Добавить новость
103news.com
World News
Май
2025

په ترکیه کې د وسله والې مبارزې د پای ته رسولو لپاره پي کې کې تاریخي غونډه دایره کړه

0

د فبرورۍ په میاشت کې د پي کې کې PKK د بندي مشر عبدالله اوجالان له خوا د ډلې د منحل کېدو او له ترکیې سره د څلور لسیزې اوږدې وسلوالې شخړې د پای ته رسولو له غوښتنې وروسته، کانګرس جوړ کړ.

د کوردستان کارګر ګوند (PKK) اعلان کړی چې د دې اوونۍ په لړ کې د عراق په شمال کې په خپل جوړ کړي کانګرس کې یې "تاریخي" پرېکړې کړې دي، خو دا یې نه ده تایید کړې چې ایا د ګوند د منحل کېدو یا وسلې ایښودو پرېکړه یې کړې او که نه ده.

د فرات خبري آژانس، چې له دې غیرقانوني ډلې سره نژدې اړیکې لري، د راپور له مخې کانګرس له دوشنبې تر چهارشنبې پورې د عراق په دوو سیمو – سلیمانیه او دهوک – کې ترسره شوی.

یاده ډله وایي، د کانګرس د پرېکړو نور جزییات به ډېر ژر له خلکو سره شریک شي.

په فبرورۍ کې د PKK بنسټ‌ګر او بندي مشر عبدالله اوجالان د ډلې له غړو غوښتي و چې کانګرس راوبولي او پکې د ډلې د منحل کېدو او وسلې ایښودو پرېکړه وکړي، څو له ترکیې سره د اوږدې مودې شخړه پای ته ورسېږي.

ده څلور میاشتې وروسته له دې دا خبره وکړه چې د ترکیې حکومت د پخلاینې وړاندیز ورته وکړ.

له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې، دغه جګړې د لسګونو زرو کسانو د مرګ سبب شوي دي.

PKK چې د ترکیې، متحدو ایالتونو، اروپایي اتحادیې او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو له لوري یوه ترهګره ډله ګڼل شوې، د اوجالان له غوښتنې وروسته سمدستي اوربند اعلان کړ.

خو دې ډلې ټینګار کړی چې تر وسلې ایښودو مخکې باید ځینې شرایط پوره شي، چې پکې د سولې د خبرو لپاره د یو قانوني چوکاټ جوړېدل هم شامل دي.

د فرات خبري آژانس د راپور له مخې، په کانګرس د اوجالان هغه پیغامونه ولوستل شول چې خپلې "لیدلارې او وړاندیزونه" یې پکې کړي وو.

د ترکیې یوه مشهور ټلوېزیوني چینل، خبرتورک، هم تایید کړې چې کانګرس د PKK په سلیمانیه او دهۆک – کې جوړ شوی دی.

د ترکیې کوردپلوه DEM ګوند، چې د سولې د روانو هڅو برخه دی، د جمعې په ورځ وویل چې تمه کېږي PKK ډېر ژر یو رسمي اعلان وکړي.

له ۱۹۹۹ کال راهیسي، چې اوجالان بندي شوی، څو ځله هڅې شوې دي څو هغه وینه بهېدا ودرول شي چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې پیل شوې او تر ۴۰ زرو ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

د سولې د بهیر د بیا پیل لپاره تر ټولو وروستۍ هڅه په تېر اکتوبر کې د ترکیې د ملت‌پال ښي‌ اړخي سیاستوال، دولت باغچلي، له خوا مطرح شوه. هغه وړاندیز کړی و چې که PKK له تاوتریخوالي لاس واخلي او ځان منحل کړي، نو ښايي اوجالان ته، چې دا مهال استانبول ته نژدې په یوه ټاپو کې بندي دی، په مشروط خوشي شي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России