کابل ښاریان: د نوروز د لمانځلو هغه پخوانی شور او شوق پاتې نه دی
د نوروز په نږدې کېدو سره، ډېری افغانان وايي، د دې لرغوني جشن د نمانځلو پخوانی شوق او شور نه دی ورپاتې.دوی وايي هغه ځانګړي دودونه هم اوس نه ترسره کېږي، چې میلو ته به تلل، هفت میوه او نور ځانګړي خواړه به یې جوړول.
