه وې او تشکیل یې نه درلوده اوس د دې لپاره چې اړتیا ده، تشکیل یې معرفي شو او څه هم زموږ له‌خوا د جهاد په وخت کې چې ځینې ولسوالۍ لرې وې د یو او بل څخه او د خلکو د ژوند وضعيت په‌کې سخت و، نو زموږ په تشکیلاتو کې زیاتې شوې اوس دا ټولې ولسوالۍ تایید شوې."


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ۲۷ نویو ولسوالیو د جوړېدو خبره کړې ده.


دغه نوې ولسوالۍ په هلمند، فراه، بغلان، فاریاب،سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې جوړې شوي.


د کورنیو چارو وزارت له لوري له ازادي راډیو سره شریک شوي مکتوب پر بنسټ په هلمند کې (بغني، باباجي، بهرامجه) په کندهار کې (کشته شاه، ولیکوت او کشته میوند) په فاریاب کې (چهل ګزي، خواجه موسي، بندر، خیبر) په سرپل کې (الفتح، البدر، الجهاد، سیداباد) په غور کې ( الفاروق او الله یار) په پکتیکا کې (چهاربران او خوشامند) په بادغیس کې(دره بوم او سنګ اتش) په زابل کې سیوری، په نورستان کې کانتوا، په فراه کې فراه رود، په بغلان کې ډنډغوري ولسوالۍ منظور شوي دي.


په افغانستان کې ۳۶۴ رسمي او ۲۸ موقتې ولسوالۍ شته خو، د ۲۷ نویو ولسوالیو سره د افغانستان د ټولو ولسوالیو شمېر ۴۱۹ ولسوالیو ته رسیږي.


د یادونې ده چې د ولایتونو، ولسوالیو او ښاروالیو اړوند چارې په تېر جمهوري دولت کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند کاري صلاحیتونه وو، خو طالبانو د راتګ وروسته دا اداره له منځه ولاړه چې له امله یې د دې ادارې سلګونه ښځینه او نارینه کارکونکي بې‌کاره شول.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России