حال وش: ایراني پوله ساتو یو افغان په ډزو وژلی دی
د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وایي چې د ایراني سرتیرو په ډزو کې یو افغان وژل شوی دی.د دغه سازمان د راپور له مخې دغه افغان عبدالمنان نورزهي نومیږي چې د فرا ولایت اوسیدونکی و خو له ډیره وخته د ایران زاهدان کې اوسېده.راپور کې راغلي، نوموړي چې له ایرانه اخراج شوی و بیرته غوښتل د کورنۍ لیدو لپاره زاهدان ته ولاړ شي چې د هیرمند په پوله کې پرې ډزې وشوې.حال وش لیکلي، د ډزو پیښه د شنبې په ورځ شوې، خو په خبره یې د دغه افغان جسد پرون دوشنبه لارویانو موندلی او نیمروز ته یې لېږدولی دی.د ایران حکومت او طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
