د موافقې له مخې به امریکا او حوثیان یو بل نه په نښه کوي
ایران پر یمن د امریکا د بریدونو د بندیدو هرکلی کړی دی.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون دا دریځ وروسته له هغه اعلان کړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به د یمن پر حوثي یاغیانو بمباري پای ته ورسوي.ټرمپ ویلي دي چې د یمن حوثیانو موافقه کړې ده چې په منځني ختیځ کې مهمو بار وړونکو لاریو ته به د خنډونو مخه نیسي.د عمان په منځګړیتوب د تړون له مخې به نه امریکا او نه هم حوثیان یو بل په نښه کوي؛ پدې کې په سره سمندر او باب المندب تنګي کې امریکایي بیړۍ شاملې دي.
