ایراني محصلانو د خپل حکومت په وروستۍ پرېکړه نیوکه کړې
په ایران کې ځینو محصلانو دا پرېکړه، پر پوهنتونونو له یرغل یا لشکرکشۍ سره تشبیه کړې او ویلي یې دي چې په پوهنتون کې د حشدالشعبي د پوځي ځواکونو حضور نه مني، دا که په ملکي جامو کې وي یا هم پوځي جامو کې.
د تهران پوهنتون د محصلانو فعالانو ویلي، دا کار د ایران د پوهنتونونو ځپل دي.
د حشدالشعبي د ښوونې او روزنې مرستیال حسین موسوي بخاتي تېره اوونۍ تهران ته د سفر پر مهال د تهران پوهنتون له رییس او استادانو سره په دې برخه کې د توافق او همکارۍ خبر ورکړی و.
ده ویلي وو، چې د عراق د حشدالعشبي پوځیان به د محصلانو په توګه د تحصیل لپاره د تهران پوهنتون ته لېږل کېږي.
