Добавить новость
103news.com
World News
Ноябрь
2023

دهقانزاده: په خاروغ کې د افغانستان قونسلګرۍ د طالبانو په ملاتړ او لارښوونې کار کوي

0
د تاجکستان په خاروغ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست ویلي چې قونسلګرۍ په مستقیمه توګه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملاتړ او لارښوونې سره سم کار کوي.


وروسته له هغې چې په تاجکستان کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفیر ظاهر اغبر وویل چې د تاجکستان په خاروغ کې د دغه سفارت قونسلګري فعاله نه ده، د دې قونسلګرۍ مشر نقیب الله دهقانزاده دا خبره رد کړې او زیاته کړې، چې قونسلګرۍ په مستقیمه توګه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملاتړ او لارښوونې سره سم کار کوي.


په هغه ویډیو کې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمدتکل د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې، دهقانزاده وايي چې د دې قونسلګرۍ د غیر فعالېدو په اړه د ظاهر اغبر څرګندونې غیرمسوولانه او له حقیقت څخه لرې دي.


په دې ویډیو کې د تاجکستان د بدخشان ولایت په خاروغ کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست نقیب الله دهقانزاده زیاتوي: "د تاجکيستان په خاروغ کې د افغانستان قونسلګري یوه خپلواکه استازولي ده او د افغانستان د اسلامي امارت د مستقيم ملاتړ او لارښوونې لاندې ده او د خپلو قانوني اصولو او صلاحیتونو له مخې فعالیت کوي او قونسلي خدمات وړاندې کوي."


دا په داسې حال کې ده چې په تاجکستان کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفیر ظاهر اغبر د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د طالبانو د حکومت له خوا دغه سفارت ته د استول شوی ډیپلومات د پېژندلو پاڼه د رسنيو د استازو په وړاندې څېرې کړه او دا یې هم وویل چې په خاروغ کې د افغانستان قونسلګرۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې ده.




د اغبر په ټکو، طالبان دوی ته مشروعیت نه لري، تر کومه چې په دغه هېواد کې یو مشروع حکومت نه وي رامنځته شوی.


په دغه مکتوب کې د فیض الله په نوم یو ډیپلومات د سفارت د لومړي سکرتر په توګه معرفي شوی دی.


په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکو د دې راپور تر خپرېدو پورې د نقیب الله دهقانزاده د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو د پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه.


خو پوښتنه دا ده چې ولې تاجکستان، چې په افغانستان کې د طالبانو د فعالیت او حکومتولۍ له منتقدینو څخه دی، د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ چې یو بل سره په سیاسي تقابل کې دي، کوربه توب کوي؟


د چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې ښايي د تاجکستان حکومت په خاروغ کې افغان قونسلګرۍ ته اجازه ورکړې وي چې په ياد هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره کار وکړي.




د چارو پوه طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل: "سفير د ولسمشر يا د حکومت د صدر لخوا يو حکومت ته معر فى کېږي. تاجکستان تر اوسه د طالبانو کوم سفير نه دى منلى ، خو دې پايلې ته رسېدلى چې د افغانانو د کارونو د اسانتيا لپاره يوه قونسلګري له کابل سره په اړيکه کې وي، خو په دې برخه کې د افغانستان کارونه یو هم په عادى ډول او له نړيوال نورمونو سره سم مخته نه ځي."


د يادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته، هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په ځینو ګاونډیو او سیمه کې د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارل شوي دي.


په دغو سفارتونو کې په ځینو کې د طالبانو د حکومت ډیپلوماتان منل شوي او نور چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره خپل تعامل اعلان کړی دی.


څه موده مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي 'ملت ته د حکومت حساب ورکونې' په نوم غونډه کې وویل چې د طالبانو حکومت په ۱۵ هېوادونو کې ډیپلوماټیکه استازولي لري.


د نړیوالو اړیکو یو شمېر پوهانو مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو سپارل د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي او دا کار تر ډېره په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري او دوی ته د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کېږي.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России