Добавить новость
103news.com
World News
Март
2025

ایا موسیقي د ماشوم د حافظې، ذهن، روحي او رواني وړتیاوو د ودې لپاره مهمه ده؟

0

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان د ټولو لپاره په موسیقۍ بندیز لګولی دی، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت ماشومانو ته موسیقی خورا مهمه بولي وايي، دې برخه کې ډیر کم کار شوی دی.د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست ازادي راديو ته وویل، موسیقي د ماشوم د حافظې، ذهن، روحي او رواني وړتیاوو د ودې لپاره ډیره مهمه ده.یو شمیر افغان سندغاړي هم چې ماشومانو ته یې سندرې ویلي دا صنف ډیر مهم ګڼي وايي، هڅه کوي چې په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.سندرغاړي ګود ځاځي دا سندره په دې ورستیو کې ظاهراً خپل زوی ته، خو په خبره یې ټولو افغان ماشومانو ته ویلې ده.ګودر ځاځی چې باور لري د موسیقۍ له لارې باید د افکارو تولید هم وشي، ماشومانو ته د داشان سندرو ویل ډیر مهم بولي.ګودر ازادي راډیو ته وویل،" نو د افکارو د تولید برخه کې که مونږ ماشوم ته فکر تولیدوو او دا تولید شوی فکر ورته په سندره کې لېږدوو، دا د موسیقۍ تر ټولو هغه ګټور اړخ دی او ضرورت هم همدا دی."د ګودر په خبره د سندرو له لارې کولای شو دا تولید شوی فکر تر ډیرو ډیرو پورې ورسوو.نوموړی وايي ماشومانو ته د موسیقۍ په برخه کې نورو کارونو ته هم ژمن دی.د بریالي ولي د سندرې یوه برخه: "ب ب ب الف الف الف"بریالی ولي بل هغه افغان سندغاړی دی چې ماشومانو ته یې څو سندرې ویلې وي.ښاغلي ولي نه مو دا پوښتنه وکړه چې ایا ماشومانو ته به نورې سندرې هم ووايي، هغه ازادي راډیو ته وویل:" مونږ باندې ډیر حق لري خپل ماشومان خو یو څوک باید مخکې شي، یوه اداره مخکې شي چې مونږ ورپسې ودرېږو او کار وکړو."افغان ماشومانو ته فرهاد دریا هم ځني سندرې ویلي، چې ترې د "کوچه" یا کوڅې په نوم یو البوم هم لري.دا چې نوموړی تازه دوی ته څه لري، په دې اړه یې زمونږ پوښتنه ځواب نه کړه.د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت ماشومانو ته موسیقی خورا مهمه بولي خو وايي، افغان ماشومانو ته په دې برخه کې ډیر کم کار شوی دی.د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست ازادي راديو ته وویل،" د دې خلاف چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې ماشوم ته ځانکړې موسیقي تولیدېږي او موسیقي د ښوونیزو پروګرامونو یوه برخه وي، له بده مرغه افغانستان کې ډیر کم او ډیر محدود کار شوی، چې د ګوتو په شمیر به وي."نوموړی موسیقي د ماشوم د حافظې، ذهن، روحي او رواني وړتیاوو د ودې لپاره ډیره مهمه ګني.د ښاغلي سرمست په وینا دوی په ۲۰۱۷ کال کې د ماشومانو د ساتنې سازمان "سیف د چلدرن" په مالي همکارۍ ماشومانو ته د سندرو یوه سي ډي جوړه کړې وه.دا څرګندونې داسې مهال دي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته د ټولو لپاره په موسیقۍ بندیز لګولی دی.دوی موسیقي حرامه ګڼي. خو یو شمیر افغان سندغاړي چې له خپل هیواده وتي دي، وخت په وخت د خپلو نویو سندرو او کنسرتونو خبر وکوي.د روان لمریز کال په مرغومی میاشت کې په سویډن کې د پښتو موسیقۍ انستیوت هم جوړ شو چې مشر یې هارون پاچا هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي وو، هدف یې د افغاني موسیقۍ وده او ساتنه ده.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России