Добавить новость
103news.com
World News
Май
2025

هند وايي تر نوي نظام لاندې يې افغانانو ته د وېزو ورکړه پيل کړې ده

0

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تر شاوخوا څلور کاله ځنډ وروسته یې یو ځل بیا د نوي نظام له لارې افغانانو ته د وېزو ورکړه پیل کړې ده.وزارت د مې پر ۳۰مه وویل چې د نوي معرفي شوي نظام له مخې به په شپږو برخو کې افغانانو ته وېزې ورکول کېږي.

هند د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر کنټرول وروسته پر افغانانو وېزې محدودې کړې وې.

هند افغانانو ته د وېزو د نوي ماډل په معرفي کولو سره د وېزو پخوانی محدود پروګرام لغوه کړی دی. په نوي ماډل کې طبي، تحصیلي، سوداګري، او ډېپلوماټیکې ویزې شاملې دي.

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی وو چې هند د افغانانو لپاره د وېزو د ورکولو پروګرام بیا پیل کړی دی خو هغه مهال د هند د بهرنيو چارو وزارت رسماً څه نه ول ویلي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جېسوال، د مې پر ۳۰مه په نوي دلي کې يوې خبري غونډې ته وویل: "موږ اوس د افغانانو لپاره د وېزو یو نوی ماډل لرو. تمه دا ده چې دا نوی چوکاټ به د دواړو هېوادونو ترمينځ د خلکو اړیکې لا پیاوړې کړي."

نوموړي وړاندې وویل چې په افغانستان کې يې د طالبانو تر راتګ وروسته د"بیړنيو برېښنايي وېزو" پروسه پيل کړې وه چې اوس ختمه شوې ده او د اپرېل له ۲۹مې یې د وېزو د نوي ماډل کارول پيل کړي دي.

جېسوال زياته کړه، هغه افغانان چې له پخوانیو وېزو سره وار له مخې په هند کې دي، اوس به اړ وي چې د نویو وېزو لپاره په نوي دلی او د هند په نورو ښارونو کې له اړونده دفترونو سره اړيکه ونيسي.

د نوموړي په وینا د افغانستان لپاره د هند د وېزو نوی نظام به د افغانستان او هند ترمینځ پر ولسي کچ اړیکې لا نورې پیاوړې کړي.

هند د افغانانو لپاره د وېزو نوی نظام تر هغه وروسته معرفي کړی دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر د مې پر ۱۵مه له یو بل سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تر هغه وړاندې، د اپرېل پر ۲۷مه د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې عمومي مشر او ځانګړي استازي، انند پرکاش، کابل ته په سفر کې له امیر خان متقي سره لیدلي او خبرې یې کړې وې.

د اپرېل پر ۲۸مه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپور شوي بیان کې ویلي ول چې متقي له پرکاشه وغوښتل چې نوی دلی دې د افغانستان او هند ترمینځ د خلکو د "تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې" برابرې کړي او د "سوداګرو په شمول دې ناروغانو او زده کوونکو ته د وېزو ورکړه عادي حالت" ته وګرځوي.

هند تازه د مې پر ۲۲مه په افغانستان کې پر هغو کورنیو خوراکي مرستې ووېشلې چې پاکستان له خپلې خاورې شړلې دي.

هند په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې له پخواني جمهوري حکومت سره هم ښې اړیکې درلودې.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России