Добавить новость
103news.com
World News
Май
2025

د افغانستان د شطرنج د فدراسیون چارواکي په دې هیواد کې د شطرنج لوبو د ځنډیدو په اړه اندېښنه ښيي

0

د طالبانو له لوري د شطرنج سیالیو د ځنډیدو له اعلان وروسته د شطرنج د ملي فدراسیون یو شمیر چارواکي وايي چې د طالبانو د حکومت لخوا د دې پریکړې اعلان د دوی لپاره ټکان ورکوونکی خبر و.

د افغانستان د شطرنج د ملي فدراسیون سلاکار خیبر فرازي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل اندېښنه لري چې که شطرنج له دینې اړخه حرام وبلل شي په دې برخه کې د څو لسیزو لاس ته راوړنې زیانمنیږي.

"دې پرېکړې په رښتیا هم زه ډېر سخت اندېښمن کړی یم، کوم څه چې زه ورته ډېر په تشویش یم هغه داده چې دا له دینې اړخه حرام ونه بلل شي، موږ ټول شطرنج کوونکې چې په اړیکه کې یو اوس مهال ټولو خپل فعالیتونه ودرولي دي او له ټولو سره اندېښنه ده. "

نوموړي وویل چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د شطرنج فدراسیون د تشکیلاتي ستونزو او د مسولینو د نه موجودیت له امله د بدني روزنې له ریاست سره رسمي نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په افغانستان کې د شطرنج لوبه یې تر نامعلومې مودې ځنډولې ده.

د طالبانو د حکومت د ورزش ادارې ویاند اتل مشواڼۍ د یکشنبې په ورځ له طلوع نیوز په نوم خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د شطرنج په اړه د دیني څېړنو او په دې فدراسیون کې د بې نظیمو له پای ته رسېدو وروسته به د ورزش ادارې تر چتر لاندې ددې فدراسیون د بیا فعالیت په اړه پرېکړه وشي.

نوموړي د د شطرنج په فدراسیون کې د مشرتابه په کچه ستونزې او د شطرنج په اړه شرعي ملاحظات د دې سیالیو د ځنډیو لاملونه وبلل.

د افغانستان د شطرنج فدراسیون یو شمېر پخواني چارواکي هم د دې مسلې په اړه اندیښمن دي او وايي چې د طالبانو حکومت باید په خپله دې پریکړه بیا غور وکړي.

د دې فدراسیون پخواني ریس اسماعیل جمشیدي ازادي راډيو ته وویل:

"له شرعي اړخه د دغه ورزش په اړه کوم ممانعت نشته، که دې له شرعي اړخه کومه ستونزه درلودلای نو د سعودي عربستان، پاکستان او ایران په ګډون په ټولو اسلامي هیوادونو کې د شطرنج لوبه د ښځینه او نارینه لوبغاړو ترمنځ کیږي دا به نه نه کېده، شطرنج یو علم دی، او له علم سره مخالفت سمه پرېکړه نه ده، زه هیله لرم چې طآلبان به په دې برخه کې خپله پرېکړه باندې بیا غور وکړي او د شطرنج فدراسیون ته به د فعالیت اجازه ورکړي. "

د شطرنج د برخې یو مینه وال او کارپوه نور محمد سلطاني د دې لوبې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"شطرنج ماشومان، ځوانان او سپین ږیري کولای شي، دا یواځینی ورزش دی چې عمر ته نه ګوري، او دا ورزش له نورو مسایلو ترڅنګ د زهني پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دی. "

په افغانستان کې د شطرنج سیالیو د ځنډولو په اړه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت وار له مخه په هیواد کې پر ازادو سیالیو یا " MMA" بندیز لګولی او نجونې یې د فوټبال په ګډون له ټولو ورزشي فعالیتونو منع کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د شطرنج د یو شمېر پخوانيو مسولینو او لوبغاړو د معلوماتو له مخې دغه لوبه په دوهمه میلادي پیړۍ کې په هند او په اومه میلادي پېړۍ کې په افغانستان کې پیل شوه.

دغه راز د دې ورزش نړیوال فدراسیون په ۱۹۲۴ میلادي کال کې جوړ شو چې د افغانستان په ګډون ۱۶۵ هیوادونه یې غړیتوب لري.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России