د هند په شمال کې د هیلې کوپټر د سقوط له کبله ۷کسان وژل شوي دي
د هند په شمال کې د یوې هیلې کوپټرې د سقوط له کبله اووه کسان وژل شوي دي.د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا هیلې کوپټر د همالیه غرونو د اوتاراکند په سیمه کې راغورځیدلی ده.د اوتاراکند ایالت د عامه اړیکو د مشر د معلوماتو له مخې، په هیلې کوپټر کې سپاره کسان له کیدارناته څخه د ګوپت کاشي پر لور روانه وه.معلومه نه ده چې هیلې کوپټرې ولې سقوط کړی خو په سیمه کې چارواکي وايي، د پېښې د علت په اړه څیړنې پیل شوي دي.چارواکو وايي، د خرابي هوا له کبله يې تر دوشنبې کیدارناته درې ته د هیلې کوپټرو ټولې الوتنې ځنډولې دي.له دې وړاندې په همدې دره کې درې بیړنۍ ناستې او دوه هیلې کوپټرو سقوط کړی وو.درې ورځې مخکې د هند په کجرات ایالت کې د یوې مسافروړنکې الوتکې د سقوط له کبله ۲۶۰ کسان ووژل شول.
