د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه لیک، اسراییل او امریکا مخالفې رایې ورکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د افغانستان په اړه یوه تصویب شوي پریکړه لیک کې پر طالبانو غږ کړی چې خپلې ځپونکې تګلارې، په ځانګړې توګه د ښځو سیستماتیکه ځپنه پای ته ورسوي.دغه پریکړه لیک پرون دوشنبه ۱۱۶ قاطع اکثریت رایو باندې تصویب شو، خو یوازې امریکا او اسراییل پریکړه لیک ته مخالفې رایې ورکړې.د روسیې او چین په ګډون ۱۲ نورو هېوادونو پریکړه لیک ته ممتنع رایې ورکړې دي.که څه هم د عمومي اسامبلې، چې ۱۹۳ غړي لري، دغه پریکړه لیک الزامي نه دی، خو یو نمایشي وزن لري او نړیوال احساسات منعکسوي.واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته پر طالبانو ورته ډیر نړیوال غږونه شوي، خو هغوی د خپلو تګلارو او قوانینو ننګه کړې.
