ملاهیبت الله پر اعدامونو ټینګار کوي؛ بشري فعالان یې د انساني کرامت سره په ټکر کې بولي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا ورستیو اعدامونو ته تر پراخو نړیوالو غبرګونونو ورسته د طالبانو مشر ملا هبت الله د ده په خبره قصاص د شریعت یو امر بللی او پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.
د طالبانو حکومت د اپریل په لسمه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۴ کسان په عام محضر کې اعدام کړل چې دغه چاره د ملګرو ملتونو د سازمان په ګډون د نړیوالو له خوا وغندل شوې او پراخ غبرګونونه ورته وښودل شول.
