Добавить новость
103news.com
World News
Июнь
2025

افغانې ښځې؛ د جي ۷ غړي هېوادونه دې پر طالبانو سیاسي فشارونه زیات کړي چې د ښځو د کار او زده کړو حقونه ورکړي

0

په کاناډا کې د جي ۷ غړو هیوادونو د مشرانو او په بروکسل کې د لوړو پوړو چارواکو غونډو سره هم مهاله، یو شمېر افغان میرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې د دواړو ناستو له ګډون والو غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د نقض امله پر طالبانو سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

دغه میرمنې وايي وروستیو نړیوالو پېښو او کړکیچونو د افغان ښځو پر وضعیت سیوری غوړولی او نړۍ دوی له پامه غورځولي دي.

د خوست یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو لخوا په ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه د زغملو نه دي او پر دوی باید فشارونه زیات شي.

"طالبانو چې پر ښځو کوم محدودیتونه لګولي دا د زغم وړ نه دي، او دې زموږ لپاره ډېرې ستونزې راپیدا کړي دي، دې محدودیتونو زموږ ژوند سخت کړی، دا چې ښځو ته د زده کړو او کار اجازه نه ورکول کیږي دا واقعاً ستونزمن وضعیت دی، اړتیا ده چې پر طالبانو فشارونه زیات شي چې هغوی د ښځو د حقونو ورکړې ته مجبور شي."

د بشري حقونو فعالې ماریا نوري ازادي راډيو ته وویل، "موږ د جي ۷ د غړو هیوادونو او د بروکسل کنفرانس له ګډون والو غوښتنه کوي چې پر طالبانو سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي څو دغه ډله د بشري حقونو له سیستماتیکو سرغړونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو له نقض لاس واخلي، له طالبانو سره تعامل باید د نجونو د زده کړو، د ښځو کار، د بیان ازادۍ، د اقلیتونو حقونو ته په درناوي پورې مشروط وي، او افغان مدنې ټولنې او د ښځو د حقونو ملاتړ ته باید لومړیتوب ورکړل شي."

د فراګیر په نوم د ښځو د حقونو یو بنسټ هم په یو سرخلاصي لیک کې د دواړو ناستو له ګډون والو غوښتي چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

دغه بنسټ په خپله اېکس پاڼه په یو لیک چې غوښتنه کړې چې نړۍ دې طالبان د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو او قومي او مذهبي لږکیو د حقونو لپاره مسؤل وګڼي، او پر دوی فشار راوړي چې د ملګرو ملتونو د منشور او پرېکړه لیک سره سم په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي.

په لیک راغلي دي چې د نړیوال حساب ورکولو د میکانیزم نه پلی کېدل لامل شوي چې طالبان د نړیوالو قوانینو نقض کولو ته دوام ورکړي.

معترضې افغان میرمنې ټینګار کوي چې له افغانستان په ځانګړي ډول میرمنو سره باید نړیوالې مرستې کمې نه شي.

د کاناډا په البرټا ښار کې د جي ۷ غړو هیوادونو ناسته چې د جون په ۱۵ پیل شوې د همدې میاشتې تر ۱۷ مې دوام کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس، د فرانسې ولسمشر ایانمویل مکرون او د بریتانیا لومړی وزیر کی یر ستارمر د دې ناستې د ګډون والو په ډله کې دي.

کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، انګلستان او متحده ایالات د G7 غړي هیوادونه دي.

د جی ۷ غړو هیوادونو د مشرانو له لورې د سه شنبې ورځې خپره شوې اعلامیه د ایران او د اسراییلو د جګړې په اړه وه.

د لوړ پوړو چارواکو غونډه به نن د جون په ۱۷ او ۱۸ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې ترسره شي.

دا ناسته به تر ډېره د افغانستان پر وضعیت متمرکزه وي.

د اروپايي ټولنې د ځینو غړو د معلوماتو له مخې، دا ناسته د اروپايي ټولنې په کوربه توب ترسره کیږي او د دې ټولنې د غړو هیوادونو، نړیوالو سازمانونو، مدنې ټولنې استازې، د قطر د حکومت یو استازی او یو شمېر افغانان به په کې ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه یوه ورځ مخکې له لسو د ډېرو هیوادونو استازو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۹ ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې وغندلې او د طالبانو د حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۹ غونډه پرون دوشنبه د جون ۱۶ مه په جینیوا کې پیل شوه.

د ناستې ګډون والو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړي ډول د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو او نجونو د سیستماتیکو سرغړونو په اړه بحث وکړو.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته پر ښځو پراخه محدودیتونه لګول شوي دي.

له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په زده کړو بندیز لګول شوی او د طالبانو له لوري د ښځو د کار مخه نیول شوې ده.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو حقونه خوندي کړي خو دا ادعا ډیری افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России