افغان کډوال د پاکستان له حکومته غواړي چې دوی ته دې دغلته د پاتې کېدو لپاره نور وخت هم ورکړي
پاکستان کې مېشت د «پي او ار» په نوم کارت لرونکي افغان کډوال له اسلام اباد غوښتنه کوي چې دوی ته دې دغلته د پاتې کېدو لپاره نور وخت هم ورکړي.
دغو افغان کډوالو ازادي راډيو سره په خبرو کې له پاکستانه د جبري ستنونې په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل اوس مهال د خپل نامعلوم برخلیک له امله سخت اندېښمن دي.
